د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پر بېنوا بنديز د بيان له ازادۍ څخه د ډار معنا لري (عبدالله احسان)

عبدالله احسان 01.10.2010 08:12

بېنوا ويبپاڼه د هغه وزارت لخوا تړل سوې، چي د بيان د ازادۍ په معنا تر نورو ښه پوهيږي ، د کلتور تر څنګ يې زياتره سرو کار له ډله ايزو رسنيو سره وي او ولس ته د هغوی د ژوند د بېلابېلو برخو په اړه د معلوماتو وړاندي کولو ، کلتوري خدمتونو او دې ته ورته نورو برخو د پياوړي کولو او په ټولو يادو سوو برخو کي د استعدادونو د روزلو او هڅولو مستقيم مسئوليت او دنده لري.
د افغانستان غوندي په يوه بې لاسه او بې پښو هيواد کي چي تازه زېږېدلي رسنۍ يې هم لکه د نورو ټولو برخو غوندي لا تر اوسه پر پښو درېدلي ندي او خاپوړي کوي، په افغانستان کي پر بېنوا ويبپاڼي د بنديز پرېکړه او عملي کيدل داسي ښکاري لکه يو تازه نيالګی چي باغوان يې د پاملرني او پر وخت اوبَولو پر ځای له بېخه راوباسي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارات څخه داسي تمه کېده چي په دې جګړه ځپلي هيواد کي خپل ولس ته د ټوپک پر ځای د قلم او پوهي کلتور ور وښيي او د تشدد پر ځای يې سوال، جواب او پوهاوي ته رهنمايي کړي .

د لويي څارنوالۍ څخه مو تمه وه چي د هغو کسانو سره به حساب کتاب وکړي، چي هم يې زموږ ګران هيواد د تيرو دريو لسيزو په جريان کي ويجاړ کړی دی او هم د سلګونو زرو بېګنا هيوادوالو د وژنو ، لوټ تالان او ورانيو مسولين دي او هم نن د خپل پراخ اداري فساد له امله زما د ماشوم د ښوونځي او کتاب ، زما د ناروغ د روغتون او درملو او زما د بېوزلو هيوادوالو سره د نړيوالو د مرستو له پيسو ځانونو ته د نړۍ ښکلي ودانۍ جوړوي او ددې مظلوم ملت سره د نړيوالو لخوا د مرستو په پيسو شخصي سوداګرۍ کوي . خو له بده مرغه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ولس د هيلو پر خلاف د یوې داسي رسنۍ د بنديدو وړانديز وکړ چي د بنديدو پر ځای يې کارکوونکو تشويق، همکارۍ او هيواد ته د خدمت په لاره کي لاسنيوي ته اړتیا درلوده .

لويي څارنوالۍ بېله پوښتني ګروېږني او (د معمول خلاف) بېله ځنډه د دې امر د عملي کېدو حکم صادر کړ، چي له بده مرغه د مخابراتو وزارت هم د خپلو نورو کارونو په پرتله مهم وباله او عملي کېدو ته يې د لومړيتوب حق ورکړ.

دا چي د دې ټولو تر شا د چا لاس دی او دا څوک وو، چي افغان ولس يې د بيان د ازادۍ د بڼ ددې درختي له سايې څخه بې برخي کړ؟ دا به د وخت په تيريدو سره څرګنده سي. خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او لويي څارنوالۍ دواړو په دې کار سره د بېنوا ويبپاڼي د چلوونکي او همکارانو د هڅو او شپږکلن کلتوري خدمت په مقابل کي د افغانستان اساسي قانون او د مطبوعاتو قانون پر خلاف عمل وکړ، پر خپلواکو رسنيو بنديز ، د ژورناليستانو سره د مرګ تر بريده ناوړه سلوک، د رسنيو تر منځ د مور او ميرې غوندي چلند او دې ته ورته کړني په فساد کي د ډيري ښکېلتيا او بيان له ازادۍ څخه د ډار معنا لري .

په پای کي د افغانستان له ولسمشر ښاغلي حامدکرزي، لوی څارنوال محمداسحق الکو او مشرانو جرګې له مشر جهادي شخصيت حضرت صبغت الله مجددي څخه په درناوي هيله کوو، چي په افغانستان کي د بېنوا ويبپاڼي د مينه والو پر مخ ددې پاڼي بنديز ليري کړي او پرېنږدي چي د هيواد دښمنان مو ځوان نسل په لوی لاس له پوهي، ليک لوست او قلم څخه محروم او د ټوپک و خواته ور ټېل وهي .