د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیښي (۳) برخه

ګل آغا احمدي وردګ 11.07.2012 00:24

د پیغلې کتنه
د پیغلې کتنه په وردګو کې د کوزدې لپاره لومړی او ضروري ګام ګڼل کیږي په دې مانا چې هغې کورنۍ ته د بې واده ځوانانو د کورنیو د ښځو ورتګ پيل کیږي چې پيغله لور یا پیغله خور لري او ممکن پخپلوانو او یا کلیوالو کې داسې پیښ شي چې یو ځوان د خپل ژوند د ملګري په توګه یوه خوښه کړې پیغله په داسې حالت کې له لرې یا نږدې واټن څخه و ویني چې نوموړې پیغله د همدې کلیوال نارینه ځوان په نیت پوه نه وي. همدارنګه که د هلک لپاره د خوښې کړې پیغلې مخامخ لیدل ممکن نه وي نو نوموړی هڅه کوي چې د خپلو خویندو، مور او یا نورو ښځینه خپلوانو له لارې د خوښې کړې پیغلې د ښکلا، اخلاقو، دیندارۍ، کسب، هنر او کاري وړتیاوو په هکله معلومات لاسته راوړي او په عمومي ډول د ځوانې پيغلې په هکله دغه ډول معلومات د ځوان زلمي کورنۍ ته د هغو ښځو په وسیله په لاس ورځي چې د پيغلې د کتلو دنده یې په غاړه وي. د پیغلې کورنۍ ته د ښځو ورتګ دوه ډوله وي: لومړی دا چې که چیرې کتونکې ښځې په دې ډاډه وي چې ځوانه پيغله نه ترې پټیږي او کورنۍ یې هم د دوی د نیت د پوهیدلو په صورت کې په دې هکله کومه ستونزه نه پیښوي نو د ځوان هلک د کورنۍ له لوري کتونکې ښځې په ښکاره توګه ورځي د نجلۍ له مور سره موضوع شریکوي او پیغله په داسې حالت کې له دوی سره ګوري چې ښکلې جامې یې آغوستې وي او پر ځان یې د ښایست او سینګار تازه ګوتې وهلې وي. په دې حالت کې کتونکې ښځې د پيغلې ښکلا، د پوستکي رنګ، ونې، سترګو، د سر ویښتانو، د بدن چاغوالي یا ډنګروالي، حرکاتو، خبرو او ټولو هغو چارو ته متوجه کیږي چې له لیدونکې پيغلې څخه یې د لیدلو تمه وي. دویم دا چې که چیرې کتونکې ښځې په دې خبره ډاډه نه وي چې دوی به په مخامخ توګه په خپله موخه کې بریالۍ شي نو د پیغلې کورنۍ ته ناڅاپي او یا په داسې یوه بانه ورځي چې په ښکاره توګه د پیغلې له لیدلو سره کوم تړاو نه لري. نو کله چې د کور د ننه ورشي په نښه کړې پيغله د هغو اوصافو له مخې ګوري چې مخکې یې یادونه و شوه. خو باید وویل شي چې د ځینو کورنیو ښځینه غړې د ناخوښۍ په صورت کې د کتونکو ښځو لپاره ستونزې هم  پیښولای شي او خپله پيغله ترې پټوي، یا دا چې د ناخوښۍ په صورت کې شاید پخپله پيغله و نه غواړي چې هغوی ته ځان ور و ښیي نو له همدې کبله داسې هم پيښیږي چې کله کله ممکن کتونکی ښځینه پلاوی د پیغلې کور ته په بیا بیا ورتګ سره بیا هم په خپله موخه کې بریالی نه شي او د خپل ځوان لپاره په نورو کورنیو کې پیغله و ګوري.
د خیښۍ د وړاندیز په صورت کې د ځوان خوښول زموږ په ټولنه کې پخوا په ډیره پيمانه رواج نه وو خو اوس مهال هڅه کیږي چې د دوو کورنیو د خیښۍ په موضوع کې له هر ډول پرمختګ څخه د مخه د هغه ځوان په هکله هم لازم معلومات لاسته راوړل شي چې د پیغلې کورنۍ ته یې د خپلوۍ وړاندیز کړی دی چې په خپل ځای کې به بحث پرې و شي.
د وردګو د تړلې ټولنې د رواجونو، عنعناتو او سننو له مخې شاید ډیرې کمې پیغلې د دې چانس و لري د خپل ژوند ملګری له کوزدې څخه د مخه خوښ او خپله کورنۍ له خپل هوډ څخه خبره کړي بلکي دا خبره زموږ په ټولنه کې ډیر ستر عیب ګڼل کیږي.

د پیغلې خوښول
د پیغلې تر کتلو وروسته د هلک د کورنۍ مشران د خپل ځوان زوی سره خبره شریکوي چې ګواکي د دوی د ښځینه پلاوي له خوا د پلانکي پيغله لور یا خور په دې موخه خوښه شوې ده چې نوموړي ته یې د شریک ژوند د ملګرې په توګه انتخاب او د هغې د کوزده کولو هڅه وکړي. کله چې هلک له دې کار سره موافقه وکړي نو په هغو لارو چارو غور کیږي چې په څه ډول د نجلۍ یا پيغلې کورنۍ ته خبر ورکړي چې دوی یې د خپل ځوان زوی لپاره د هغوی پيغله خور یا لور خوښه کړې ده. کله کله داسې هم کیږي چې د پیغلې په هکله د کورنۍ د خوښې په صورت کې هلک ته هیڅ راز خبر نه ورکول کیږي یا دا چې هلک مساپر او په مزدورۍ پسې ورک وي خو کورنۍ یې نوموړي ته پیغله خوښه کړې وي او ده ته یې د کوزده کولو تکل کوي. همدارنګه د نجلۍ کورنۍ چې کله د هلک د کورنۍ له لوري د دوستۍ په نیت پوه شي نو هڅه کوي چې د پیغلې کورنۍ هغه هلک و ګوري چې د دوی راتلونکی زوم جوړیږي او معلومه کړي چې څنګه سړی دی، سیرت او صورت یې څنګه دی، کوم عیب خو به نه لري، ځواني او ښایست یې څنګه دی، آیا تحصیل لري او که نه، او که تحصیل لري نو د تحصیل درجه یې څومره ده، څه وظیفه لري، اقتصادي وضعیت یې څنګه دی، اخلاق یې څه ډول دي، د دیندارۍ کچه یې څنګه ده، ملګري یې څوک دي، آیا په چلم، سګریټ، نسوارو، هیروینو، تریاکو او یا نورو نشه يي توکو خو به روږدی نه وي، په کور کې یې د خپلو والدینو، وروڼو او خویندو سره وضعیت څه ډول دی او داسې نور؟ خو په پخوانیو دودونو کې د نجلۍ د کورنۍ له لوري د هلک لیدلو ته دومره اهمیت نه ورکول کیده بلکي د هغه باور په بنسټ به یې د هلک د صورت او سیرت په هکله ډاډ حاصلاوه چې د رویبارانو او د پیغلې د خپلوانو ښځو له خوا به د نجلۍ د کورنۍ غړو ته ورکړ شو. کله کله به دغه معلومات ناسم ثابت کیده چې د دواړو کورنیو تر منځ به یې بیا وروسته ستونزې هم رامنځته کولې او که به تر خیښۍ وروسته د هلک د صورت او سیرت په هکله  د نجلۍ د کورنۍ غړو هر څومره ملاحظات درلودل ګټه به یې نه کوله ځکه چې کار به تر کار تیر وو.