د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلخ كې د درې غوره شعرونو د غوراوي پنځمه مشاعره وشوه

ضمير سار 17.05.2010 22:33

 

په بلخ ولايت كې د غويي په ۲۴مه، د درې غوره شعرونو د غوراوي پنځمه مشاعره د بلخ ولسوالۍ په مركز كې د لسګونه مشرانو او ځوانانو په ګډون په خورا شاندارو مراسمو تر سره شوه. 

په دغه مياشتنۍ مشاعره كې د بلخ ولسوال تيمور شاه فايِض سربېره يو شمېر سيمه ييزو مشرانو او سپين ږيرو هم ونډه اخيستې وه.

مشاعره، د ام البلاد ادبي بهير د اونيزو غونډو په خونه كې د همدې بهير په كوربتوب جوړه شوې وه.

په شمال كې د ادبي خوځښت مخكښ، شاعر او ليكوال ذبيح الله احساس په پرانستونكې وينا كې په بلخ ولايت كې د درې غوره شعرونو د غوراوي روانه لړۍ بريالي وګڼله.

نوموړي زياته كړه، چې د بلخي شاعرانو تر منځ د سيالۍ روانۍ لړۍ د دوى شعري وړتيا ښه كړې ده.

احساس د نورو څرګندونو تر څنګ په چاربولك ولسوالۍ كې د ورته غونډې د جوړولو وړانديز وكړ.

نوموړي زياته كړه، چې دغه مشاعره به په يادې ولسوالۍ كې د لومړي ادبي بهير پرانسته وي.

د بلخ ولسوال تيمور شاه فايض په خپلې وينا كې د ځوانانو هڅې وستايلې او له دوى سره يې د هر ډول مرستې ژمنه وكړه.

د ام البلاد ادبي بهير په استازيتوب د دغه بهير غړي ډاكټر ضياالرحمان د روانې غونډې په جوړېدو د خوښۍ تر څنګ په دغه ولسوالۍ كې د ام البلاد ادبي بهير په كړنو رڼا واچوله.

نوموړي وويل، چې له تېر يو نيم كال را په دېخوا له بلخ ولسوالۍ څخه ام البلاد ادبي د شمال ادبي خوځښت سره يو ځاى شوى دى.

د هغه په وينا دغه بهير تر دې دمه ۹۰ اونيزې غونډې كړي او د يو پنځسويز كتابتون په جوړولي لاس بري شوي دي.

د غونډې په دويمه برخه كې د شعرونو سيالۍ په موخه مشاعره پيل شوه، چې په پايله كې د ټاكلي هيات له خوا درې غوره شعرونه وټاكل شول.

د چمتال ادبي بهير غړى لال محمد مظلوميار د لومړي،  د ام البلاد ادبي بهير غړي ظاهر شاه ځيرك د دويم او د درېيم غوره شوي شعر په وياړ، پر ستاينليكونو او ډاليو ونمانځل شول.

د غونډې په پاى كې د بهيرونو د استازو او سيمه ييز مشرانو په سلا مشوره په چاربولك كې د راتلونكې غونډې تكل وشو.

ياده دې وي، چې د دغې غونډې د لګښت په برخه كې د حاجي عبدالبشير هوتك له خوا ۱۰۰ ډالره مرسته شوې وه.

د درې غوره شعرونو د غوراوي مشاعره د بلخ د فرهنګي يون د ګړندي كېدو په موخه د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې د فرهنګي څانګې (مومند بابا ادبي بهير) په نوښت ۶ مياشتې وړاندې پيل شوې وه، چې تر دې دمه يې په پنځو مياشتنيو غونډو كې ۱۵غوره شاعران په ستاينليكونو او ډاليو نازولي دي.