د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان تجزیه هسی یوه ناکامه او پردﺉ ډرامه ده

حاجی مها جر 18.08.2010 10:40

افغانستان یومصنوعی هیواد نه دي چي دهرچاپه خبره تجزیه سې همداعلت ؤ چي ډیرسترتوپانوونه سوپاشلاې داسې وړې طرحی خویی بالکل نه سې ښورولاې اونه داپرکومه پردی ایدیالوژې اوفکرولاړولس دی چي هرچا چي څه ویل دوی ورپسې زغلې کومی نسخی چي په هرډول اوهروخت له دباندی نه ورکول سویدې په خاورولړل سویدې . افغانستان دپنځوس کالوراهیسې دپردوایدیولوژیو، نظریو، اوطرحولابراتوارګرځیدلې دی چی یوه یی هم له ازمویښته بریالی نه ده راوتلې کمونیزم یوه نړیواله ایدیالوژې وه اوپه سرولښکروباروه پخپل ټول زوراوپسور سره راغله هرڅه چي یی دځان سره راوړې وه دلته یی ښخ کړه اوپخپله وتښتیده خالې لاس په وینولمیبدلې ولاړه ، داخوانیزم ، ماهیویېزم ، فاشیزم . اوټول ایزمونه له دې له لابراتواره ناکامه اوبدنامه ووتل . امریکایی دیموکراسې هم اوس دې حال ته رسیدلې ده چي ولسمشرکرزی خپله میرمن دقران مجید ختم ته هم دکوره دباندی نه سې لیږلاې .

افغانستان نه یوازې داچي دپردوطرحی نه منی بلکه دایومصنوعي ملک نه دې چي تجزیه سې داهغه ملت دی چي خاوره یی دټولوقومونوپه وینواخښل سویده ، داهغه ملت دی چي هډوکواوماغزویې دتاریخ په اوږدوکی داسي جوش سره خوړلي دی هرڅه سریواویوه فولادې ټوټه ترې جوړه سویده ، داهغه ملت دی چي دین اوعقیده سره ګډه ده داهغه ملت دی چي دهرکاڼی وڅنګ ته یی دهراوسیدونکی دپلاراونیکه ککرې ښخِی دی دلته ملې غرور، دپامیرترڅوکه ډیرلوړدﺉ ، دلته دوطن مینه ترخپله وینه ډیره ګرانه ده دی ملت څوواره داثابته کړیده . ډیری ایدیالوژې دډیروسترونظامی کاروانوسره دی خاورې ته را داخلې سوی دې خولاس تورمخ په توروتلې دی که نن ځینی امریکایی کړﺉ دافغانستان دتجزیې خوبونه وینی هغوی به لکه روسان دخپلی نقشي دبدبوپه دام کی ځان وغورځوی . ځوک چي داخیال لرې چي په افغانستان تجزیه امن راوستلاې سې داخلګ اصلانه افغانستان پیژني نه افغانان ، دافغانانوخپل منځی جوړدومره پیچیلې دﺉ چی درې سوه کاله یی روسانوپه پیژندګلوﺉ کی کاروکړی ویې نه سوای کولاې چي داقوم سم وپیژنی ډیرافغانی سیاستمداران نه دی توانیدلې چی ددی قومونوداپیچلې جوړښت سم درک کړی . دتجزیی داناکامه طرحی اونقشی ډیرلویوامپراطورانو ورکړی وې ولې ناکامه سویدی روسانوچي دلته هم د ایدیالوزیکی دپلوه ډیرژورې ریښی ځغلولې وی ، اوهم دوه نیمې پیړﺉ دافغانتسان دنیولواوتجزیه کولو دپاره استخباراتې سترې ډرامې په کاراچولې وې اوهم یی کورپه کور په ټولوقومونوکی دمختلفونومونواوګوندونوترنامه لاندې خلګ روزلې وه ونه توانید ه چي خپل هدف ته ورسیږې داسې طرحی چي هغه نه علمې،نه فرهنګې ، اونه عملې بنسټ لرې په هیڅ صورت دکامیابﺉ چانس نه لري اونه دتشویش وړ دی دافغانانواصلې تشویش له تجزیې نه دې لویه خطره دنړﺉ والې مافیانه دخلاصون لاره ده
کوم خلګ چي افغانتسان سم نه پیژنی اونه پوهیږې چي افغانستان څنګه اوڅوک ساتلې سې لاره ترې ورکه سی بیانواوتی بوتي شروع کړې ټوله ،نړﺉ اونړیوال دې په دی وپوهیږي چي څوکاره ناشونی دی .

الف :افغانان خپل دین ، قومی جوړښت اویووالې اوخاوره دلاسه نه ورکوې ولوکه په هرقیمت وی

ب : افغانان پردﺉ طرحه اوایدیالوژې نه منې ولوکه ترشاتوهم ډیره خوږه هم وې

ج : دافغانانولنډمهاله غولول اسان دی خواوږدمهاله رانیول یی ډیرګران دي چی دی کارډیرامپراتوران غلولولې دی اوسنﺉ دیریش کلنه تجربه یی ښایسته مثال دی دافغانستان دتجزیې پلان دایدیولوژیواونظامونو اولښکرکښیوله پلوه څوواره تجربه سو خوکامیابه نه سواوس که څوک داکارکوی دایدیولوژې اوزورواکﺉ له لارې یی نه سې کولاې هغوي به کوښښ وکړی چی دقومونوترمنځ دنفاق له لارې دي کارته مخه وکړې .

خودنیکه مرغه زموږ قومونه داسی نه دی لکه دنورو ملتوقومونه چی په اومه تارسره تړلې دي ددې قومونوهډوکو اوماغزو دتاریخ په اوږده دوران کی داسی جوش سره خوړیدلې دی چي فولادی مارتولونه یی نه سې بیولولاې دسالنګ اوبه لکه دیوې موردتیوشیدې ټول قومونه ځبیښی که په شمال ، جنوب ،شرق اویا غرب کی هم اوسیږې اوکه چيرې دوی پرافغانستان کامیابه کیږې یادلرﺉ چي په نړﺉ کی به داسې قومی بحران رامنځ ته سې چي ترامریکاپورې به یوملت هم واحد پاته نه سې ټول به تجزیه کیږې اول په پخپله زموږپه ټولوګاونډیانوکی دتجزیی اوربلیږﺉ داڅه چی حتی اسیا کی څلورطرفه تجزیه رامنځ کیږې دوهم به ټول هغه مهاجرچي اوس یی امریکا اواروپا جوړه کړیده سره پاشل کیږې اوهرڅوک به دخپل قومی دولتوخواته مخه کوی اوکه یوځل په نړﺉ کی دقومونواختلاف دلارې دتجزیی اوربل سودااسرایل ډوله واړه دولتونه به بیخې په نړﺉ کي دځمکی له مخه ورکیږي اولوي هیوادونه خصوصا هغوي چی اکثریت جوړښت یی له مهاجروسویدې داسې به سره وپاشل سې چي بیابه یی دراټولیدولاره ورکه سې همدااوس اوس په اروپا اوامریکاکي مهاجرخپل ځان مظلوم احساسوي اودخپل کلتوراودین په هکله اندیښمن دی . تاریخ ثابته کړیده کله چي افغانستان دبحران خواته تللې دی نړﺉ ډیروستروتوپانونوګواښولې ده .

دامریکایانودغه ګروپ چي دنړي امن دافغانستان په تجزیه کې لټوې اودخپلوعسکرووتلوته لاره هواروې هغوې باید په دې پوه سی چي په افغانستان کی امریکایې عسکر افغانان نه وژنې پخپله دامریکا غلطه پالیسې اودرواغجن سیاست امریکایانو، اروپایانواوافغانانوته دمرګومرض رانازل کړیدﺉ دامریکادولت دډیورنډ دپولي یوی خواته یوبی کفایته غل اودرواغجن دولت پرخلګوتپلې دی اصف زرداری یې ورمشرکړې دي چي تاریخ یی سم وکتل سې هغه پخپله دغلااوادارې فسا دیونړیوال مثال دې دغلااوفساد په دوسیویی دپاکستان سپریم کوټ ډک دې اوبلې خواته (افغانستان ) کی دمافیا بانډدقدرت پرګدﺉ کښینولې دې په سرکي یوبی جراته بی کفایته کرزې ورمشرکړیدي چي افساد اوچوراوچپاول ، بې عدالتﺉ اودرواغوبوې یی ترواشنګتنه رسیدلې دې .دواړه دامریکا دولت حمایه کوې دواړه دامریکایانولخواپرمظلوموافغانانواوپاکستاینانوتپل سویدي . دامریکا دااشتباه ددی باعث سویده چي هم دورځې په لسوګونوافغانان اوهم په لسوګونوخارجیان په افغانستان کي ووژل کیږې .

پوښتنه داده که افغانستان تجزیه سې نوالقاعده به ورکه سي ؟ زه فکرکوم نوره به هم تقویه اولاسونه به یی اوږده سې ځکه القاعده یوازې په پښتنوکی نفوذنه لرې هلته عرب دې ، هلته تاجک دې ، هلته ازبک دي ، هلته چنایان دې . هلته کشمیریان دې ، هلته پنجبابیان دې ، هلته ترکان حتي دامریکا اواروپا خلګ هم ورسره ګډدې . په هرصورت دافغانستان تجزیه په نړﺉ کی امن نه سې راوستلاې بلکه نوره به هم نړې دبدبختﺉ کندې ته وغورځوي لکه څنګه چي کرزې نړیوال دخپل مافیایی بانډ قربانې کړه همداسې به دامریکا اوکرزې غلطی پالیسې نړیوال یوبلې بدبختی ورټیل وهی . داچی نن ځني امریکایان اوبواخیسیتی دې اوڅګ ته لاس اچوي دادافغانانوګناه نه ده داکرزې اوپه واشنګتن کي دهغه دملاتړوکناه ده کرزې اودهغه امریکایی ملاتړودواړو په افغانستان کي هغه پاشستی کړﺉ حمایه کړې چي هغوله لاپخوا دملې یووالې سره دخیانت ارزولرله خودملت له ویرې یخ نیولې ماران غوندې غلې پراته وه اوددی سترې جفا جواب به هم کرزې اوهم امریکا تاریخ ته ورکوې . ترڅوچي په افغانستان کی یوه سمه اداره اوپا ک خلګ پرقدرت رانه سې اودملت باورترلاسه نکړې امریکا اونډیوالان به سره له کرزې دژورخفګان په مرض کي ډوب وې . اولارورکی امریکایان اوملې خاینان به دافغانستان دتجزیې خوبونه وینی . هغه افغانان چي په داخل کی اوسیږې هغوې ته داخبرې هیسی دنورودرواغجینواوبی ځایه ډراموپه شان تش خیالونه دې ولې له وطنه لیرې وطن پال کسان به خامخا تشویش لرې ځکه ژوندې احساس به ېې حتما ځوروې . هیله داده چي دافغانستان دتجزیی نه هیڅ تشویش مه لري دنړې والې مافیا اوفاسدې ادارې نه دخلاصون لاره وڅارې.