نوې څېړنه: ښځې له چاغښته وېرېږي
27.04.2010 04:12یوه نوې څېړنه ښيي چې ښځې په هر حالت کې چې وي له چاغښت او د وزن له ډېرېدو څخه نظر نارینو ته ډېرې وېرېږي.
د څېړونکو په وینا د ښځې همدا چې یوه بله چاغه ښځه ویني ماغزه یې له یوه منفي غبرګون سره ښيي او له یو ډول نه خوښونکو احساساتو سره مخ کیږي نارضایتي څرګنديي او پر نفس د اعتماد روحیه یې په وجود کې ځپل کېږي.
څېړونکي د اکسپرس په خپرونه کې د یوه نوي ریپورټ په خپرولو سره څرګندوي چې: که څه هم پخوا دغه پدیده په هغو ښځو کې چې اشتها یې نه درولوده شایع وه خو اوس ښکاري چې کولای شي هغه روغې ښځې هم له خپلې اغېزې لاندې راولي چې تل له خپل وزن او ظاهري شکل څخه کړیږي.
د دې څېړې پر بنسټ دا چې ښځې یو قراردادي او کلیشه یی ظاهر ولري ډېر خپل ځانونه له فشار لاندې راولي او له چاغښته ډاریږي.
که څه هم په دې څېړنه کې کوم خاص لامل نه دی په ګوته شوی خو د روان پوهنې وړاندینۍ څېړنې ښيي چې ښځې له دې امله هم کړیږي چې خدای مکه په زړیدو، چاغېدو او بدرنګه کیدو به یې د مېړه پاملرنه او تمایل ترې کم شي او ګڼې دهغې غوښتنو ته به بیا سم ځواب ونشي ویلای.

