د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزې صاحب(ایله دادنی نیستم )

محمد الیاس انقلابی 28.10.2010 12:07

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دا زموږ گران افغانستان هم یو عجیب هیواد دی. که له یوی خوا د کائیناتو لوی رب دی هیواد ته ښکلی دری ، مست سیندونه، هسک او دنگ غرونه ، دجنت په شان هوا او میلمه پاله باتور او غیرتی اوسیدونکی ورکړی خو له بلی خوا بیا کله کله پری داسی حاکمان او پادشاهان مسلط شوی چی نه تنها ئی دی هیواد ته خدمت ندی کړی بلکه ځانته د قدرت د نیولو په خاطر ئی پردی یرغلگر را وستی او په لوی لاس ئی دا هیواد پری کنډواله کړی ده
ولی بیا هم که د هیواد یو تعداد بی ننگه او بی غیرته بچو د قدرت د لاسته راو ړلو په خاطر خپل سرونه نورو ته ټیټ کړی او دهغو په زور ئی قدرت نیولی او د څو شپو او ورځو لپاره ئی په خلکو پادشاهی کړی خو ډیر ژر بیا د هیواد رښتینو بچیو ملاوی تړلی او پردی یرغلگر او دهغو گوډاگی رژیمونه ئی نسکور کړی او یرغلگرو ته ئی داسی د عبرت درس ورکړی تر څو بیا دی خاوری ته په ټیټه سترگه و نه گوری. په نولسم او شلم قرن کی د انگریزانو او روسانو سخته ماتی د دی هیواد د اوسیدونکو د میړانی او غیرت روشانه بیلگی دی. گرچی یرغلگر او د هغوی گوډاگی رژیمونه تر یوی مودی پوری دلته پاته شوی او د داخلی اجینټانو په مرسته ئی په خلکو حکومت کړی ولی وروسته ئی بیا داسی ماته خوړلی چی په ټوله نړی کی شرمیدلی دی. خارجی یرغلگرو تل داسی کسان د ځانه سره راوستی او یا قدرت ته رسولی چی هغوی د خلکو په منځ کی هیځ محبوبت نه درلود او نه ئی د وطن سره مینه درلوده یوازی ئی خپل ځان ته قدرت غوښتل او د یرغلگرو له شکست سره یو ځای دوی هم له منځه تللی دی. زموږ د هیواد تاریخ په خپله سینه کی د افغانانو د میړانی او د یرغلگرو د یرغل او ماتی ډیری قیصی په زړه کی لری چی دلته نور بحث ورباندی نکوم را به شم دی ته چی په اوسنی وخت کی بیا هم زموږ په هیواد کی خارجی قوتونه دی او همدارنگه بیا هم په دی هیواد باندی ناورین را نازل شوی ده جنگ روان ده بی گناه انسانان وژل کیږی او د جگړی هره خوا د افغانانو په وژلو افتخار کوی. دا چی ولی او څنگه دا جگړه پیل شوه د جگړی کومه خوا بر حقه ده او څه باید وشی چی جگړه ختمه شی دا هغه څه دی چی ټولو ته ځواب ورکول ډیر و خت غواړی. زه غواړم دلته د پردیو تر سیوری لاندی د هیواد د جمهور رئیس په کړو وړو یو څه ولیکم.
دطالبانو تر ړنگیدو وروسته چی د امریکا په ډالرو او د نظار شورا په مرسته سرته ورسیدل او د طالبانو حکومت نسکور شو نو د امریکا په درخواست په بون کی یوه فرمایشی غونډه جوړه شوه چی گډونکونکی ئی اضافتره د نظار شورا غړی او طرفداران وو پس له څو ورځو گرمو خبرو کرزی صاحب د دی په خاطر چی هغه پښتون ده او د کندهار د ولایت ده د افغنستان د مشر په توگه وټاکل شو چی کاشکی دا کار نه وای شوی ځکه کرزی صاحب د دولت کولو او د رهبری هیڅ کومه تجربه نه درلوده او په خپل ټول ژوند کی ئی یوازی یو دوه میاشتی د حضرت صاحب د تنظیم په نماینده گی د خارجه چارو مرستیال وزیر وو چی د هغه وخت د امنیت وزیر فهیم هغه پاکستان ته په جاسوسی تورن کړ او کرزی صاحب هم و تښتیده. د دی ټولو نیمگړتباو سره سره خلکو طمع درلوده چی گویا کرزی صاحب به لمړی د ټول افغانستان مشکلات په سمه توگه حل کړی او پښتنو خو بیا ویل چی اوس نو که خیر وو د پښتنو حقوق به ورکړل شی. ټول خلک ډیر امیدواره شکاریدل . کرزی صاحب به هم چی کله کله خارج ته ولاړ او کوم دولت به ورته تحفه ورکړه نو ده به هم تحفه افغانستان بانک ته ولیږله او ویل به ئی چی دا دافغانستان د خلکو لپاره ده. لمړی 6 میاشتی تیری شوی او موقته دوره سرته ورسیده او خلکو د کرزی صاحب نه هیڅ داسی یو ښه کار و نه لید چی پری خوشحاله شی د حکومت ټولی چاری د نظار شورا په اختیار کی وی او کرزی صاحب هم د نظار شورا وزیر دفاع قسیم ته د مارشالی رتبه ورکړه او هیڅوک په دی و نه پو هیدو چی دی مارشال صاحب د افغانستان کوم یو داخلی یا خارجی جنگ فتح کړی وو چی کرزی صاحب ورته د مارشالی رتبه ورکړه د کرزی صاحب نور ابتکارات دا وو چی د پنجشیر ولسوالی ئی په ولایت بدله کړه او د ملی اردو ړنگونکی د ملل متحد د سولی پلان ماتونکی او د کابل ښار د 60 زرو خلکو وژونکی ته د ملی قهرمان لقب ورکړ بیا هم خلک و نه پوهیدل چی مسعود کوم ملی خدمتونه کړی وو چی کرزی صاحب د ملی قهرمان لقب ورکړ خلکو خو ټولو ولیدل چی مسعود ملی اردو ړنگه کړه د ملل متحد د سولی پلان ئی مات کړ او د کابل ښار ئی په کنډواله بدل کړ او ټول قومونه ئی یو د بل سره و جنگول. د دی ټولو ناخوالو په لیدو بیا هم خلکو صبر او حوصله له لاسه ور نکړه او په دی امید وو چی په نوی دوره کی به چی انتقالی دوره ورته ویل کیده کرزی صاحب سم کارونه وکړی انتقالی دوره هم د موقتی اداری په شان تیریده او اختیارات او واک ټول د نظار شورا په اختیار کی وو او کرزی صاحب په دی ډیر خوشحاله وو چی خلک ورته جمهور رئیس و وائی . د بوش دوره وه او کرزی صاحب ئی ډیر نازاوو او په هره دوو یا دریو میاشتو کی به امریکا ته ته او هلته به ئی د بوش سره کتل او دلته په افغانستان کی به ئی هم هره ورځ د ملکی خلکو د وژلو په سر د ناتو او امریکا قوماندانانو ته د غازی امان الله خان مډالونه ورکول د هیواد په وضع کی هیڅ کوم بدلون را نغی دوه کاله پوره شوه او د جمهوری ریاست د انتخاباتو وخت راغی کرزی صاحب کمپاین شروع کړ او خلکو ته ئی وعدی ورکړی چی دی به کار اهل د کار ته وسپاری آمنیت به شه کړی خلکو ته به کارونه پیدا شی او جنگسالاران به ورک کړی. خلکو ته بیا یو څه امید پیدا شو چی گوندی داځل کرزی صاحب تکړه شی او په خاص ډول د پښتنو د روا حقوقو ملا تړ به وکړی او له بلی خوا په انتخاباتو کی د نظار شورا څخه قانونی د هزاره قوم نه محقق او د ازبکانو په نماینده گی دوستم کاندیدان شول ټولو خلکو چی مخالف لوری ته کتل چی ټول پخوانی جنگ سالارلن دی او له بلی خوا پښتنو سره هم دا هیله پیدا شوه چی که کرزی صاحب انتخابات و گټی نو حتماٌ به داځل ډیر ستر ستر کارونه وکړی ټولو پښتنو په یو اواز کرزی ته رایه ورکړه حتی پښتنی میرمنی چی په خپل ژوند کی د کوره نه وی وتلی د رای گیری مرکزونو ته ولاړی او کرزی ضاحب ته ئی رایه ورکړه کرزی صاحب لا پخوا خپل دوه معاونین ټاکلی وو چی یو ئی د نظار شورا او بل ئی د هزاره قوم څخه وو همغه پخوانی خلک ټول په قدرت کی پاته شول او کرزی صاحب بیا ټولی وزارت خانی په قومی لحاظ و ویشلی چور شروع شو دولتی اداری په فساد خانو بدلی شوی د کرزی په مقابل کی جبهه جوړه شوه او هر وزیر او حاکم په خپله اداره کی کرزی و گرځیده د کرزی معاون په مخالفه جبه کی شامل شو او تر نیمائی زیاته کابینه عملاٌ د کرزی خلاف شوه پولیس ، څانوالی او قضا په رشوت خانو بدل شول هیڅ داسی اداره پاته نشوه چی د خلکو لپاره کار و کړی هلته په ولایاتو کی د مخالفی جبهی غړو په غلته د پښتنو کورونه په امریکائیانو بمبارول او غلط راپورونه ئی ورکول هر چا به چی پتکی په سر وو نو هغه به طالب وو او گوانتانامو ته به لیږل کیدل په دولتی ادارو کی رشوت اخیستل یوه عادی خبره شوه او هیڅ کار بیدون له رشوته سر ته نه رسیده. خلک تر دو سپوږمو شول مجبور شول خلک د ځان د ساتنی او د حقوقی د عواوو د حل لپاره طالبانو ته رجوع وکړی طالبان هم ورځ په ورځ قوی کیدل خبره دی مرحلی ته راورسیده چی طالبان د دولت او بین المللی قواو لپاره په جدی چلنج بدل شول. هلته په امریکا کی انتخابات وشول او د کرزی ملگری بوش او دهغه گوند په انتخاباتو کی سخته ماتی و خوړه او د دیموکرات گوند څخه اوباما انتخابات وگټل. اوباما کرزی ته په ښه سترگه نه کتل او دخپلو قواو ماتی او شکست ئی د کرزی په بی کفایتی پوری مربوط باله او حتی یو ځل روابط دومره خراب شول چی کرزی په ډاگه و ویل چی دی به طالبان ته ولاړشی. اوباما له سخت گواښ سره مخامخ وو له یوی خوا د کرزی بدیل نه وو له بلی خوا د کرزی په موجودیت کی هیڅ د ښه کیدو امکانات نه وو. اوباما په کرزی زیات فشارونه راوړل او التیماتوم ئی ورکړ چی کرزی باید په 6 میاشتو کی خپله اداره ښه کړی ولی اوباما بله هیڅ لاره نه درلوده مجبور شول چی و وائی چی موږ به خپله جنگی ستراتیږی بدله کړو او کوښښ به و کړو چی په افغانستان کی سوله راولو. دلته بیا د کرزی لومړی دوره سرته ورسیده او د دوهم ځل لپاره د انتخاباتو بند و بست وشو.کرزی بیا هم خپل لومړی معاون پخوانی دوست مارشال صاحب تعین کړ او دوهم معاون ئی همغه پخوانی د هزاره قوم نماینده خلیلی په ځای پاته شو. کرزی د پوهنتون د استادان یوه غونډه را بللی وه او په غونډه کی وویل چی حالا مه ایلا دادنی نیستم گویا دا دده حق ده او دی به هیڅ کله هم د ریاست جمهوری نه تیر نشی او هیڅ کله ئی د ځان سره دا فکر و نکړ چی ما دی وطن او خلکوته له دومره زیاتو پیسوسره او دومره زیاتو امکاناتو سره څه وکړه چی بیا می ځان کاندید کړی. کرزی ټولو جنگسالارانو اوقومندانانو ته د وزارتونو چوکی و منلی وائی چی کرزی تر 150 زیاتو نفرو ته د وزارت وعدی ورکړی وی او د هزاره قوم د مشر محقق له خولی چی گویا ده وعده ورکړی وه چی دری نوری ولسوالی به هم په ولایت بدلوی کرزی بیاهم ځان کاندید کړ او خپله کمپاین ئی د کابل بانک ، عزیزی بانک ؛ غضنفر بانک او باختر بانک په مالی مرستو شروع کړ او په ملیونون ډالر ئی مصرف کړل د کرزی په مخالف لوری کی مخکښ کاندیدان اشرف غنی احمدزی ، عبدالله عبدالله او بشر دوست و د کرزی له پخوانیو ترخو تجربو څخه او دهغه دمخالف کاندید عبدالله خخه خلک ټول بیزاره وو او هیچا په انتخاباتو کی برخه وا نه خیسته خلک پوهیدل چی د کرزی نه نور طمع کول گناه ده او عبدا لله خو لا له مخکی امتحان ورکړی وو یوازی خلک اشرف غنی ته خوشبین وو ولی په کلی توگه خلک با الکل د هر قسم انتخاباتو نه بیزاره دی پس له انتخابات ثابته شو چی په ملیونونو رای باطلی وی او صندوقونه ډک شوی وو کرزی د ټولو هغو هیلو او ارزوگانو په خلاف چی دافغانستان خلکو او بین المللی ټولنی درلودی کرزی یو ځل بیا په خلکو وتپل شو اوس چی د کرزی د دوهمی دوری څخه هم څه باندی یو کال تیریږی وضعه ورځ په ورځ مخ په خرابیدو ده او خلک په رښتینی تو گه نا هیلی شوی او هیڅ نه پوهیږی چی څه و کړی چیرته ولاړ شی او چاته وژاړی. له یوی خوا بیکاری ، لوژه ، بی آمنیتی او په بی ساری توگه اداری فساد او له بلی خوا جنگ روان ده هره ورځ خلک مری هره ورځ د کونډو ،یتیمانو او معیوبینو شمیر زیاتیږی. کله کله کرز ی صاحب هم وژاړی او ټول خلک حیران کړی چی دا څه چل ده ایا کرزی هم وږی ده ایا کرزی هم له گواښ سره مخامخ ده او که ئی په خواران او بی وزلو باندی زړه سوځی. خلک وائی چی کرزی صاحب که ته ژاړی چی ته صلاحیت نه لری او یا دا چی په خارچی قواوو دی زور نه رسیږی نو بیا دی ولی ویل چی ایله دادنی نیستم او اوس د چا مخه نیوله ده استعفا خو به کولای شی لا اقل خلک خو به درته افرین وو ایئ نو دا د بی ننگی ژوند خو والله که خوند ولری آیا تاسو پوهیږی چی باید و پوهیږی چی هره ورځ څومره خلک مری او څومره خلک له لوږی او بیکاری سره مخامخ دی 90% خلک پوره د خوراک ډوډی نلری ولی ستا دوستان او ستا سو د سنگر ملگری او ستا د کابینی غړی په دوبی ارو پا او نورو هیوادونو کی بنگلی جوړوی او ته په دی ټولو خبر ئی ایا دا څومره د شرم خبره ده چی تا د لندن په کنفرانس کی و کړه چی زه بایسکل نلرم ولی زما وزیران په دوبی کی کورونه لری ایا تاسو د خپلی دی خبری په باره کی کوم وخت سوچ و کړ وختی چی تاسی بایسکل نلری( چی دا هم د منلو نه ده) نو بیا ستاسو دی ملگرو دومره پیسی له کومه کړی چی په دوبی کی ئی کورونه واخیستل ایا تاسو د دی جرات لری چی د هغو نه پوښتنه وکړی چی زه مطمئن یم چی دا چرات نلری او نه د چا نه پوښتنه کولای شی.
کرزی صاحب تاسو باید پوه شی چی نه تنها تاسی په افغانستان کی خواخوږی نلری بلکه اوس نو په جهان کی هم هیڅوک هم ستا ملاتړ نکوی څکه ستا دی فاسدی اداری خارجیان هم ناکامه کړل او هغوی له ډیره سخته مجبوریته له تاسو سره راسه درسه کوی ولی په زړونو کی سخت درنه بیزاره دی . همغه ده چی کله کله په غیر مستقیم ډول له خپلو اخبارونو څڅه( نیویارک تایمز – واشنگتن پوست) په تا داسی گذار و کړی چی تا نه تنها افغان اولس ته بلکه ټول جهان ته و شرموی. تاسو وگوری د نیویارک تایمز وروستی خبر ته چی گویا د ایران دولت ستاسو د دفتر رئیس ته په ملیونونو ډالر ورکوی چی په اول سر کی ستاسو ویندوی او د ایران سفارت په یوه اعلامیه کی داخبر په کلکه رد کړ ولی وروسته مو په خپله اقرار و کړ چی بلی د ایران دولت هر کال تاسو ته 2-3 ځله 5-6 لکه ایرو در کوی. او تاسو د دی کار دلیل هم و ویل چی گویا تاسو د دی پیسو نه دجمهوری ریاست مصارف کوی او هم له خلکو سره مرسته کوی. اوس به نو له تاسو نه پوښتنه و کو چی ایاتاسی په دی دومره زیاتو پیسو کی چی په زرهاو میلیونه دی څه ضرورت درلود چی د ایران نه پیسی واخلی ایا ستاسو لاس چا نیولی وو چی د دولت له بودجی نه په قانونی ډول له هر چا سره مرسته وکړی او یا داچی ولی تاسی د جمهوری ریاست مصارف له دولتی بودجی نکوی ایا د اپخوانیو پاچاهانو او رئیس چمهورانو هم خپل مصارف له نورو هیواد اخیستل. آیا دایران دولت زموږ خیر په کوم وخت کی غوښتی ده ایا ایران په خپل ټول تاریڅ کی په کومه زمانه کی زموږ په خیر کار کړی ده او که ایران دا پیسی د افغانستان له خلکو سره د مرستی په خاطر در کوی نو بیا ئی ولی د بانک له لاری په رسمی ډول نه را لیږی اصلاٌ خبره بل قسم ده تاسو ولی دا خبری مخکی نه وی افشا کړی حتی ستاسو ویندوی او د ایران سفارت ستاسو له اعتراف نه مخکی په کلکه دا پیسی رد کړی اصلی خبره داده چی ایران په میلیونونو ډالره له تاسو سره په پټه مرسته کوی تر څو تاسو د هغو په اعمالو او مداخلو سترگی پټی کړی. ایران نه تنها تاسو ته بلکه محقق ،خلیلی ، قانونی ، عبدالله ، اسمعیل خان او نورو ډیرو ته همداسی پیسی ورکوی نو ځکه ایران په ډیره سپین سترگی زموږ په کورنیو چارو کی لاس وهی. همدا نن می خبر ولوست چی د ایران سفیر د قانونی د بیا رئیس کیدو ننگه کوی او میرویس یاسنی ئی خپل سفارت ته غوښتی وو تر څو د قانونی په گټه له خپل کانیدیدو څخه تیر شی ایا څو ورځی مخکی چی د ایران سفیر مستقماٌ څارنوالی ته مکتوب لیږلی و او د بشر دوست محاکمه ئی غوښتی وه خو دا ټول کارونه همدی پیسو خراب کړی دی هره ورځ په ایران کی افغان وژل کیږی ا. په ډلیزه توگه په جبر را ایستل کیږی ولی زموږ رئیس جمهور او وزیر خارجه حتی اعتراض هم نشی کولای خو دا ټول د همدغو پیسو او رشوت دلیل دی چی ایران ئی دومره زړور کړی چی حتی زموږ د پارالمان د رئیس په ټاکلو کی هم نظر ورکوی.اوس چی دا جملی لیکم دارادی ورځپاڼی د 1389 کال د لړم د میاشتی د پنځمی ورځی ورځپاڼه می مخکی ایښی ده (905 گڼه) او په دی گڼه کی د نیمروز پخوانی والی ( دستگیر آزاد) ویلی چی دی ځکه له دندی گوښه شو چی ده د ایران د مداخلو مخالفت کاوو اولیکلی ئی دی چی ایران په غربی ولایاتو کی د خپل نفوذ دزیاتوالی لپاره پټی طرحی مخ ته وړی. را به شو د ایران د مداخلو بل اړخ ته په کراتو کراتو افغانی او خارجی قواو د ایران د مداخلی په باره کی خبری کړی او په ډیره زیاته اندازه ایرانی وسلی او مهمات ئی د مخالیفینو سره نیولی دی ایران موږ په هیواد کی ډیره چټله پالسی مخ ته وړی او زموږ د هیواد د بربادی او تجزیه پلانونه چوړه وی د پښتنو په مقابل کی ډیر منفی نظر لری حتی د افغانستان پخوانیو مشرانو ته په ډیره سپکه سترگه گوری همدارنگه نه غواړی چی دلته سوله راشی او کوشش کوی چی په هر ډول سره وی د ناتو قواوی له افغانستان نه ووځی او دوی بیاپښتانه او نور قومونه په جنگ واچوی. کرزی صاحب د دی ټولو حقایقو په رڼا کی د ایران دولت څخه په پټه پیسی اخلی او همدا دلیل ده چی حتی یو ځل ئی هم د ایران په مداخلو اعتراض و نکړ اوکله چی د ایران رئیس جمهور راځی د افغنستان د جمهوری ریاست له ماڼی څخه امریکائی او د ناتو قواوی اشغال گر بولی او افغانستان یو اشغال سوی هیواد بولی ولی بیا هم کرزی صاحب هیڅ اعتراض نلری خو دا ټول د همدغو میلیونونو ډالرو او یورو برکت ده چی ایران زموږ جمهور رئیس ته معاش ورکوی او هر څوک چی چاته معاش ورکوی نو بیامعاش خور د معاش ورکونکی مطلق تابع وی او په هغه اعتراض نشی کولای.
دا چی موږ ویاړو چی دافغانستان خلک ډیر غیرتی خلک دی اولوږه تنده او خواری منی خو د بل چا غلامی نه منی او ځان د نورو په مرستو او خیرات نه مړه وی با الخصوص هغه مرستی چی په هغو کی نور سیاسی اهداف موجود وی. نو کرزی صاحب نور بس ده د وروستی ځل لپاره یو نر کار وکه او په نره سره د خپل وطن له خلکو بښنه و غواړه او ورته ووایه چی ما و نشوای کړای او بیا هم نشم کولای چی په دی وطن کی آرامی راولم او خلک زما له مامورینو او بی کفایتیو څخه تر پوزی راغلی اونور دا خلک په تشو خبرو او لا پو مه غلوه تاسو د خلکو او ولس په منځ کی دومره تجرید شوی یاست چی حتی ستا شاته سل نفره هم په اخلاص نه دی ولاړ خلک نور تاسو نه غواړی اونه هم ستا په حکومت او دولتی چارواکو باور لری. دسولی خبری هم ستاسو په موجودیت کی هیڅ ځای نه نیسی ځکه ستاسو د سولی شورا غړی تر80 فیصده زیات نه سوله غواړی او نه په سوله کی خپلی گټی وینی. وختی چی ستا نیمائی کابینه او ستا نیمائی والیان اوسفیران ستا خبره نه منی او وختی چی ته په خپله یوه داسی اداره خلکو ته نشی ورشودلای چی هغه د خلکو لپاره کار وکړی او ټول په فساد کی ککړ دی خو بیا هم وائی ایله دادنی نیستم. ایا تاسو نور د دی ولس او خلکو نه څه غواړی تاسو ستاسو کورنی او ستاسو ټولو ملگرو په میلیونونه ډالر تر لاسه کړل او ستاسو لمسیان هم هغه نشی مصرفولای. په دی ولس او خلکو لږ زړه وسوځه او پریږده چی یو څوک راشی او دا له تا نه په میراث وران ویجاړ هیواد جوړ کړی او دا فاسده اداره چی نه تنها د افغانستان په تاریخ کی بلکه د جهان په تاریخ کی ساری نلری اصلاح کړی.