پارالمانی انتخابات
31.10.2010 12:40د جمهوری ریاست له انتخاباتو یو کال وروسته د سنبلی په 27 د ولسی جرگی لپاره هم د پلان سره سم انتخابات تر سره شول په دی تیر یو کال کی د دی انتخاباتو لپاره دومره تبلیغات و شول چی هره ورځ به د خبرونو سر ټکی همدا انتخابات ول دآمنیت په باره کی هم خلکو ته دومره و عدی ور کړل شوی وی چی گویا په دی ورځ به حتی یو فیر هم و نشی دا چی په دی انتخاباتو څومره پیسی و لگیده او دا انتخابات څومره شفاف وو او څومره خلکو په کی گډون کړی وو او ددی انتخاباتو پایلی به څه وی ډیرو د نظر خاوندانو ورباندی تبصیری او لیکنی کړی او کوی ئی زه هم غواړم په دی باره کی یو څه و وایم.
غربی نړی او په سر کی امریکا د دی لپاره چی خپل شکست او ماتی پټه کړی او د خپلو خلکو په سترگو کی خاوری واچوی نو همدارنگه ډرامی جوړه وی په داسی حال کی چی ټول خلک په دی پوهیده چی په اوسنی وخت کی ازاد او عادلانه انتخابات ناشونی دی اوبل خلکو اصلاٌ له انتخاباتو سره مینه نه درلوده او دی انتخاباتو د خلکو هیڅ درد نه ده دواکړی او نه هم خلک دا هیله لری چی انتخابات به د دوی په ژوند کی مثبت بدلون را ولی خلک په تمامه معنی د کرزی صاحب له دولت او دامریکا له پالیسیو او کړو وړو څخه نا هیلی شوی دی. او یوازی ئی خپل لاسونه د لوی خدای دربارته پورته کړی چی که په دوی باندی رحم و کړی او دا هیواد له دی بدبختیو وژغوری.
د تیر کال د جمهوری ریاست انتخاباتو او دهغو پایلو و شودله چی په دی هیواد کی اصلاٌ انتخابت هیڅ مفهموم نلری او یواز او یوازی یوه نمایشی ډرامه وی. تیر کال اوه لس میلونه رائی چاپ شوی وی ولی په انتخاباتو کی څلور میلیون رائی و کارول شوی چی د هغو له جملی څخه تر یو نیم ملیون رایو پوری تقلبی و ختی نو داثابتوی چی یوازی دوه نیم ملیونو خلکو په انتخاباتو کی برخه اخیستی وه چی د ټولو چاپ شویو پاڼو 15% ئی جوړوله . نو ایا همغو 15% رایو چی د کرزی د دوهم ځل ټاکل کیدو سبب شوی د هیواد کوم درد دوا کړ او څومره د خلکو په ژوند کی مثبت بدلون راغی چی خلکو به د پارلمانی ټاکنو هرکلی کړی وای. لکه چی مخکی می و ویل د دی انتخاباتو لپاره ډیر زیات بیځایه مصرفونه و شول او د ډیرو خلکو جیبونه ډک شول ، د دی لپاره چی خلکو ته و شی ئی چه انتخابات به شفاف وی نو د کمیسیونونو رهبری هم تبدیله شوه او یوه نوی ډله را غله تر څو د ولسی جرگی انتخابات په شفاف ډول سرته ورسوی ولی په کوم هیواد کی چی قانون تر پښو لاندی شوی وی او هغه هیواد د نړی په سطحه په اداری فساد کی دوهمه درجه مقام ولری او د هغه هیواد ټول ارگانونه په فساد کی ککړ وی او له رئیس جمهوره تر عادی دولتی کارمند پوری ټول وائی چی دلته فساد په غټه پیمانه و جود لری نو بیا څنگه کیدای شی چی دلته به منصفانه انتخابت کیږی او ایا د انتخاباتو د کمسیون غړی د دی وطن نه دی او دوی له بلی کری نه راغلی دی نو دوی ته چی پس له څو کلونو دا چانس میسر شوی ده ولی به دوی په فساد کی برخه نه اخلی دوی خو هم کورنی لری، اولادونه لری او په دوبی او اروپا کی کورونو ته ضرورت لری نو ولی به د دی امکاناتو څخه گټه نه پورته کوی.
را به شو انتخاباتو ته ، لکه د تیر کال د انتخاباتو په شان سمدستی پس له انتخاباتو کرزی صاحب او دانتخاباتو کمسیون دا انتخابات بریالی و بلل همدارنگه ناتو هم بریالی و بلل ولی د ملل متحد استازی او دا مریکا سفیر او ځینو نورو بیا د احتیاط نه کار واخیستل او وی ویل چی وروسته به خپل نظر ورکړی. د انتخاباتو کمسیون و ویل چی په انتخاباتو کی څه کم شپږ میلیونو خلکو برخه اخیستی وه او ددی جملی څخه د یو نیم ملیون په شاو خوا کی رای باطلی و ختی او گویا څلور میلیونه او دری سوه زره رائی د دوی د قناعت و ړ وی. ولی د دی په څنگ کی د انتخاباتو د شکایتونو کمیسون بیا وائی چی دوی ته تر 5500 زیات شکایتونه رسیدلی او د دی شکایتونو تر نیمائی زیات د اندیښنی وړ دی او د انتخابات په نتجو به اثر وکړی ولی د نتایجو د لمړنیو نتجو نه داسی معلومیږی او داسی نښی نښانی څرگندیږی چی دا پارالمان به د تیر پارالمان په نسبت ډیر بی اعتباره وی ځکه په تیر پارالمان کی که د خلکو گډون کم وو خو بیا زیاتی رائی دخلکو په خوښه ورکړل شوی وی ولی په دی پارالمان کی تر 90% زیات هغه خلک پارالمان ته کامیاب شوی چی د زور او زر خاوندان دی. د دی انتخاباتو پایلی دا هم څرگنده وی چی تر ډیره حده هغه کسان چی په تیر پارالمان کی ئی په دولت انتقادونه کول په نوی پار المان کی ناکام شوی دی گر چی د دوی انتقادونه په دولت باندی د دولت د اصلاح په خاطر نه وو او یوازی ئی غوښتل چی په خپلو انتقادونو د ځان لپاره نور امتیازات تر لاسه کړی ولی دا ځل ناکام شوی دی خو برعکس بیا ځینی نوری څیری چی لا پخوا د دولت د مخالیفینو په قطار کی ولاړ وو بریالی شوی دی بیا هم وایم چی دغه ډله هم د پخوانی ډلی پشان د دولت نه په دی خاطر انتقاد نکوی چی دولت ته د بهبودی او خدمت لاری و ښی بلکه دوی هم زیات امتیازات غواړی او له همدی خاطره په دولت نیوکی کوی .زما په باور د دی ټاکنو سره عادی خلکو هیڅ مینه نلرله او نه ئی غوښتل چی د رایو مرکزونو ته ولاړ شی یو خو دا چی خلک د طالبان څخه ویریده او بل دا چی تیر پارالمان خلکو ته هیڅ خدمت نه وه کړای او خپله څلور کلنه دوره ئی په معاملو او سفرونو تیره کړه او هیڅ داسی کار ئی و نکړ چی خلک ور باندی باور وکړی نو په همدی لجاظ خلکو د ټاکنو سره هیڅ علاقمندی نه شوده ولی دا چی بیا هم 2-4 ملیونه خلک د رایو مرکزونو ته ورغلل علت ئی د کارتونو او رایو خرڅیدل وو ما د ازادی رادیو نه واوریدل چی د دریو میلونو په شا و خوا کی درایو پاڼی په پیښاور کی چاپ شوی وی او هر پاڼه په 400 افغانیو چاپ شوی وه او د مطبعی نفر په خپله خبری وکړی چی دوی د هر کاندید لپاره له لسو تر پنځوسو زرو پوری د رایو پاڼی چاپ کړی نو وختی چی هر کاندید دومره پاڼی چاپ کړی او دومره مصرف ورباندی و کړی نو حتما به همغه پاڼی د رایو په صندوقونو کی لویدلی وی او حتما به هغه کاندیدان چی دومره مصرفونه ئی کړی پارالمان ته لاره پیدا کوی. ما خو یوازی دومره واوریدل چی د انتخاباتو کمسیون یونیم میلیون رائی باطلی اعلان کړی ولی دا معلومه نشوه چی دا رائی ولی باطلی وی ایا دا همغه د هیواد نه بهر چاپ شوی پاڼی وی او که بله غلطی په کی شوی وه ولی د ازادی رادیو دخبر نگار په حواله چی په پیښور کی د مطبعی نه راپور ترتیب کړی وو هلته خو د دریو میلیونو جعلی رایو خبره و شوه خو که بیا هم دغه یو نیم ملیون رائی چی کمسیون باطلی اعلان کړی د پاکستان چاپ وی نو دا نوری یو نیم ملیون رائی خو حتماٌ په صندوقونو کی لویدلی دی.
را به شو دی ته چی دا نوی پارالمان به څومره کامیاب وی او کومو کسانو چی پارالمان ته لاره پیدا کړی و به کړای شی چی هیواد او خلکو ته خدمت وکړی زما په اند خو راتلونکی پارالمان به دتیر پارالمان څخه زیات بی گټی او فاسد وی ځکه یو ثلث د پار المان و کیلان خو په تیره دوره کی هم وو او هغو خو ټول ولس ته امتحان ورکړ چی هیڅ مثبت کار ئی و نکړ او یوازی ئی خپل جیبونه ډک کړل او دوه ثلثه نور ئی چی نوی ټاکل شوی داسی کسان دی چی هر یوه ډیر زیاتی پیسی مصرف کړی تر څو د خلکو رائی و گټی او یوه بله ډله لکه چی ما مخکی وویل لا پخوا ئی د دولت سره په ژبنی ، قومی ، سمتی او شخصی لحاظ مخالفتونه درلودل نو ایا د داسی وکیلانو نه به څرنگه طمعه وشی چی دوی به خلکو ته خدمت و کړی. د خدمت خبره خو د دولت په چوکاټ کی اصلاٌ وجود نلری نو معلومداره خبره ده چی دا وکیلان به نه تنها خپلی پیسی بیرته پیدا کوی بلکه هغه به څو چنده زیاتی هم پیدا کوی او په هره وسیله چی وی هغه به لاس ته راوړی نو خلک به د داسی پارالمان څخه څه امید ولری او زه نپوهیږم چی ولی دا زموږ نا بللی میلمانه په دی نپوهیږی او بیځایه دومره غټ غټ مصرفونه کوی ایا دوی فکر کوی چی خلک به په دی بیځایه لگښتونو خوشحاله شی او په دی ترتیب به دیمو کراسی ټینگه شی. زه دا نه وایم چی انتخابات ښه کار نه ده د جمهوری ریاست او پارالمان لپاره انتخابات یو ډیر ښه اقدام او د دیموکراسی ستنی دی او خلکو ته دا زمینه برابره وی چی د هیوا په سیاسی نظام کی برخه واخلی او د خپلی خوشی کاندیدان جمهوری ریاست او پارالمان ته معرفی کړی خو په داسی یو نظام کی چی هلته د دولت ارگانونه ټول په فساد کی غرق وی او هلته څوک د قانون پروا و نلری او حتی خلک د دولت د مالیی د تحویلولو لپاره هم باید رشوت ورکړی نو څنگه به ازاد او منصفانه ټاکنی و شی. تیر کال د جمهوری ریاست انتخاباتو او سږ کال د پارالمان انتخاباتو و ښودله چی لمړی خو عام خلک د انتخاباتو سره هیڅ علاقه نلری او نه ورباندی باور کوی او بل داچی منصفانه او شفاف انتخابات با الکل ناشونی دی.
ښه نو، وختی چی موږ وایو چی دلته باید ټاکنی نه وای شوی اویا دا چی دلته ټاکنی سمه نتجه نه ورکوی نو څه باید وشی. بی ټاکنو خو هم نه کیږی او کله چی موږ ادعا کوو چی موږ د دیمو کراسی پلویان یو نو خو باید ټاکنی و شی. زما په اند تر څو پوری چی دفساد جرړی و نه ایستل شی او دلته قانون حاکم نشی او دولت د غلو او لو ټمارانو څخه خلاص نشی هیڅ بل شی کار نه ورکوی. د هر څه نه مخکی باید یوه پاکه او سالمه اداره را منځ ته شی او کار داستعداد ، لیاقت او د وطن او خلکو سره د مینی په بنسټ اهل د کار ته و سپارل شی دقوم ، مذهب اوژبی په بنسټ د دولتی مقاماتو و یش په کلی توگه له منځه ولاړ شی . که جنایتکاران محاکمه کیدای نشی نو لا اقل د دولتی مقامونو څخه خو لری شی د هغو خلکو سره چی د دولت شتمنی ئی چور کړی باید په کلکه حساب وشی او د دولت شتمنی باید بیرته ور ځنی وا خیستل شی. زه په دی عقیده یم چی پس له دریو لسیزو جگړو او په هیواد کی د مسلحو گروپونو او جنگسالارانو موجودیت ، خارجی لاسوهنو او روان ناورین د هیواد سیاسی نظام په کلی ډول شړولی او اوس ئی نو د جوړیدو اوښه کیدو تمه بیخی نشته تر څو چی نظام په کلی ډول اصلاح او تغیر و نه مومی دا ناورین به ورځ په ورځ زیاتیږی. ښه به دا وی چی د یوی پنځه کلنی دوری لپاره د هیواد چاری یو داسی شخص او زعیم ته و سپارل شی چی هغه په تیرو دریو لسیزو کی په جنگونو کی دخیل نه وو او هیڅ جرمی سابقه و نلری او په ضمن کی ښه کاری تجربه او استعداد ولری هیواد او خلکو ته په خدمت ژمن وی او دهیواد لوړی گټی تر خپلو شخص گټو لوړی و بولی. هغه ته باید پوره صلاحیت ورکړ شی چی د کدرنو او اشخاصو په ټاکلو کی یوازی او یوازی اهلیت او صداقت په نظر کی و نیسی او د هر کال په پای کی د هر یو ه چارواکی کارونه ارزیابی کړی او که ئی کارونه د قناعت وړ نه وی نو بیا باید له دندی گوښه شی او که ئی سو استفاده کړی وی قانونی ارگانونو ته معرفی شی.د هیواد زعیم باید د فساد سره جدی برخورد وکړی اوپه هیچا رحم و نکړی آمنیتی ارگانونه، څانوالی او قضا باید له مفسدو عناصرو څخه پاکه شی د قانون څخه حتی وړه سرغړونه هم باید له پامه و نه غورځول شی او جرم و بلل شی د هر لوی او واړه مجرم شفاعت باید د دولتی اراکینو له خوا و نشی. د هیواد زعیم باید پوه شی چی دولتداری په عذر ننواتی، معاملو اوډار سره نه کیږی باید د هر هغه چا سره چی د هیواد ملی گټی تر پښو لاندی کوی غوڅ او جدی برخورد وکړی او دهیچا نه ونه ډار شی د هیواد د ملی گټو په لار کی که د هغه سر ته هم خطر وی باید و نه ډار شی او خپل سر هم قربان کړی. هر کله چی په هیواد کی قانون حاکم شو او ټولو قانون ته غاړه کیښوده نو بیا باید شفاف او عادلانه انتخابات وشی. پرته له دی انتخابات یوازی او یوازی دخلکو په سترگو کی خاوری اچول دی او ددی وران او ویجاړ وطن دردونه نشی دوا کولای. د دی وطن ورانی او بدبختی اوس دومره زیاتی دی چی په پار المانی ټاکنو او انتخاباتو نشی جوړیدای. دا وطن اوس په رښتینی توگه یو لوی انقلاب غواړی تر څو د حکومت ټول کلیدی پوستونه دخاینینو ، جنایت کارانو وطن پلورونکو او جاسوسانو نه واخلی او د هیواد اداره داسی خلکو ته وسپاری چی دهیواد له آبادی او سمسورتیا سره مینه ولری او له هیڅ خارچی هیواد سره پټی او څرگندی آړیکی چی زموږ د هیواد په زیان وی و نلری.
سباون