آفرین شه دوکانداره!
28.11.2010 21:25یو دوکاندار دنړۍ تر ټولو تکړه او لوبېدلي سیاستمداران، ځواکمن او پیاوړي جنګي جنرالان، زیرک او پوه مشران داسې تېر ایستل چې دناټو او په ځانګړې توګه به دامریکې دتاریخ په تندي دشرم لوی تورداغ پاتې شي،اوس دا څه رنګه لوبه وه او څه رنګه تر سره شوه؟ تاوان يې دچا او ګټه یې دچا شوه؟
څوک وايي دا دطالبانو دجګړې یو تکتیک و، هغه داسې چې امریکه یې له رواني پلوه له یو لوی ګواښ او ستر شرم سره مخ کړه، او دا یې وښودله چې امریکه څومره لالهانده او څه رنګه ورخ اوبو ترېنه وړی.
ځینې وايي نه دا دامریکې خپل چل و، امریکې غوښتل په دې کار سره کرزی په دوه پیسو کړي، اوهغه له دې کبله چې کرزی له خپلو خارجي ملګرو سره په دې خبره چې له طالبانو سره روغه جوړه وشي او که نه ښکر په ښکر دی، هغوی يې نه مني او دی وايي چې نه باید وشي، اوس یې ملګرو ورته وښودل چې دادي مونږ به هوکړه درسره وکوو، دطالبانو مشران به هم کابل ته درته راولو، مګر خبره دلته ده چې طالبان سولې ته زړه نه ښه کوي،او په دې ډول یې غوښتل کرزی دافغان ولس او نړیوالو په وړاندي دباد بڼکه کړي، او خلکو ته وښيي چې دافغانستان دستونزې هواری لکه څنګه چې مونږ وایو په جګړه او وینو تویولو کې دی نه په خبرو اترو کې، او په دې ډول تر یو ځایه دخپلو ولسونو شړېدلی ملاتړ سره راټول او خپله تګلاره له خپلې خوښې سره سم نیمه نیمګوره پلې کړي.
خو دلته دا خبره منځ ته راځي چې امریکې به ځکه دا کار نه وي کړی چې ددې پېښې پړه دکرزي له حکومت نه امریکې ته ډېر مخ ور اړوي، ځکه ټولواک خو امریکه ده، نو دا به څنګه دمنلو وي چې امریکه خپله لمن په خپله په سر واړوي!
ځینې نور وايي نه دا کس یو زیرک او چالاک سړی و، په خپل سر یې وکولای شو دامریکي له سربدالۍ او بدي ورځې نه په ګټه پورته کولو سره ښې ډېرې پیسې تر لاسه، امریکې او کرزي ته په بازي ورکولو سره په ټوله نړۍ کې ددوی وزن او تول په دوه توته کړي.
څلورمه خبره خو دا ده اوس بله پسې راووته چې دا کار دانګریزانو په باور شوی دی، ګورو به چې نور څه پسې راوزي، بختور دوکاندار دوی په دې باور چې ملا اختر محمد منصور دی په جازونو کې ښکته پورته کولو او دپونډونو جیوالونه یې ورپه شا کړل، دا هم اوس یوه پوښتنه ده چې انګرېزانو دا کار څه رنګه او دڅه لپاره کولو؟ دا ددوی یو چل و، او که دوی خپله دبل دچل ښکار شوي وو؟ لومړی خبره خو ځکه تر ډېره پیکه تر سترګو کېږي چې انګریزان خپله په ناټو کې غوښنه برخه لري، نو څه رنګه یې دخپل ځان دشرمولو هڅه په خپله کوله؟
پورتنۍ څلور واړه خبرې کېدای شي، مګر خبره دلته ده چې ددې کار اغېزه څومره او پر چا باندې پرېوزي، ښکاره ده چې دا توره بدنامي به امریکه او دکابل حکومت په ټيټو سترګو په ځان مني، ځکه چې دوی په نړیواله کچه آوازې خپرې کړې چې دطالبانو له لوړ پوړو کسانو سره یې خبرې اترې روانې دي، تر دې چې کرزي هم وویل دطالبانو له ځینو مشرانو سره یې خبرې شوې دي، او خپله دایتلافي ځواکونو لوی قوماندان پټرایوس هم دا خبره په خورا ویاړ او ډکه خوله کوله چې دطالبانو دمشرانو په را وستلو او کابل ته رارسولو کې یې مرسته کړېده، ده خو لا دومره هسکه وراچوله چې که دناټو ځواکونو خوښه نه وي نو څنګه یو طالب مشر کولای شي چې کابل ته راشي؟ مګر اوس هر څه سرچپه شول، یوازې دا نه چې طالب مشر کابل ته نشي راتلای، بلکې یو دوکاندار دطالب مشر په نامه ټوله امریکه په خپل ځان پورې خندولی شي!
آخري او دپای خبره: آخر ددغه پرمختللي سیاست مانا څه؟ چې دټولې نړۍ دملکۍ خوبونه ویني، دا یو نیم لک بهرنيو فوځونو دڅه لپاره په افغانستان کې انډوخر پیل کړی؟ دا دنړۍ په کچه پرمختللی اوپیریان ډوله استخباراتي سیستم دڅه لپاره؟ له دېنه مالومېږي چې پر امریکه او ورسره ملګرو يې دافغان غیرتي ولس دجهاد له برکته داسې سره ورځ راغلې، چې اوس لکه اوبو په سر اخیستي ځک ته هم لاس اچوي، داسې سربداله شوي چې په رڼا ورځ دیو دوکاندار او طالب مشر توپیر نشي کولای.

