د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولی شورا

محمد الیاس انقلابی 30.10.2010 14:28

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په دی ورځو کی د هری خوا نه د سولی اوازونه را پورته شوی دی او کرزی صاحب هم د سولی یوه شورا جوړه کړه چی 68 غړی لری او مشر ئی هم استاد ربانی و ټاکل شو امریکائی مقاماتو هم د کرزی صاحب د سولی د پلان ننگه و کړه او حتی امریکائی لوړ پوړی چنرال و عده ورکړه چی دی به هغو طالب چار واکو ته چی غواړی کابل ته راشی او په خبرو کی برخه واخلی امکانات برابر کړی. د سولی په شورا او د هغی په نتیجو باندی هم ډیری تبصری وشوی ځینو هغه یو نیک گام و گاڼه او د شورا پایلو ته خوشبینه وو خو ځینو نورو بیا هغه یوه ناکامه طرحه و بلله او ځینو بیا د شورا په رئیس نیوکی و کړی او د استاد ربانی ټاکل ئی د شورا د رئیس په حیث یو ستر خنډ و باله. تر اوسه پوری دغه نیوکی او بحثونه دوام لری خو سمدلاسه هیڅوک هم نشی ویلای چی د سولی د شورا پایلی به څه وی.
په هر وخت کی د مخالیفینو سره سوله کول یو ښه کار ده او بالخصوص کله چی په یو هیواد او یا یوه ټولنه کی مسلحانه چنگ روان وی او په هغه کی هره ورځ د خلکو ژوند له منځه ځی نو هلته خو د بل هر څه نه سولی ته لومړیتوب ورکول ښه کار ده
سوله یو الهی موهبت ده. په هغه ټولنه کی چی سوله نه وی نو هغه ټولنه له راز راز بد بختیو سره مخا مخ وی. یو متل ده چه وایی د عا فیت په قدر هغه څوک پوهیږی چه په مصیبت دچار شی ریښتیا هم د سولی په ارزښت یوازی هغه خلک او ټولنی ښی پوهیږی چه په جنگ کی ښکیل وی .زموږ گران هیواد او زموږگران وطنوال له دریو لسیږو را په دیخواپه جنگونوکی ښکیل کړشوی دی او په نتیجه کی یی په ملیونو نو کسان شهیدان , په سلهاوزره یتیمان , معیوب اوبی کوره شول موږ یا نه پوهیږو او یانه غواړو چه وپوهیږو چه جنگ د څه لپاره ,څوک په دی جنگ کی مری او څوک په دی جنگ کی گټه پورته کوی ولی تر ډیره حده دا جنگونه په موږ باندی تپل شوی دی چی گـټه یی نورو خلکو ته رسیږی.

وایی چه په هر وخت کی کب له اوبو ونیول شی تازه ده نو زموږ هیواد چه دری لسیږی د جنگ په لمبو کی وسوځل شو او کنډواله شو اوس هم که دسولی لپاره کار ونشی اود جنگ مخه ونه نیول شی نور به هم وسوځل شی او نور به هم کنډواله شی نوهر څومره ژر چی کیدالی شی باید د سولی لپاره په ډیرزړه سوی او د شخصی گټو څخه په تیریدو سره کاروشی او ددی بی گټی جگړی مخه ونیول شی . ددی جگړی نوره بدبختی لا هم په دی کی ده چه دواړو خواوته افغانان وژل کیږی.اوگټه یی نورو خلکو اوهغو هیوادوته رسیږی کوم چی غواړی افغانان او افغانستان ددنیا له نقشی څخه وکاږی او د خپلو هیوادو سره ئی ضمیمه کړی.
د سولی مخا لف قطب جنگ ده په جنگ کی بدبختی , په جنگ کی لوږه ,ژوبله , مرگ او نا تاری وی.په جنگ کی دین ، اقتصاد او ملی ارزشتونو ته زیان رسیږی.
زموږ په مقدس کتاب کی هیڅ داسی لارښونه نشته چه موږ جنگ ته تشویق کړی بلکه د کائناتو لوی رب موږ ته لارښونه کوی چه با ید سوله وکړو ځکه په سوله کی خیر ده . لکه چی الله پا ک وایی "الصلح خیر" یعنی په سوله کی خیر ده که موږ دی پاک ایت ته پاملرنه وکړو نو الله پاک سوله دهر څه نه پورته بللی او دهیڅ شی سره یی نه ده پرتله کړی بلکه وایی چه په سوله کی خیرده.
الله پاک یوازی موږ ته د جهاد آمر کړی هغه هم پداسی وخت کی چه زموږ دین او اسلامی مقدساتوته خطر وی نو بیا وایی چه د ځانه دفاع وکړی او هیڅ داسی ایت نشته چه الله پاک ووایی چه جگړه وکړی نو که زموږ خیر په سوله کی ده نو بیا ولی جنگ وکړو.
خدای پا ک حرص او افراط حرام بللی د جگړو عمده دلایل همدا دو شیا ن کیدالی شی اکثرآ جگړی دمال او قدرت د زیاتوالی په خاطر کیږی چه په اسلام کی حرام بلل شوی نوکه موږ مسلمانان یو چی الحمدالله یو نو باید سولی ته په ډیره مینه او اخلاص کاروکړو تر څو له یو ی خوا موږ د لوی رب له اوامر و سر کشی نه وی کړی او له بلی خوا مو خپل خلک او ټولنه نه وی نا آرامه کړی .په 21 پیړی کی خلک ستورو او اسمانونو ته د ختلو پلانونه جوړه وی او کوښښ کوی تر څو د خلکو ژوند د ښه شرایطو په برابرولو سره اوږد شی ولی موږ په خپل هیواد کی دورانولو پلانونه جوړه وه. او د کائناتو د لوی رب له اوامرو سر پیچی کوو.
پوهیږو چه سوله د یو کس کار نده سوله په گډ ه کار غواړی سوله د نورو حقوقو ته درناوی غواړی سوله گذشت غواړی سوله د امتیاز د راوړلو لپاره نوروته امتیاز ورکول غواړی ,سوله عدالت غواړی ,سوله اسلامی اوامروته غاړه کیښودل غواړی که موږ هر څه د ځا ن لپاره و غواړو نو سوله نشی راتللی که موږ خپل حقوق غواړو خو د نورو حقوق نه پیژنو نو سوله نشی راتللی که موږ و غواړو چی د سولی په نامه نور امتیازات لاس ته رواړو نو هڅیکله به بریالی نشو . که د سولی غوښتونکی یو نو باید په اخلاص ا و صداقت سره سولی ته غاړه کیږدو تر څو بریالی شو.
اوس به راشو دی ته چی ایا د دولت وروستنی هلی ځلی به بریالی شی او که نه. ایا زموږ په هیواد کی به سوله راشی او که نه غواړم د دی په باره کی یو څه مطالب ولیکم.
لکه چی ما مخکی و لیکل چی په هر وخت کی کب د اوبو خخه ونیول شی نو هغه ښه ده ولی زما سره دا سوال ده چی شاید د نورو وطنوالو سره هم موجود وی چی ولی د سولی غږ اوس راپورته شو او دا اوسنی دولت چی په سر کی کرزی صاحب ده ولی ئی د مخه دا کار نه کاوو که دا کار دمخه شوی وای نو ولی به زموږ هیواد ورانیده او ولی به دومره بیگناه انسانان له منځه تلل او اوس څه شی سبب شو چی کرزی صاحب سوله غواړی او ایا په رشتیا هم سوله غواړی او که هسی خبری دی. غواړم په دی باره کی خپل نظر څرگند کړم..

زما په نظر خو د سولی شورا او د سولی خبری په دی ترتیب سره هسی یوه ډرامه ده او له دی نه څه نه جوړیږی ځکه همدا اوسنی دولت وو او همدا واکمنی وه چی د طالبانو د حکومت له ړنگیدو وروسته ئی په خلکو باندی کور او کلی سور اور کړل او هر چا به چی پټکی تړلی وو نو د طالب ټاپه به ور باندی لگیده په سلهاو بیگناه انسانان گوانتانامه او نورو زندانونو ته ولیږل شول او په سلهاو نور تری تم شولو دخلکو کورونه بمباری شول شول او دخلکو په عزت لوبی و شوی. خلک مجبوره شول هیواد ئی پریښود او همسایه ملکونو ته ئی پناه یوړه او هلته زموږ د هیواد دشمنانو هغو ته غیږه خلاصه کړه اوپه غیږ کی و نیول او بیرته ئی له پیسو او وسلو سره را ولیږل چی گویا جهاد و کړی بیا هم زموږ دولت او زموږ نا بللی میلمنو په دی تیرو 9 کلونو کی هیڅکله هغو ته سمه خبره و نه کړه او تل به ئی د زور خبری کولی او ټول به ئی تروریستان او القاعده بلل حتی په پوهنتون کی به هم چی محصلینو د ډوډی لپاره مظاهره وکړه نو هغوی به ئی هم ترورستان بلل او ډزی به ئی ورباندی و کړی.

د دولت قدرت او څوکی هغو کسانو ته په لاس کی ورکړل شوی چی هغوی نه تنها سوله نه غوشته بلکه په لوی لاس ئی اور ته پکه و هله او خلک ئی دی ته مجبورول چی د وطن د دشمنانو سره یو ځای شی او پاکستان او ایران ته پناه یوسی. د دولت اداره دومره فاسده شوه چی نور نو دولت خپل مفهموم له لاس ورکړ او د هیچا له دولت نه د خیر تمه نه کیده وزارت خانی او دولتی تشکیلات په قومی سمتی او ژبنی ارتباطات خلکو ته وویشل شوو او هر وزیر او هر ولسوال او والی په خپله اداره کی مظلق حاکم و و او هر څه ئی چی غوشتل هغه ئی کول پولیس محکمی اوڅارنوالی د چور او لوټماری په ادارو بدلی شوی خلکو د خپلو حقوقو دلاس ته راوړلولپاره او د حقوقی د عواوو د حل لپاره طالبانو ته مخه کړه خلک ورځ په ورځ له دولت نه بیزاره کیدل او د طالبانو لیکی قوی کیدی د دولت واکداران لکه والیان او ولسوالانو یوازی د بډو په اخیستو لگیا وو د خلکو د مال او سر ساتنه ئی خپله دنده نه بلله د دولت د دی بی کفاینی څخه د هیواد دشمنان پوره گټه .پورته کړه طالبان قوی شول او دولت ورځ په ورځ ضعیف کیده هلته هم خارجی قواوی له سختی ماتی سره مخامخ وی او هیڅ د بریالیتوب نشه ئی نه لیده په خپلو هیوادونو کی هم دخلکو له پراخو نیوکو سره مخامخ و نو د شورویانو په شان ئی د ځان لپاره یوه د خټی پزه غوشتله چی دا هیواپریږدی او خپلی پښی سپکی کړی د تلفاتو شمیره ئی ورځ په ورځ زیاتیده نو ئی د سولی خبره راپورته کړه او کرزی صاحب هم وپوهیده چی خارجیان نور د دی هیواد نه ځی باید مخکی له مخکی له طالبانو سره یوه روغه جوړه وکړی نو همغه وو چی د سولی شورا ئی جوړه کړه او خلکو ته داسی و ښودل چی دولت سوله غواړی او دسولی د شورا رئیس ئی د طالبانو سرسخته دشمن ربانی وټاکه د کرزی د شورا په غړو کی شاید له نیمائی زیات نفر د سولی مخالف وی آیا دا به کوم منطق و منی چی ربانی ، سیاف ، محقق، قاضی وقاد، اسمعیل خان او نور دی سوله و غواړی . د کرزی دولت او د سولی شورا غړی هم نپوهیږی چی څنگه د طالبانو سره سوله و کړی کله وانی هغه طالبان چی سلاح په ځمکه کیږدی اساسی قانون ومنی اوسولی ته غاړه کیږدی نو دوی به ئی هر کلی وکړی دوی هیڅکله هم داسی نه وای چی دوی گویا له طالبانو سره بی قید اوشرطه خبرو ته چمتو دی دوی داسی وائی چی گویا طالبان باید سلاح په ځمکه کیږدی او دوی ته تسلیم شی. دولت او خارجی قواوی د شورویانو د وخت فارمولا تعقیبوی کله چی شورویان په دی پوه شوه چی جنگ نشی گټلای او دوی ورځ په ورځ له ماتی سره مامخ دی نو ئی دی سولی په نامه د ژنو تړون لاسلیک کړی او د کابل اداره ئی هم و هڅوله چی روغه جوړه و کړی نو هغوی به هم په اول سر کی ویل چی که مخالفین سلاح په ځمکه کیږدی او اساسی قانون و منی نو دوی به ئی هر کلی وکړی ولی کله چی خارجی قواوی ووتی نو داکتر نجیب دولت د سولی د راوستو په خاطر ډیر زیات امتیازات ومنل چی مخالفینو ته ور کړی حتی د صدارت وظیفه ئی هم منلی وه چی مخالیفینو ته ئی ورکړی ولی مخالفین پوهیده چی نور نو دولت د زیات وخت لپاره دوام نشی کولای نو د دولت نه ئی بی قید او شرطه د تسلمیدو غوشتنه وکړه. دولت سره له دی چی د حاکمیت نه ئی دفاع کوله ولی په دی پوهیده چی نور نو دوام مشکل ده نو بیا ئی د ملل متحد د سولی پلان ته غاړه کیښوده او ډاکتر نجیب الله د ځینو نورو مشرانو په شان نه غوښته چی په هر قیمت سره خپل بی واکه حکومت کولو ته دوام ورکړی او دریاست جمهوری مهر له ځانه سره کوم بل ولایت ته انتقال کړی او صرف په نامه باندی خوشحاله وی نو ئی د خپلی استعفا اعلان و کړ او د ملل متحد دسولی پلان ئی بی قید اوشرطه و مانه ولی متاسفانه چی هلته بیا هم ځینو کړیو د ملل متحد پلان مات کړ او هیواد ئی د لوی بدبختی په لور د حگړو په منځ کی ښکیل کړ چی دافغانستان ملی اردو له منځه ولاړه په زرهاو افغانان مړه شول او په ملیونو نور بیا مهاجرت ته اړ شول او د کابل ښار په کنډواله بدل شو. زه په لاندی دلایلو سره وایم چی د سولی شورا به هیڅ راز لاسته راوړنی و نلری:

1. د کرزی صاحب نیمه کابینه او د سولی د شورا غړی نه سوله غواړی او نه په سوله کی خپلی گټی وینی او هغه کسان چی کرزی صاحب د سولی شورا ته معرفی کړی دا په خپله ثابتوی چی د دی خلکو نه دسولی طمع کول یو خیال ده او بس.

2. طالبان اوس ورځ په ورځ قوی کیږی او امریکا هم اعلان کړی چی په راتلونکی کال کی له افغانستان نه د خپلو عسکرو وتل پیل کوی نو پداسی وخت کی به طالبان څنگه سولی ته حاضریږی. دجنگی خواو تر منځ سوله هغه وخت کیدای شی چی دواړه خواوی له بن بست سره مخامخ شی اویا دا چی ضعیف لوری قوی خواته ډیر امتیازات ورکړی . پداسی حال کی چی اوس یوازی دولت او خارجیان له ماتی سره مخامخ دی اوطالبان د قوی کیدو په حال کی دی نو څنگه به طالبان د هغه چا سره سولی ته حاضر شی چی پرون ئی دهغو په سر انعامونه ایښی وو او اوس په تیښته کی ده او له بلی خوا هغه څوک چی طالبان حمایه کوی او خپلی گټی د طالبانو په موجودیت کی وینی د سولی مخالف وی.آیا پاکستان چی د طالبان منځ ته راوړونکی پالونکی او مرسته کونکی ده سوله غواړی. چی معلومدار پاکستان هیڅکله هم زموږ د هیواد خیر نه ده غوشتی او نه به ئی و غواړی د دشمن نه د خیر طمع کول زموږ نادانی ده.

3. ایا خلک به د یوی داسی فاسدی اداری سره د سولی په راوستو کی کمک وکړی جی په دی اداره کی د هغو ټول حقوق تر پښو لاندی شوی وی.او خلک ور باندی هیڅ باور نلری.ایا دولت به داسی یوه اداره خلکو ته وشی چی هغه اداره فاسده نه وی او دخلکو لپاره کار کوی. آیا خلک د ځان او مال دساتنی لپاره په آمنیتی ارگانونو او په خاص ډول په پولیسو باور لری. نو وختی جی د دی ټولو پوښتنو جواب نه ده بیا نو څنگه به سوله راشی.

4. د جگړی دوه خواوی طالبان او دولت دی چی د طالبان د قوماندی مرکز د پاکستان استخبارات او د دولت د قوماندی مرکزی ناتو ده تر څو پوری بیا هم وایم تر څو پوری چی د پاکستان استخبارت یا په کامله توگه مات نشی اویا هم هغه دزړه له کومی و نه غواړی دلته سوله نشی راتلای. زه نپوهیږم چی دا زموږ نا بللی میلمانه ډیر بیعقل دی او که ځان نه پوه کوی دلته چی په افغانستان کی د یوه ماشوم نه هم پوښتنه وکړی چی طالبان څوک ساتی او جنگ ته ئی را لیږی نو وبه وائی چی پاکستان ایا دومره لوی جنگ او تلفات بدون د پاکستان له کمک نه طالبان څنگه په مخ وړی د 34 ملکونو مجهزی نظامی قواوی او بودجه څنگه نشی کولای د یوه کوچنی هیواد له یوه چریکی گروپ سره و جنگیږی او ماته خوری. مگر واقیعت بل شی ده او هغه داچی د پاکستان استخبارات د ایران استخبارت او ځینو نور حلقو مالی او نظامی مرستو طالبان په پشو درولی او د پاکستان استخابرات د هغو ټینگه ننگه کوی او هرراز مالی او لوجستکی ملا تړ ئی کوی اصلاٌ دلته جنگ د امریکا او د پاکستان او ځینو نورو ملکونو تر منځ روان ده او افغانستان یوازی د جگړی ډگر ده او طالبان او نور افغانان د جنگی ماشین د سوخت مواد دی نو تر څو پوری چی د پاکستان استخبارات ماته و نه خوری طالبان هم نه ماتیږی. که ناتو او د امریکا دولت غواړی چی شکست و نه خوری نو خپل جنگی ماشین دی پاکستان ته انتقال کړی او د پاکستان استخبارت دی مات کړی. کله چی د پاکستان استخبارات مات شول اویا هم هغه مجبوره شول چی په رښتینی توگه د سولی په راوستو کی مرسته وکړی بیا نو هغه وخت حتماٌ سوله راتلای شی. هغه متل ده چی اوبه باید د سرچینی نه پاکی شی .