د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوړ پوړو چارواکو د محاکمی سریال

سباون زرمل 03.11.2010 18:56

له کومه وخته چی کرزی صاحب د افغانستان د خلکو لپاره رئیس جمهور وټاکل شو او افغانستان ته د ملیاردونو ډالرو د را لیږلو بهیر پیل شو نو سمدستی ورسره دلته چور او لوټماری هم پیل شوه د کرزی صاحب د موقتی اداری ، انتقالی اداری او وروسته بیا د انتخابی اداری د کابینی غړی او لوړ پوړی چارواکی ټول په قومی ، ژبنی او تنظیمی اړیکو وټاکل شول او کرزی صاحب د هیڅ یوه د برطرفی او تبدیلی صلاحیت نه درلود او هر چارواکی خپل تنظیم او خپلی رهبری ته و فادار وو په وزارتخانو او دولتی ادارو کی هم هر وزیر او هر آمر خپل دوستان او ملگری راوستل او د هیچا کاری تجربه او اهلیت په پام کی نه نیول کیده ډیر دولتی پوستونه په پیسو ورکول کیدل وطن او خلکو ته د خدمت احساس او د وطن دوستی احساس له منځه ولاړ او هر چا کوشش کاوو چی تر خپله وسه دولتی بودجه او د قرار دادنو له لاری ډیری پیسی جیب ته واچوی دلته رشوت په چور بدل شو هغه اداری چی د خلکو د امن او عدالت مسئولیت درلود لکه پولیس،څارنوالی او قضا په رشوت خانو بدلی شوی پوښتنه او پلټنه له منځه ولاړه او هر هغه څوک نر وو چی کولای ئی شول ډیر پیسی لاسته راوړی . کله چی په دولتی ادارو کی فساد رسمی بڼه غوره کړه او هیڅ کار بی له رشوته سر ته نرسیده او نور نو د د رشوت اوفساد د پټولو امکان نه وو نو بیا نړیوالی ټولنی او خلکو د اعتراض غږونه پورته کړل او کرزی صاحب هم مجبور شو چی و وائی چی بلی په دولتی ادارو کی فساد موجود ده او یو ځل ئی په لندن کی و ویل چی گویا رئیس جمهور بایسکل نلری ولی نور چارواکی په دوبی کی په ملیونو ډالرو کورونه اخلی ولی کرزی صاحب دا و نه ویل چی هغه چارواکی خو ټول د ده په امر مقرر شوی او بیا ولی دی دهغو نه پوښتنه نکوی او ولی ئی نه برطرف کوی نو د دی لپاره چی خلکو ته وشی چی گویا رئیس جمهور د فساد سره په مبارزه کی جدی ده نو ئی د کمیسیونونو او اضافی ادارو د جوړولو امر ورکړ ما اوریدلی چی کرزی صاحب په هندوستان کی د حقوقو په څانگه کی لوستی کړی او ماستری ئی اخیستی ده نو فکر کوم چی هغه به ماستری د کمیسونونو د جوړولو په څانگه کی اخیستی وی ځکه هغه د هر کار لپاره کمسیون جوړه وی چی شاید تر اوسه پوری ئی په سلگونه کمیسیونونه جوړ کړی وی خو د یوه کمسیون نتجه هم خلکو ته معلومه نشوه او په خاص ډول د فساد او ارتشا په برخه کی خو اصلاٌ نه تنها کمی را نغی بلکه په ډیره چټکی سره په مخ روان ده او لکه چی په خپله کرزی صاحب و ویل چی خلک باید د کورونو دبرق د محصول د تحویلولو لپاره هم رشوت ورکړی. ټول لوړ پوړی چارواکی لکه وزیران والیان ، قومندانان او داسی نور دموقتی اداری نه تر اوسه پوری په خپل ځای پاتی دی یوازی کله کله له یوه وزارت نه بل وزارت او له یوه ولایت نه بل ولایت ته تبدیل شی. داسی معلومیږی چی په افغانستان کی نور څوک نشته داسی والیان زه پیژنم چی کله په یوه ولایت کی په غبن تورن شوی نو بیا هغه بل ولات کی مقرر شوی او بیا د هغه ولایت نه بل ولایت ته تللی تاسو و گوری د امنیی قومندانان کله په کابل کی وی او چی بیا تبدیل شی نو هرات ته ولاړ شی بله ورځ بیرته کابل ته راشی آیا په داسی اجرا اتو او داسی اداره کی به خلک څنگه د آرامی او سوکالی ساه و باسی.
په دی ورځو کی د لوی څارنوالی مرستیال هره شپه په تلویزیونو کی حاضریږی او په داسی حال کی چی لوکسه دریشی او نکتای ئی تړلی وی خلکو ته و عدی ورکوی چی ډیر ژر به د وزیرانو دوسیی اختصاصی محکمی ته وسپارل شی د لوی څارنوالی پخوانی مرستیال به ویل چی د دوی په لیست کی پنځلس وزیران شامل دی خو اوسنی مرستیال وائی چی د دوو پخوانیو وزیران( قادری او فرهنگ) دوسیی تکمیل شوی او محکمی ته به وسپارل شی د لوی څارنوالی مرستیال وائی چی پخوا د قانون سره سم د لوړ پړو چارواکو محکمه ځکه نه کیده چی اختصاصی محکمه موجوده نه وه ولی سږ کال د سرطان په میاشت کی کرزی صاحب فرمان ورکړ چی اختصاصی محکمه دی جوړه شی نو اوس اختصاصی محکمه د جوړیدا په حال کی ده او ډیر ژر به د دغو دوو وزیرانو دوسیی محکمی ته وسپارل شی. آفرین په داسی څارنوالی او داسی دولت. دوی وائی چی پخوا ځکه وزیران نه محاکمه کیدل چی محکمه نه وه ایا دا یوه مسخره خبره نه ده او دوی غواړی چی د خلکو په سترگو کی خاوری واچوی او په دی خبرو بیا هم خلک و غولوی چی اوس به انشا الله محکمه جوړه شی او وزیران به محکه شی او په دی ترتیب به فساد له منځه ولاړ شی. دوه شپی مخکی د فساد سره د مبارزی رئیس وویل چی گویا د شفافیت بین المللی اداری بدون له اسنادو افغانستان د نړی په دوهمه درجه هیواد کی راوستی چی په فساد ککړ ده او هغه وائی چی گویا له کومه وخته چی د فساد سره د مبارزی اداره رامنځ ته شوی نو فساد او رشوت ډیر کم شوی ده هغه فکر کوی چی هر څه دوی وائی نو خلک ئی منی دافغانستان خلک به د مفسدو چارواکو له لاسه وږی او وروسته پاته ساتل شوی وی خو بیعقل نه دی او دوی پوهیږی چی تر ټولو مخکی دلته په فساد ککړی اداری همدا څارنوالی قضا ، پولیس او د فساد سره د مبارزی اداری دی . آیا لوی څارنوال او د هغه مرستیال په خپله مربوطه اداره کی داسی یوه اداره خلکو ته شولی شی چی په هغه کی فساد نه وی ایا دی جنابانو کله هم د لوی څارنوالی مربوطه ادارو او څانگو ته تشریف ور وړی او هلته ئی د مراجعینو نه پوښتنه کړی چی د دوی کارونه څرنگه اجرا کیږی زه خو باور لرم چی حتی یو فیصد کارونه هم په څارنوالی کی بیدون له رشوته نه اجرا کیږی او هغه یو فیصد هم شاید د دوی د دوستانو او خپلوانو کارونه وی. دا چی خلکو په ولایاتو کی د حقوقی او قضائی دعواو د حل لپاره طالبانو ته مراجعه کړی دا خو د همدغو ادارو له لاسه ده. د لوی څارنوالی مرستیال نباید خلک په دی خبرو و غولوی چی نه غولیږی هم که چیرته په لوی څارنوالی او قضا کی فساد نه وی نو شاید 50 فیصده فساد له منځه ولاړ شی همدغه فاسدی اداری دی چی د فساد سطحه ورځ په ورځ جگیږی. په دا تیرو څو کلونو کی په څو څو واری دا خبری ویل شوی چی ډیر ژر به د وزیرانو دوسیی محکمی ته ولیږل شی او د هغو په لیږلو به فساد ورک شی اودا سریال هره شپه په خبرونو کی تکراریږی . او په دی ورځو کی بیا د دوو وزیرانو نومونه اخیستل کیږی چی دوسیی ئی تکمیل شوی دی او داسی خلکو ته ښودل کیږی چی د دی وزیران په محاکه کولو به د فساد جرړی و ایستل شی چی دا ټولی عبث خبری دی که چیری دغه دوه دوسیی پس له ډیرو وختونو محکمی ته ولیږل هم شی او دغه دواړه وزیران په غیاب کی محکمه هم شی ځکه هغه اوس په خارجی کی دی ایا د فساد مشکل به حل شی اوس خو هغه وزیران نشته ایا په ادراو کی فساد ختم شوی ده. ایا په دا ټول افغانستان کی همدا دوه وزیران وو چی په فساد ککړ وو .ولی په لسهاوو د هغو نورو خلکو نه پوښتنه نه کیږی چی په دوبی ، اروپا او نورو ځایونو کی بنگلی او قصرونه لری. ایا د څارنوالی مقامات او دفساد سره د مبارزی مسئولین دغه څو منزله تعمیرونه ، بنگلی ، ضد مرمی موټرونه ، تجارتخانی او بانکونه نه وینی ایا د دغو مالکین پیژنی او ولی دهغو نه پوښتنه نکوی چی لس کاله پخوا ئی بایسکل او د خټو کور نه درلودل او اوس بیا له غیبه د دومره دارائی څښتنان شول دوی حتماٌ دغه ټول شیان وینی ولی دوی پخپله په کی شریک دی. د فساد او رشوت منبع او سرچشمه دری اداری دی چی هغه پولیس، څارنوالی او قضا دی چی څارنوالی په کی مهم رول لری هغه متل ده چی اوبه باید د سر نه پاکی شی تر څو پوری دغه دری اداری پاکی نشی تر هغو پوری فساد له منځه نه ځی که غواړو چی فساد ورک شی نو بایدپه دغو دریو ادارو کی اساسی او کلی تغیرات راشی او که نه نو د دوو وزیرانو د دوسیو په څیړلو او محاکمه کولو فساد له منځه نه ځی.

په درناوی