د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مالمو کې د هيواد د علمي، ادبي او فرهنگي شخصيت او تاريخپوه غوث خيبري په وياړ درنه علمي غونډه جوړه شوه

عبدالله احسان 15.09.2011 19:37

د غونډې انځوريز راپور

ليک : عبدالله احسان
انځورونه : عبدالله احسان، نجيب بيابانی

د سويډن د مالمو په ښار کي د فرهنگي ټولنو د ګډې همکارۍ په بنياد د  د روان کال د سپټمبر پر لسمه نېټه د مالمو په ښار کي د افغانستان د پياوړي ليکوال ژرونالست او تاريخپوه ښاغلي غوث خيبري د علمي او ادبي هڅو د وياړ او درناوي په خاطر درنه غونډه جوړه سوه .

په غونډه کي د ښاغلي خيبري د ژوند او کار په اړه دمقالو تر څنګ ، پيغامونو، مشاعرې او ټنګ ټکور ته هم وخت ورکول سوئ وو .

 

ښاغلي حبيب الله غمخور د لومړۍ برخي د چلولو لپاره ځوان ژورناليست او شاعر احمد شاه اعظمي ستيج ته راوغوښت .

 

ورپسې غوث خيبري ،نجيبه سارابياباني ،او حاجي امين باوري د غونډي د مشرتابه پلاوي په توګه دستېج څنګته ور وبلل سول او غونډه  دکمکی منير جان ساپي لخوا دقرانکريم څومبارکو آياتونو په تلاوت او دعا سره په رسمي توګه پيل سوه .

ورپسې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز تنکيو ماشومانو چي خپلي ملي افغاني کالي يې اغوستي وه ، د ګران هيواد ملي سرود وړاندي کړ چي د غونډي ټول برخه وال يې په وياړ ودرېدل .

دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکزدمشر ښاغلي انجينر عزيز مقري د غونډي پرانستونکې وينا واوروله .

وروسته ددوستۍ فرهنګي ټولني مشرحبيب لله غمخور د ښاغلي غوث خيبري دژوند او کار په اړه خبري وکړې ، هغه د خپلو خبرو په ترڅ کي د ارواښاد محمد انور نوميالي هغه خبره ياده کړه چي ويل به يې : پښتانه دي خپل ژوندي تر مرګ مخکي وستايي ، څوک چي مړ سي بيا د ژونديو وير يا ستاينه هغه ته ګټه نلري.

ښاغلي غمخور ددې غونډي د جوړيدو په کار کي يې له خپلو سويډن مېشتو همکارانو د منني تر څنګ له نورو هيوادونو څخه مېلمنو ته مننه او هرکلئ ووايه .

ورپسې دمالمود دهلمی اوکروکسبېک دسيمو د ماشومانو ګروپ په سويډني ژبه په وروسته پاتي هيوادونو او ټوله نړۍ کي د سولي پيغام لرونکي شعرونه او ادبي ټوټې وړاندي کړې ، چي ماشومان په خوږو او معلمه يې (مېرمن فادلې ) دګلو په ګېډۍ ونازوله سوه .

وروسته د راډيو ټلويزيون پخوانۍ کارکوونکي ليکوالي او شاعري ميرمن نجيبه سارا بياباني د ښاغلي غوث خيبري د کاراو ژوند په اړه خبري وکړې ، هغې وويل چي له ښاغلي خيبري صاحب سره يې يو ځای کار کړئ دی او هغه يې خپل استاد وباله.

د يادولو وړ ده چي ميرمن بياباني هم خپله شعر وايي او هم يې د نورو شاعرانو شعرونه  دکلمه کړي دي ، نوموړي د کونډي زوی په مشهور سريال کي د شادګل د مور په رول کي هم کار کړئ دی .

د افغانستان راډيو تلويزيون پخواني وياند او ژورناليست يوسف هيواددوست  په راډيو تلويزيون پر مهال دښاغلي خيبري خدمتونو په اړه مقاله وړاندي کړه ، هغه په يوه برخه کي دغوث خيبري هغه خاطره ياده کړه چي د هسکي شملې په خپرونه کي يې د عجب خان اپريدي دزړه ورتيا ، پښتونولۍ او غوره اخلاقو په اړه خبري کړي وې .

 نوموړي وويل چي غوث خيبري صاحب دپښتنو او بلوڅو د خپروني د چلولو پر مهال ډيري لاسته راوړني لرلې ، د بيلګي په توګه ددې خپروني وخت د ۴۵ دقيقو څخه په تدريجي ډول تر ۸ ساعتونو پوري وغځاوه، د کار اهل کسانو ته د دندو سپارل او د ډيورنډ کرښي ها خوا پوري د هري سيمي اوريدونکو د ښه ترا پوهيدو په خاطر داسي کسان په کار ګمارل چي د سيمو له اصطلاحاتو ، جغرافيايي نومونه او لهجو سره يې اشنايي درلوده .

وروسته د  Persson Cecilia  يوې سويډنۍ شاعري دوه شعرونه وړاندي کړل او ورپسې ځوان هنرمند ښاغلي کبير اميري د افغانستان د ملي راډيو ټلويزیون د ريس ښاغلي زرين انځور مقاله ولوسته :

ددې مقالې په يوه برخه کي راغلي وه چي موږ د ګوتو په شمېر پښتو کيسه ليکوال لرو چي له دوه درې يې حرفوي کيسه ليکوال دي چي يو يې ښاغلی غوث خيبري دی ، نور ليکوال د خپل مسلک تر څنګ په ضمني توګه کیسې هم ليکي . بل ځای ښاغلی انځور وايي : هغه د تاريخ سره ډيره مينه لري ددې ميني پر اساس يې په خپلو کيسو او ناولونو کي د پام وړ کار کړئ دی .

وروسته د افغانستان د راډيو تلويزيون پخواني ژورناليست ښاغلي ولي عبدالله ناروغ په خپلو خبرو کي وويل چي ښاغلی غوث خيبري د استعمار پر ضد هغه بلند پروازه عقاب دئ چي يو وزر يې تاريخ او بل يې هنر دئ ، غوث خيبري د ادب او حماسو په ژبه د خپل هيواد تاريخ ساتلی دی .

نوموړي نيوکه وکړه چي دغسي غونډي بايد د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون له لاري خپريدای خو موږ وينو چي له بده مرغه ملي راډيو تلويزيون په دې ورځو شپو کي څه شي ته وقف سوئ دی چي ښايي اشاره يې د احمدشامسعود لسم تلين ته وه چي يوه اوونۍ پرله پسې يو شمېر ټلويزيوني چينلونه ورته وقف سوي وه . نوموړي وويل چي د مطبوعاتولخوا استخدام سوي مامورين دي ژورناليزم تر خپل ماموريت نه قرباني کوي .

د المان ږغ راډيو وياند ښاغلي نجيب زيارمل له کاناډا څخه دپوهنوال ډاکتر خالق رشيد مقاله ولوسته ، ښاغلي استاد رشيد غوث خيبري د پښتنو په اوسني ادب کي حماسه هستوونکئ سرلارئ بللی دی ، نوموړي وايي غوث خيبري د هندوستان د الاينډيا راډيو پښتو برخي څخه تر کابل راډيو تلويزيون پوري په پخواني هندوستان کي د افغان واکمنو کارنامې د خلکو تر غوږونو پوري ورسولې ، د نوموړي په مقاله کي ويل سوي چي پلورل سوي پښتانه اوس هم نه غواړي د پښتنو د تاريخ په اړه هغه څه ترسره کړي چي بايد ترسره سي .

تر شل دقيقې تفرېح وروسته ددې غونډي په نامه رالېږل سوي پيغامونو برخه ځوان شاعر نيازمحمد پياوړي پر مخ بېوله ، نوموړي وويل :

زموږ ددې پرتمينې غونډې په ادرس يوزيات شمير پيغامونه رارسېدلي چي موږ دوخت دکمښت له امله يوڅوپيغامونه دلته لولواونوروته دمننې په څرگنولوسره وعده ورکوو چي دغونډې په ځانگړې ټولگه کښي به يې له يوه سره چاپ کړو.

له بلجيم څخه د افغان کلتوري بهير مشر ښاغلي حاجي امين باوري دخپلو همکارانو په استازيتوب پيغام واوراوه .

له کاناډا څخه د افغانستان د سياسي چارو څېړونکي او ليکوال ډاکټر نثار احمد صمد پيغام د لراوبر ويبپاڼي مسول عبدالله احسان وړاندي کړ .

له امريکاڅخه دافغانستان د سياسي چارو کارپوه ښاغلي ډاکتر فضل ربي زيرکيا ر پيغام سويډن مېشتي افغان فرهنګپال حاجي حکمت الله حکمت وړاندي کړ .

 له استرالياڅخه د افغان ليکوال او څېړونکي ښاغلي هدايت الله هدايت پيغام ښاغلي حيات گل هجران واوراوه .

له افغانستانه د ښاغلي حبيب وقار پيغام  ځوان شاعر ښاغلي هلمند شيرزاد وړاندي کړ .

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو کميسون د ريس ښاغلي واحد نظري پيغام ځوان شاعر ولايت زدراڼ ولوست .

وروسته د غونډي مشر مېلمه ښاغلي غوث خيبري ته بلنه ورکړه سوه ، نوموړي ډيره خوښي څرګنده کړه چي خپل قام يې درناوئ وکړ ، هغه وويل : ما نور څه ندي کړي ، ما ددې عظيم ولس د تاريخ هغه برخي چي پټي ساتل سوي وې په خپلو کتابونو کي بيان کړي دي . نوموړي وويل :

زه له خدای پاک جل جلاله څخه غواړم چي د مرګ په شېبه مي هم ددې غيرتمند قام په خدمت کي قلم په لاس کي له دې نړۍ ستون سم .نوموړي د خبرو په يوه برخه کي وويل چي موږ په خپل هيواد کي مېشت قومونه د وروڼو په توګه منلي دي خو هغوی زموږ تاريخ او ارزښتونه تحريفوي او مسخ کوي ، زما ارزو داده چي ځوانان اجازه ورنکړي چي څوک يې تاريخ مسخ کړي .

ښاغلي خيبري په داسي حال کي د خپل ولس د تاريخ د مسخ کېدو يادونه کوله چي تر سترګو يې اوښکي رواني وې ، نوموړي په سويډن کي يې د درې ګونو کلتوري ټولنو او د غونډي له برخه والو يې په غونډه کي د برخه اخستني له امله مننه وکړه .

ښاغلي غوث خيبري ته دده دخدمتونو له امله  په سويډن کي د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز لخوا ستاينليک د ښاغلي انجنير عزيز مقري وړاندي کړ .

ميرمن نجيبې صحرابياباني ته  ددې دفرهنگی خدمتونواويوې وتلي مور د وياړ ستاينليک چي ددوستۍ فرهنګی ټولني خوا صادر سوئ و د ښاغلي غوث خيبري لخوا وړاندي سو .

ښاغلي نجيب الله بياباني ته دده دادبي چوپړاوپښتو ناروژي ډيکشينرۍ دجوړېدو اوارياناکلتوري ټولنې ځوان مشر ښاغلي کبير اميري ته  دده دفرهنگی چوپړ ددرناوی په خاطر ددوستۍ فرهنگی ټولنې ځانگړې ډالۍ ښاغلي حبيب الله غمخور ور وسپارلې .

د ماښامنۍ خوړلو لپاره تر څلوېښت دقيقې تفرېح وروسته مشاعره پيل سوه چي ځوان شاعر ولايت خان ځدراڼ مخته بېوله .

اغلي ملغلري حميد ښاغلي غوث خيبري او مېرمن نجيبې سارا بياباني ته د ګولو ګېدۍ وړاندي کړې او بيا يې دخپل پلار  خداي بخښلي حاجي حميدالله حميد يوشعر ولوست .

ولسي شاعر ښاغلي سلام اندړ په خپلو طنزيه شعرونو ټول برخه وال وخندول ، ورپسې د مشال راډيو وياند ځوان شاعر بوريوال کاکړ خوښي وښودل چي له محکوم هيواده ليري يو داسي چاپيريال ويني چي افغاني ماشومان په خپله مورنۍ ژبه د زړه کړو اسانتيا لري ، نوموړي وويل چي ددوی په کلي کي د مشرانو د نه پاملرني له امله اوس هم افغان ماشومانو ته په اردو ژبه تعليم ورکول کيږي .د بوريوال کاکړ يو بيت داسي و: زموږ د کلي د کږدۍ د بدخواهانو محل اور اخستئ ** شاباس اسمانه ، څه داغه دئ څه پرې نور پوري کړه

وروسته نوميالي ژورناليست ولي عبدالله ناروغ ، د افغانستان د سېنما او تياتر تکړه ممثلي ميرمن نجيبې بياباني ، ښاغلي جلال امرخېل د خوږو شعرونو په ويلو سره د کوربه ټولني لخوا په يوه ډالۍ ونازول سو، دغه ډول ښاغليو :بوريوال کاکړ، غفور اميني ، مالک بېکسيار، هلمند شېرزاد، صابر اصيلزي ،ممتاز ارمان ، حيات هجران ، هيواد شيرزاد ،نيازمحمد پياوړي ، ولايت خان ځدراڼ او حاجي امين باوري خپل شعرونه واورول .

ښاغلی سلام خان اندړ

ښاغلی غفور اميني

ښاغلی بوريوال کاکړ

ښاغلی جلال امرخېل

ښاغلی عبدالمالک بېکسيار

ښاغلی ممتاز ارمان

ښاغلی حيات هجران شېرزاد

ښاغلی صابر اصيلزی

ښاغلی هلمند شيرزاد

ښاغلی ولايت خان ځدران

تر يوې لنډي تفرېح وروسته د موسيقۍ په پروګرام کي ځوانو سندرغاړو ښاغلي ادريس دراني او کبير اميري برخه واخيسته .

د تنکيو ماشومانو په ګډون د ځوانانو پرله پسې تاوده اتڼونه وسوه او په دې توګه د ښاغلي غوث خيبري په وياړ ستاينغونډه چي د ماپښين پر دوې بجې جوړه سوې وه ، په نيمه شپه په ګران افغانستان کي د سولي او نېکمرغۍ په دعا سره پای ته ورسېده .