د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ماتې نه زغمل، یوه کلتوري نیمګړتیا

شیرین اغا جهانګیر 29.09.2010 10:37

له دې سره سره چې افغاني کلتور له ښېګڼو ډک دی او د نړۍ د غوره کلتورونو په لومړي لیکه کې راځي، ځني نیمګړتیاوې هم لري. کېدای شي چې زما دغه خبره د ځینو خلکو خوښه نشي،  مګر نیمګړتیا باید پټې پاتې نشي، باید په ګوته يې کړو.

د ډېرو نورو نېمګړیتا سره سره  چې زمونږ په ټولنه کې وجود لري، خو یوه ستره نیمګړتیا  د خپلې ماتې نه منل دي، او منل يې یو ډول عیب انګیرل کیږي. زمونږ ټولنه یو له هغو ټولنو څخه ده چې هیڅکله يې وګړي د خپلې ماتې منلو ته غاړه نږدي. که څه هم هغه څوک چې مات شوی وي، په خپله به هم په دې پوهیږي چې هغه مات شوی دی، مګر هغه بې ځایه غرور چې زمونږ ذهنونه يې اشغال کړي دي، مونږ ته دا اجازه نه راکوي چې خپله ماتې ومنو. د خپلې ماتې منل راته یو ډول عیب ښکاري. ګمان کوو چې که خپله ماتې ومنو، شاید په ټولنه کې زمونږ موقف او درناوي ته زیان ورسوي.

که نورې نړۍ ته پام وکړو، هلته بیا دغه دود ډیر عالي دی. هلته مات شوي په ډیر ورین تندي د خپلې ماتې منلو ته غاړه ږدي. که ماتې يې د لوبو، سیاست، ژوند او یا نورو سیالیو کې وي، په ډیر ورین تندي خپل سیال ته مبارکي ورکوي. له هغه سره غاړه وځي او ورته مسکی کیږي. په دې ډول مات شوی کس دوه ګټې کوي. یو داچې خپل سیال ته دا ښيي چې دی ورسره یواځې په سیالیو کې رقابت کولو، دا چې مات شوی دی، نور نو کومه ستونزه له خپل سیال نه لري. دغه سیالي او په دې سیالۍ کې ماته د ده د وروستۍ موخه نه ده.

 بله دا چې د خپلې ماتې په منلو سره دی خپل روح ته تسکین هم ورکوي. نه پرېږدي چې ذهن يې ورته بې ځایه وسوسې وخوري. په دې فکر کې وي چې څنګه دغه ماتې جبران کړي او بریالی شي.

زمونږ په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو تعلیمي بنسوټونو کې کله چې یو زده کوونکی او یا زدکړیال پاتې راځي، هیڅکله نه وايي چې ستونزه چېرته وه. هیڅکه دا نه وايي چې ده کوښښ ندی کړې، ده درس ندی ویلی، ده خپل وخت بې ځایه لګولی دی.

د هر ناکام زدکوونکي او زدکړیال په خوله کې همدا یوه خبره وي چې:" استاد زما نمرې کمې کړي دي. استاد راسره قصد لري" .

 

د لوبو په پایلو کې هم همدا حال وي. هر بایلونکی لوبغاړی د خپلې ماتې د پټولو لپاره بېلابېلې بهانې لټوي. کوښښ کوي چې خپله ماتې په یو ډول نه یو ډول پټه کړي او خلکو ته وښايي چې له ده سره درغلي شوېده. وايي:"  نفري راسره غلطي وکړه، پښه مې خوږېده....".

د سیاست ډګر هم همداسې بوله. کله چې ټولټاکنې ترسره شي، په همدې اوله ورځ نوماندانو ته د هغو په ګټه د کارول شوو رایو شمېره لاس ته ورځي. له همدې ورځې نه بریالي نوماندان چپ پاتې کیږي، مګر هغه نوماندان چې ماتې يې خوړلې وي، کوښښ کوي چې خلکو ته داسې وښايي چې دی بریالی دی. یا خو په لومړي ورځ په بریالیو نوماندانو تورنه لږوي،  د درغلیو خبرې کوي او ګیلې  مانې شروع کوي.

ځني بیا داسې وي چې هغوي د خپلو رایو شمیره ډیره زیاته ښيي، هغه ددې لپاره چې کله پایلې اعلان شي، بیا دې وکولای شي چې خلکو ته بهانه وړاندې کړي او ووايي چې ده خو ګواکې زیاته رایه ګټلې وه، له ده سره درغلي وشوه، رایه يې ورکه شوه، نورو نوماندانو پيسې ورکړې....

په عادي ژوند کې هم همداسې ده. انسان د سهوې او خطا سره مخ کیږي. بریالي هغه دي چې خپلې نیمګړتیاوې ومنې او د اصلاح په فکر کې شي. مګر دلته بیا خبره بل ډول ده. دلته نه یواځې داچې خپل نیمګړیتا نه منل کیږي، بلکه په هغه چا انتقادونه هم کیږي چې ورته يې نیمګړتیا په ګوته کړي.

پښتو متل دی چې خپل عیب د ولو منځ وي، خپل د ولو منځ چاته نه ښکاري. یوه غوره وینا ده چې وايي:" ناکامي د کامیابیو مور ده" رښتیا خبره ده چې هره نیمګړتیا د ژوند یوه ستره تجربه ده، په دې شرط چې بیا تکرار نشي. بریالي انسانان هر وخت د خپلو نیمګړتیا او د خپلې ماتې منلو ته تیار وي. همدا سبب وي چې دوي ددې پرځای چې خپل ذهن په بې ځایه فکر او کینې کولو مشوش کړي، د خپل ځان د اصلاح په فکر کې وي. همدا سبب دی چې نور ملتونه ورځ تربلې د بریالیتوب پر لور ګامونه اخلي. په دې هیله چې د ماتې د منلو فرهنګ زمونږ په ټولنه کې عام شي .