د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دماشوم دشخصیت په وده کې دکیسې ونډه

شرف الدین عظیمي 29.01.2011 10:48

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

موخه
له دې لیکنې څخه موخه داده چې موږ له کیسې، د کیسې له ویلو او د ماشوم د شخصیت په وده کې د کیسې د ونډې په اړه له کورنیو او د ماشوم د روزنې له مسوولینو سره خپل مالومات شریک کړو او وکولای شو څېړوونکو او مسوولینو ته د لا نورو څېړنو او مطالعې انګېزه پيدا کړو نو اوس به راشو دیته چې کیسه څه ده.
کیسه څه ده؟
د کېسۍ په اړه کیدای شي د ادبیاتو د برخې کارپوهان او د فرهنګي چارو مینه وال بېلابېل نظرونه او تعریفونه ولري خو د هغو یادول به ددې مقالې له حوصلې بهر وي.
کیسه په پښتو ژبه کې له لغوي اړخه قصه، نکل، مواسه، ناول او داستان مانا کیږي(۱)
په دري ژبه کې سرګذشت، حکایت او له تېر څخه یو ذهني انځور اخیستلو ته وايي.(۲)
روان پوهان، ټولنپوهان، او د ښوونې او روزنې د برخې کارپوهان وايي:
"کیسه د ماشوم د ښوونې او روزنې لپاره یوه تر ټولو جالبه او ښه وسیله ده، کیسه یوه تېره شوې تجربه او پېښه ده چې ماشوم یې اورېدلوته ډېره لیوالتیا لري، کیسه هغه نامستقیمه ښوونه ده چې ماشوم نوښت، تخیل او فکر کولو ته اړباسي". (۳)
همدا راز کارپوهان وايي چې د نامستقیمې ښوونې اغېزه نظر مستقیمې ښوونې ته ډېره او تل پاتې وي.
کیسه د ماشوم د شخصیت په وده کې څومره اهمیت لري؟
کیسه او داستان د ماشوم د شخصیت په وده او تکوین کې خورا ونډه لري. زړور توب، غوڅتوب، بشر دوستي، امیدواري، ازاد فکري، حق پالنه، ځوانمردي، استقامت، د ظلم پر وړاندې درېدل او داسې نور ډېر ارزښتونه شته چې د ډېرو کیسو او داستانونو مرکزي خبرې همدغه پیغامونه وي.
کیسې او نکلونه نه یوازې دا چې د ماشوم لپاره یو رواني او اورېدونکی محرک دی، بلکې د ماشومانو په ژوند کې خورا اغېزه لري، دا به زموږ ټولو په یاد وي، چې میندو، نیا او د کورنیو لویانو زموږ د خوښولو، ویده کولو او یا هم د ژمي د اوږدو شپو د لنډولو لپاره کیسې او نکلونه کول تاسو فکر وکړﺉ همدا اوس به مو هم ځینې پخوانۍ او د کوچنیوالي کیسې در په زړه شي، ډېر داسې ماشومان شته چې خپل ایډیال شخصیتونه یې له هماغو کیسو او نکلونو غوره کړي او راتولونکې یې هم د هماغو شخصیتونو یا د کیسو او نکلونو د قهرمانانو په څېر شوي دي.
یو مشهور روان پوه زیکمونت فروید وايي:" انسان ډېر له خپل ماشومتوب څخه اغېزمن وي او هر هغه څه چې په لوینې یې تر سره کوي انګېزه یا لامل یې له ماشوم سره له هماغه کوچنیوالي مله وي او کله چې بلوغ ته رسیږي یا غټیږي نو د فروید په خبره ځان ترې خالي (هوسا) کوي".
"کیسه د شخصیت ټولې سطحې بیانوي، کیسه ماشوم ته د پوهې او عقل د لېږدولو لپاره یوه ښه طریقه ده، کیسې او نکلونه نوي نسل ته د تېر نسل د ورپېژندلو یو پخوانی او زوړ دود دی، کیسه د ادبیاتو یوه برخه ده، چې موږ خپلو تېرو تفسیرونو او تعبیرونو ته بیايي، که څه هم کیسه خوښوونکې، بوختوونکې او نمايشي بڼه لري خو ښه خبره په کیسه کې داده چې پیغام په ډېره ښه او په زړه پورې ډول لېږدوي.
کیسې د انسانانو د زړونو په تارونو پورې ځانګي او ډېره ځله داسې پېښه شوې چې د کیسې ویوونکی او یا لیکونکی هېر شوی، خو کیسه لا په هماغه خپله بڼه پاتې شوې او پیغام یې په ذهنونو او خاطرو کې تل پاتې وي. موږ متمدنه انسانان سره له دې چې د ټیکنالوژۍ په پېر کې ژوند کوو خو بیا هم له ژونده خوښ نه یو او دا اړتیا لېدل کیږي، چې د تېرو انسانانو کیسې واورو او یادونه یې راژوندي کړو". (۳)
ډېری میندې او پلرونه په دې باور دي چې ماشومان یې هیڅ شي ته پاملرنه نه کوي او اړتیا نشته چې له ماشوم سره خبرې یا کیسې وشي دا په داسې حال که ده، چې د ماشوم ماغزه زده کړې او جذب ته تر بل هر پړاو ډېر تیار او چمتو وي او دا خوښوي چې د خپلې مور او خپل پلار غږ واوري. نو میندې او پلرونه مسؤلیت لري چې خپل ماشومان دبېلابېلو مسایلو په اړوند د کیسې او یا په بله مانا د خبرو له لارې پوه کړي دې خبرې ته مو پام وي چې کله مو ماشوم خبرې کولې خبرې یې ورپرې نه کړﺉ آن که ماشوم کلیمې او جملې غلطې هم تلفظ کړې، زموږ هڅه باید دا وي چې د ماشوم له عمر، جنس او شخصیت سره سم چلند وکړو ځکه چې وروستۍ شوې څېړنې په څرګند ډول ښیي، چې له ماشوم سره خبرې باید د ماشوم په ژبه وشي. ځکه چې د ماشوم له پیدایښته څو اوونۍ وروسته د ماشوم پنځه ګونه حواس له تعامل او غبرګون څخه برخمن کیږي نو اړینه ده، چې د ماشوم د جامو رنګ، هغه رسمونه چې ګرځنده وي او یا هغه څه چې انځور ولري، کوم خواړه چې ماشوم خوښوي او کوم غږ چې ښه ورته ښکاري ماشوم ته چمتو او تیار کړی دا په دې خاطر، چې ماشوم هم اوري، ګوري، خوند اخلي، د لامسې حس یې فعاله وي او هرڅه بویوی هم شي.(۴)
ماشوم ته ویونکې او لوستونکې کیسه باید لاندینۍ ځانګړنې ولري:
د کیسې کتابونه باید رنګه، په غټو تورو، ښه کاغذ او انځورونو ښکلي وي، دا کتابونه باید د ماشوم په ژبه ولیکل شي، د کیسې د ویلو په وخت کې باید غږ زیر او بم شي، ځکه چې په یوه کیسه کې بېلابېل لوبغاړي(کرکټرونه) لوبیږي نو له کرکټر سره غږ هم توپیر مومي، د کیسې په ویلو کې باید خپل احساس، عواطف او لهجې ته بدلون ورکړو، د کیسې لپاره تر ټولو ښه وخت شپه ده کوم، چې ماشوم پرته له سر او مخ ټول ځان په بړستن کې پټ کړی وي، خو ځینې روان پوهان د کیسې د ویلو لپاره وخت نه ټاکي، وايي چې په دې برخه کې هم باید له ماشوم څخه پوښتنه وشي چې څه وخت غواړي کیسه واوري.
"کیسه باید له ۱۵ دقیقو څخه ډېره اوږده نه شي ځکه چې ماشوم ترې ستړی کیږي او خدای مکړه بیابه لنډې کیسې هم نه اوري. کیسه باید په دوستانه ډول وویل شي ځکه چې له یوې مخې ماشوم ستاسو له پاملرنې خوښيږي او له بل لوري یې کیسې ته لیوالتیا ډېرېږي او هڅه کوي چې کیسه تر پایه واوري.
یو بل اړین ټکی په کیسه کې دادی، چې د کیسې په پای کې د کیسې د پیغام ویل ښه پایله نه لري ځکه چې پيغام ویل نامستقیمه ښوونه په مستقیمه ښوونه اړوي او په دې ډول یې اغېزه راټیټوي، نو ښه به داوي، چې پایله خپله ماشوم ته پرېږدو.
د کیسې د لوستلو پر مهال باید په پام کې ولرو چې د کتاب د لیکوال یا خپرونکي په اړه پوره مالومات ولرو او د نظر له خاوندانو څخه مشوره پرې واخلو ځکه، چې په پټو سترګو کار هیڅ کله ښه پایله نه لري، د کیسې ټاکنه باید خپله ماشوم ته ورکړو چې کومه کیسه خوښوي، د کیسې په لوستلو کې باید ماشوم د کیسې د شخصیتونو په توپیرولو کې بریالی شي".(۵)
ځینې وخت ماشومان د کیسو تکرار غواړي نو ډاریږی مه، هر هغه کیسه چې ماشوم یې خوښوي او بیا یې ویل غواړي ورته ېې ووایاست. په دې کې هم لوی اهمیت دی ځکه، چې هغه د ماشوم ټاکنه ده.
"د کیسې اتل باید له ستونزو ووتلی شي یانې ماته ونه خوري او مثبته ونډه ولري.
د کیسې پېښې باید پرله پسې او منطقي وي په دې اړه ځینې روان پوهان وايي چې ماشوم یو تخیلي موجود دی نو ماشوم ته اړوند موضوعات هم باید تخیلي وواسی
د کیسې یا داستان ژبه باید ساده او عام فهمه وواسي چې ماشوم یې د تقلید لپاره درک کړي او ښه پرې پوه شي په دې اړوند مولانا بلخي وايي:
چون با کودک سرو کارت فتاد
پس زبان کودکی باید گوشاد
کیسه کې یاد شوي موضوعات باید محسوس وي، ځکه چې ماشوم له معقولو او معنوي مسایل څخه ښه جذب نه شي کولی او سم نه پرې پوهیږي، کیسه باید خاطرې، فکرونه، ګټورې او نوې تجربې ماشومانو ته الهام کړي، کیسه باید عاطفي رنګ ولري او بېلابېل هیجانونه په ماشوم کې راوپاروي، کیسه باید معما ګانې ولري، خو داسې معماګانې چې حل یې اسانه وي او ماشوم ستړی نه کړي، کیسه باید په زړپورې او ښه عنوان یا سرلیک ولري".(۶)
کیسه په ځانګړې ډول د ماشوم د شخصیت په وده کې څومره ګټوره ده؟
"کیسه د ماشوم د بیان او خبرو ځواک سره مرسته کوي.
کیسه د ماشوم د عواطفو په رغولو او پياوړي کولو کې یوه ښه وسیله ده.
کیسه د ماشوم د فکر ځواک ډېروي.
کیسه د تخیل روحیه په ماشوم کې پياوړې کوي او تخیل د نوښت تر ټولو ښه زمینه ګرځېدی شي.
کیسه د نوښت، ابتکار، خلاقیت او ابداع قوه په ماشوم کې ژوندۍ کوي.
د کیسې په وسیله کولای شو ماشوم له خپل فرهنګ، ادبیاتو او تاریخ سره بلد کړو".(۷)
ادب پوهان وايي، چې په کیسه کې پیام په ډېره ښه توګه لېږدول کیږي او ددې خبرې دلیل روان پوهان د کیسې د پيغام نامستقیم والی ښيي.
کیسه ماشوم ته د ټولنیزتوب روحیه ورکوي او یو ټولنیز شخصیت ترې جوړوي، او د کیسې ټولنېزه ګټه داده چې کولای شي ټولنیز ارزښتونه او قوانین له یوه نسل څخه بل نسل ته ولېږدوي.
د روغتیایي او رواني چارو کاروپوهان په دې نظر دي، چې که موږ غواړو د ماشوم په خوب کې اختلال پیدا نشي، نارامه خوب ونه لري او بې خوبه نشي نو کورنۍ له خوب څخه وړاندې ماشوم ته کیسې او اللولو ووايي.
"ماشوم له کیسې څخه کولای شي له خپل چاپېریال سره اشنا شي.
کیسه له ماشوم سره مرسته کوي چې په کیسه کې د کرکټرونو ترمنځ اړيکي درک او په خپل ژوند کې کټه ترې واخلي.
کیسه د ماشوم فکري تمرکز ته ځواک ورکوي او پاملرنه یا دقت یې پورته بیايي.
د کیسې ویل او اورېدل ددې لامل ګرځي چې ماشوم هر هغه څه چې له کیسې اوري په عملي ژوند کې تجربه کړي.
د ښوونې او روزنې کارپوهان وايي چې کیسه د تدریس یوه ښه میتود دی چې ښوونکي د لوست او تدریس په وخت کې د درس د په زړه پورې کولو او جالبولو لپاره ګټه ترې اخېستلی شي.
کیسه کې ماشوم د لویانو له احساساتو، عواطفو او اندود سره اشنا کیږي.
کیسه کولای شي ماشوم له ډېرو نویو کلیمو او جملو سره اشنا او د لغاتو زېرمه یې ډېره کړي، چې کیدای شي په ورځنیو خبرو اترو کې د ماشوم د چاپېریال لویان او ماشومان هېڅکله هغه ونه کاروي او دا خبره کولای شي له ماشوم سره د ژبې په زده کړه کې خورا مرسته وکړي.
د کیسې له لارې کولای شو د ماشوم عاطفي، ټولنیزه، کلامي او ذهني وده کې مرسته وکړو". (۸)
"کیسه په ماشوم کې د غوږ نیولو احساس پیدا کوي او دا احساس پیاوړی کوي.
کیسه ماشوم سره مرسته کوي چې حقپاله او حق غوښتوونکی شي.
له کیسې څخه ماشوم په تخیلي ډول هڅول کېږي او یو فعالیت ترسره کوي.
د کیسو او داستانونو په وسیله په ماشوم کې پر نفس د اعتماد ځواک ډېرېږي او پر ځان باور پیدا کوي.
کیسه کولای شي په ماشوم کې مثبتې انګېزې پیاوړې او را پیدا کړي.
کیسه ماشوم ته دا ورزده کوي چې له ستونزو او کړاونو سره څنګه مخامخ شي اود حل د لارې لټول زده کړي".(۹)
نو په دې ترتیب سره کیسه نه یوازې دا چې بې ګټې نه ده بلکې د ماشوم په معنوي وده کې خورا ارزښمنه ونډه لري، نو راځﺉ چې خپلو ماشومانو ته د خپلو تللو اتلانو، سرښندوونکو او نابغو کیسې وکړو، چې د نوموړو له شخصیتونو، سرښندنو، بریالیتوبونو او کارنامو څخه متاثره شي او پاتې خبرې، نصیحتونه او وصیتونه یې په راتلونکې ژوند کې پلي او ټولنې ته ښه زیری او بریالیتوب شي.

ماخذونه:
۱- مشواڼی، عبدالقیوم زاهد، زاهد پښتوـ پښتو سیند، ۱۳۸۵ل کال، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور، مخ۸۴۶.
۲- انصاف پور، غلام رضا، کامل فرهنګ فارسی، ۱۳۸۴هـ شـ تهران، ناشر گلشن، ص ۸۱۹.
۳- عظیمي، شرف الدین، ټلویزیون یک برنامه تصویر زندگی، سال ۱۳۸۹هـ شـ.
4-http://yaddashthayeman.parsiblog.com/-475008.htm
۵- منصوري، اعظم، بهترین روشهای ارتباط و تربیت کودک، ناشر شهید حسین فهمیده، نوبت چاپ خزان ۱۳۸۵ هـ شـ ص ۲۶ـ۲۷.
5- http://www.taranehaykoodakan.blogfa.com
۷- له (http://www.irna.ir/fa/news) ویباڼې سره د روان پوهنې د چارو د ایراني کارپوهانو ډاکټرې نرګس کچوئی او ډاکټر محمود رسالتي د مرکې ځینې برخې.
8- www.tebyan.ne
9- http://www.taranehaykoodakan.blogfa.com