د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بلخ پښتنو په مشرانو جرګه کې د استازي غوښتنه وکړه

ضمير سار 30.12.2010 12:58

د بلخ ولايت سلګونه پښتنو مشرانو د يوې سترې غونډې په ترڅ کې له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل، چې د سنا د غړو په غوراوي کې ددوي استازي وټاکي.

دغه غونډه، چې نن د مرغومي په ۹مه ددغه ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې له خوا په لاره اچول شوې وه، د ښار په ګډون د ولسواليو سلګونه مشرانو او روښنفکرانو په کې برخه اخيستې وه.

غلام فاروق خپلواک د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې غړي او ددغه ولايت يو روښنفکره مشر د وينا پر مهال وويل، چې په دغه ولايت کې ۳۵ سلنه پښتانه اوسېږي، چې د تېرو پارلماني ټاکنو پر مهال يې۱۵۰ زره د رايې اچونې کارتونه درلودل؛ خو د ناامنيو له کبله يې ولسي جرګې ته يو کانديد هم بريالي نه شو کړاي.

د نوموړي په وينا ښايي د ولسمشر کرزي له خوا دې په مشرانو جرګه کې ددوي استازي خامخا وټاکل شي.

د نوموړي په وينا په تېرو پارلماني ټاکنو کې ددغه ولايت په چاربولک او چمتال ولسواليو کې چېرته چې پښتانه زيات مېشت دي د ناامنيو له کبله يوه رايه هم ونه کارول شوه.

خپلواک وويل: ((د حکومت دنده وه، چې د پښتنو په سيمه کې دې د ټاکنو پر مهال امنيت راولي؛ خو هغسې ونه شو او مونږ له همدې کبله په پارلمان کې استازي نه لرو.))

نوموړي زياته کړه، چې اوس په سنا کې د يو پښتون استازي حق لري او ښايې، چې ولسمشر کرزي يې له پامه ونه غورځوي.

د بلخ ولايت بل پښتون مشر غلام رسول ملکزي هم د ورته څرګندونو تر څنګ زياته کړه، چې ددوي حق تل تلف شوي او دا ځل به د حق د لاسته راوړنې لپاره هر ډول هڅې کوي.

نوموړي وويل، چې پښتانه د طالب، القعده او نورو نومونو نيول کېږي او بندي کېږي؛ خو هېڅوک يې پوښتنه نه کوي.

د نوموړي په وينا که ددغه ولايت پښتانه په پارلمان او مشرانو جرګه کې ريښتينې استازي ولري؛ نو ددوي د حق دفاع به وکړي.

ملکزي د همدې اړتيا له مخې له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې په انتصابي وکيلانو کې دې ددوي استازي وټاکي.

د يادونې ده، چې چې ولسمشر کرزي به په نږدې راتلونکې کې له ټول هېواد څخه د سنا ۳۴ غړي وټاکي، چې د بلخ ولايت د سناتورانو شمېر به دوه وي.

د بلخ مشران پښتانه د سناتور غوښتنه کوي