نیواکګر په لوی لاس عام خلک وژني
06.12.2010 20:37( حامد کرزی:بهرنۍ امنيتي کمپنۍ په افغانستان کې د بمونو اېښودلو اود خلکوپر وژنه اخته دي
د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د پاکستان له لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل، چې د بهرنيانو امنيتي خصوصي کمپنۍ په افغانستان کې بمونه ږدي او خلک وژني ، خو بهرنۍ رسنۍ په دې اړه هېڅ نه وايي. ده همدارنګه د بهرنيوپوځونو پر نيتونوشک څرګند کړ . ده وويل چې افغانستان به هېچا ته اجازه ورنه کړي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخلي ، خو له پاکستان څخه هم همدا تمه لري )
همدا نن دمازدیګر له جمې نه وروسته له جومات نه چې کله کورته راغلم کمپیوټر ته کېناستم، لومړی مې تاند ویب پاڼه را خلاصه کړه ورپسې مې روهي ویب پاڼې ته مخ ورواړولو، که ګورم په پورتني سر لیک مې سترګې ومښتي، دسر لیک له لیدو سره هک پک شوم چې دا څه دي؟ بیا مې ویل کېدای شي په سر لیک کې څه ټکي مخکې وروسته شوي او یا کم او زیات شوي وي، کله مې چې سر لیک ته ټک ور کړ او پوره خبر مې ولوست نو باوري شوم چې په خبر کې څه کم او زیاتی نشته، او هغه خبره نوره هم راته ټینګه او کلکه مالومه شوه چې ویل کېږي نیواکګر په لوی لاس قصدا عام خلک وژني، او هغه داسې چې دبلاک واټر په نامه کرغېړنه او توره بدنامه اداره ملي مشران تروروي، او دعامو خلکو دوژلو لپاره ماینونه خښوي، او پړه يې بیا پر طالبانو ور اچوي، دوی په دې ډول سره غواړي اوبه خړې او ماهیان پکې ونیسي، څه وخت مخکې دعبد الودود په نامه یو ورور دخپلو لیکنو په یوه برخه کې دعامو خلکو دوژلو او دعامو خلکو دګڼې ګوڼې په ځایونو او لارو کې دماینونو خښول ددښمن کار بللی و، کوم څه چې دا دي اوس الله جل جلاله ددښمن له خپلې خولې نه را وایستل، که څه هم چې دا خو یو حقیقت دی مګر ډېر کسان پر نیواکګرو باندې دومره خوش باوره دي چې له دوی نه دداسې کړنو تمه لرل سم نه ورته ښکاري، دوی انصاف، عدالت،حق او رښتیا دنیواکګرو له آرو خویونو څخه ګڼي،ددښمن درواغ داسې دکاڼي کرښې ورته ښکارېږي چې ددوی په ګومان تر قیامته پورې به ړنګې نه شي، مګر دا دي اوس هر څه را برسېره شول، خپله دکابل دګوډاګۍ او لاسپوڅې تش په نامه واکمنۍ بې تاجه پادشاه کرزي دخپلو بادارانو له کړنو پرده پورته او حق یې ولس او نړیوالو ته ښکاره کړ، هغه کرزی چې له لومړۍ ورځې نه یې امریکایان ساتنه پر غاړه لري، او تر اوسه پورې دی دامریکایانو په ګروت کې دی اعتراف کوي چې بهرنۍ کمپنۍ په افغانستان کې بمونه ږدي او خلک وژني، دا چې دی تر اوسه پورې دڅه لپاره په دغه لوی او نابښونکي جنایت باندې پټه خوله و، سره له دي چې دسر په سترګو یې لیدل چې بېچاره کړېدلی او ځورېدلی ولس یې هره ورځ دهمدغو بمونو له لاسه په سرو وینو کې لامبي، څوک سترګې، څوک لاسونه، څوک پښې او څوک دبدن نور غړي له لاسه ورکوي، څوک خو بېخي له خپل خواږه ژوند نه بې برخه کېږي، میندې بورېږي، مېرمني کونډېږي، خویندې وارېږي، ماشومان یتیمانېږي، او کرزی په دې ټولو پوهېږي چې دا کارونه دده ملګري او یاران کوي مګر بیا هم پټه خوله!؟
خبره خو ښکاره ده کله چې غله او شوکماران دغلا کړي مال پر سره سره وخوري بیا نو یو دبل لمنه پر سر ور اړوي، اوس کرزی او امریکایان دالله جل جلاله په فضل یو له بل سره ښکر په ښکر شوي، ځکه خو یودبل رازونه را سپړي، هغوی کرزی په دې تورنوي چې دکار وړتیا نه لري، او دی یې بیا تر خوږ ګوته رانیسي، هغه ځایونو ته یې لرګی ور وړي چې خپله ده ته هم تاوان کوي، ګورو به چې کرزی خان دخپلې انجروتو له کڅوړې نه نور څه را وباسي،اوس هغه نا خبره او خوش باوره ساده ګان هم باید سر خلاص کړي چې نیواکګر دوستان ورته ښکاري.

