د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په زړه مې ته وې خدای رانکړې کتاب ته یوه لنډه کتنه

شیرین اغا جهانګیر 01.06.2011 13:03

ټپیزه په پښتو ادبیاتو کې یو نوی ژانر دی. که څه هم ټپیزه د ټپې رنګ او خوند لري، مګر بیا هم دغه ژانر د پښتو شاعرانو او ادیبانو په زیاته هڅه او نوښت سره رامنځ ته شوی دی.
دومره ډېره موده ونه شوه چې ټپېزې را زیږیدلي دي، مګر بیا هم ټپیزه ډیر زر ځوانه شوه او د کمال تر حده ورسېده. په دې برخه کې تر اوسه پورې ډېری شاعرانو خپل قلم ازمویلی دی. مګر زه په ډېر ډاډ سره ویلی شم چې له دې جملې څخه ډېر لږ يې په ډې وتوانیدل چې بریالي او له هر اړخه پوره ټپیزې راوزیږوي.
په غالب ګمان سره په دې برخه کې لومړنی کتاب د ښاغلي حیران و، ورپسې ښاغلي رحیم الله ارماني خپل " لیونۍ لاړه کلی وران شو" د ټپیزو ټولګه خپلو مینوالو ته وړاندې کړله. او دادې له هغې نه دومره دېر وخت نه دې تېر شوی چې " په زړه مې ته وې خدای رانکړې" د پښتو ادب د مینوالو تر لاسه ورسېده.
دغه کتاب په همدې اونۍ کې د ختیځ خپرندوې ټولنې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر په ډېر ښکلي صحافت سره چاپ کړی دی. په کتاب کې په سریزو سربیېره د شاعر ۱۶۵ ټپيزي ځای په ځای شوي دي.
ددغه کتاب لیکوال ډېر ځوان دی. دومره ځوان دی چې ددا ډول نوښت طمع ترې نشي کیدای، مګر د هغه د نامه غوندې هغه هم یو هڅاند ځوان دی، هغه په ډېر کم وخت او کم عمر کې وکولای شو چې خپل لومړی ادبي اثر خپلو مینوالو ته وړاندې کړي. راځې چې ددې کتاب ویناوال په لنډه توګه وپيژنو!
"ځوان اوهڅاند شاعر، بختيار تلاش له نن څخه ١٩ کاله وړاندي د کامې ولسوالۍ د ارباپانو په قريې کې د ميرغلام تلاش په کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستې.
ښاغلى تلاش اوس مهال د عبدالوکيل په عالي لېسه کې خپل وروستى ښوونيز کال تېروي.
نوموړي له کوچينوالي له شعر او شاعرۍ سره مينه درلوده،چې دادې په دې کار سره کامياب وځلېد او وتوانېد چې دخپل ذهن له تاترې د خپل قلم په واسطه جادوګر لفظونه سره وپيي او د شعرله پرښتې سره ځان ملګرې کړي.
بختيار تلا ش وکولى شول چې،په ډېر کم عمر کې د شاعرۍ او ليکنو تر څنګ په ١٣٨٧ لمريز کال کې دننګرهارفرهنګي مرکز (ميديوتيک) کي د مسلکي ژورنالېزم لس مياشتني دوره پاي ته ورسوي او په صفاراډيوکې دراډيويي خپرونو يوتکړه ايډيټر او وياند شي.
د ټپيزو دغه ټولګه (( په زړه مې ته وې خداى را نه کړې)) د هغه لومړى چاپي اثر دى.
ښاغلى تلاش له خپل ځانه سره ډېر څه لري،چې ډېر ژر به هغه هم د خپلو مينه والو په واک کې ورکړي."
تلاش کتاب په ډېرو هنري الفاظو سره داسې ډالۍ کوي:
د خپل ژوند تلپاتي درد او تلپاتې مينې ته!

شاعر دې کړم،غزل او له ټپې سره اشنا شوم
زما هر بيت کې ته يې په ټپه دې يــــــــــــادوم

په دغه کتاب باندې تکړه شاعرانو او ليکوالانو هر يو ګل رحمان رحماني، سيد عبد الله نظامي او نقيب احمد اتل سريزې ليکلي دي. د بختيار تلاش په هکله ګل رحمان رحماني ليکي:"
.
بختيارتلاش هم دنوي نسل له ځوانو شاعرانو څخه دی چې تر دې دمه يې ښکلې شاعري کړې ده او په دې وروستيو کې يې ټپيزو ته هم مخه کړې ده ،دده دغه ټپيزې ما دراډيو په بېلابېلو خپرونو کې هم له همکارانو اورېدلې وې او خوند يې راکړی وو اوس يې چې خپله ټولګه دکتلو او څه ليکلو له پاره را وسپارله نو ټولې ټپيزې مې يې په ژور نظر وکتلې چې ډېرې يې ښکلې او دهغه خپلې دي ياني ټپې او ټپيزې يې دواړه خپلې دي چې دولسي رنګ تر څنګ مسته شاعرانه ښکلا لري او زړه ته دبل هر ولسي اثر په څېر په اسانۍ لاره کوې چې داخپله دتلاش هنر راپه ګوته کوي .
مسافري مه کړه جــــــــانانه
عبس خواري مه کړه جانانه
چاته زاري مه کړه جــــــانانه
راځه سختي مه کړه جـانانه
مينه به کړو خداى به روزي رارسوينه
پورتنۍ دواړه ښکلې دي او دشاعرانه ښکلا ترڅنګ ولسي رنګ هم لري زما په فکر دغه دواړه تپيزو ته ټپې خپله شاعر ليکلې ځکه کومې مشهورې ټپې نه دي .
دتلاش صيب په دغه ټولګه کې ګڼې ټپيزې خپله شاعر ليکلې او ډېرې کمې يې داسې دي چې په پخوانيو مشهورو ټپو پورې ليکل شوې دي او ددغه ټولګې په بېلابېلو پاڼو کې راغلې دي خو ګڼې يې دشاعرانه ښکلا ګانو او نزاکتونو نه ډکې دي دغه بېلګه به په ګډه سره ولولو :
په زړه مې ډېر ګلونه شنـــــه دي
زړه کې مې پټ دي هغه ښه دي
زما او ستا تر منځه څـــــــــه دي
نور خو يې هېڅ ويلي نـــــــه دي
دا ستا پېغور يې را کاوه په ژړا شومه"
سيد عبدالله نظامي چې د تلاش شاعري يې لولستې او په ځانګړې توګه د تلاش ټولې ټپيزې يې د هغه له خولې اوریدلی، د ده د شاعرۍ او ټپیزو په هکله وايي:" زه چې د ژوند درنګينيو په لټه تږې وګرځم،ستړى راشم او دمه ځاى پيداکړم؛نو خيال مې داسې انځورونه رامخې ته کړي چې،د زړګي ورانې کروندې مې خړوب شي اوتنده مې ماته شي،خو دغه خيالونه مې بيا کله کله دومره وزوروي چې،سهار او ماښام رانه هېر وي؛نو ددې غم لړلي ژوند سره بيا څه چل کوم؟
هغه داسې چې خپل همزولي ياران راټولوم او د زړه درد پرې وېشم،پوهېږئ! چې دغه درد په څه کمېږي؟
زه دخپل بنډار له ملګرو يو څو ګامه لېرې ووتم،هغوى ته مې هم غږ رسيږي؛خو دلته مې هم د خپل ځان په څېر د چا سره يارانې ته زړه وو چې،زما د زړه خبرې واوري او زه يې هم د هنر په جامو سينګار ملغلرې واورم،که د ښار هم وي خو چې د کلي خوى ولري،دغه لټون مې په انتظار کې ډېر پرېښودم هماغسې وه،په همدې خوى مې خپل يو همزولى پيدا کړ او وروسته په دې پوه شوم چې،زما له تندې د هغه تلوسه ډېره وه،بختيار يادوم،له کله چې مې ورسره وپېژندل تشريفات مو له منځه لاړل،د ښار په منځ کې مو لکه د کلي په نيمه شپه کيسې کولې او کرۍ شپه مو په غزلو او لنډيو روڼوله،د بختيار ذوق د ښه شاعر وو او همداسې دى،زما مينه د غزل سره ډېره وه؛خو د پښتو لنډۍ مې هم تر هر څه ډېره خوښېده اوس بختيار تلاش د لنډيو په بازار ورګډولم او چې به سره مخامخ شو راته به يې خپله ټپيزه ويله او له مابه يې هم د ټپې غوښتنه کوله،زه د ادبياتو مسلکي نه يم،ځکه خو مې هغه ته د ښې او بدې مشوره نه ورکوله.
د تلاش په هره ټپيزه د يوه ښه غزل تنده ماتېداى شي او هغه نيم بيتي چې دى پرې تر لنډۍ پورې غزونې کوي،له لنډيو کم نه وي،زه يې د زړه ژباړنه،نه کوم چې د تلاش په زړه څه وو چې،خداى ورنه کړل،خو په دې خبر يم،چې ارمان يې خوږ دى،ښکلى دى او په دى ارزي چې يو څوک دې پرې شوګيري وکړي،زه دشاعرۍ په تخنيکي اړخ نه غږېږم ټپيزه راته نوى ډول ښکاري او دغه ډول کې بختيار خوږه او په تول تللى شاعري کړې ده، همدومره وايم چې بختيار ښکلى دى نو شاعري به يې خود ښکلې وي په اخره کې تلاش ته يوه ښکلې ټپه ډالۍ کومه ن نور؛نو د تلاش د نورو برياوو په هيله.
عمر چې تېر شي اشنا هېر شي ستا دې قسم وي،چې ما هېر نه کړې مينه"
نقيب احمد اتل له ډېرو نور خبرو سره سره وايي" بختيار تلاش دې له مرګي هېرشي چې ده هم د خپل فن پيل له همدې لارې وکړ چې د خپل زړه غوټې يې د ټپيزو په بڼه راوسپړلې او د خوشال بابا په څېر يې خپلې مينې ته ناره کړه چې: ((په زړه مې ته وې خدای رانه کړې )) ښاغلي تلاش تر ډېره هڅه کړې چې د خپلو ټپيزو لپاره په خپله نوې لنډۍ هم وليکي،خو د پښتو ژبې زړې او مشهورې ټيکۍ يې هم له پامه نه دي غورځولي،همداراز تلاش د ټپيزو په ځينو نيم بيتيو کې ځای ځای خپل تخلص هم راوړی چې دا د نوموړي هنر ښه څرګندوي لکه:
هر يو ارمان مې راته ياد شــــــــــــــــي
ژوندون مې ستا مخکې برباد شــــي
اوس به مې څنګه زړګى ښادشــــــــي
چې په ژړا او په فرياد شــــــــــــــــــــــــي
تلاش ته وايم چې زړه صبر کــــــــــړي مينه
که په ټوله کې ووايم د ښاغلي تلاش دغه تلاش د ستاينې وړ دی چې په لومړي ځل يې د ټپيز ليکلو هوډ وکړ، که په ځينو ځايونو کې نيمګړتياوې لري،نو تر ډېره يې بيا ټپيزې ښکلې هم دي."
په پای کې زه کولای شم ووايم چې دا ټولګه د پښتو ادب په بڼ کې د نورو ګلونو تر څنګ يوبل ښکلی ګل و چې وغوړېدو. زه په پای کې د تلاش ددې لاس ته راوړنې مبارکي پښتو او پښتنو ته وايم. خدای دې وکړي چې دا اثر د تلاش لومړی شي خو ورستۍ نه.
د هغه د لا برياليتوب په هيله
شيرين اغا جهانګير
د صفا راډيو اداره
جلالکوټ
۱ جون ۲۰۱۱
۱۱ غبرګولی ۱۳۹۰