غله ځوک دي ؟
15.01.2010 13:16دډیروخت راهیسي داداري فساد ناري سورې وهل کیږې .هلې غله دي ، هلی ادارې فساد دی ، ولس هم واېې چي اداري فساد دې . ولسمشرهم وایی . نړیواله ټولنه هم واېې ، ملې شوراهم وایی ،لویه څارنوالې هم واېې . کوروالاهم نارې وهی چي غله درغله اوغله هم ناري وهی چي غله درغله خو په اته کاله کی غله مالوم نه سوه چي داځوک دي ؟تراوسه خلګو دکورمالک اوغله ونه پیژندل . دولسمشري په ټولټاکنوکي خولادکرزي صاحب انډیوالانوددي دپاره چي دخلګوترسترګواصلي خلګ پټ کړې داهم ورسره اضافه کوله چي په دې فساداوغلاکي خارجیان هم راسره ملګري دي . ترڅودملت نه اصلې غله ورک سی . دپښتنوقانون خودادي چي کله دیوچا کورته دغله پل ودریدې یابه غل په لاس ورکوي اویابه دغله پل ترځان تیره وې . اوکه دایوهم نه کوي نوددی نه مالومه ده چی دکورمالک هم ورسره شریک دې اوغل یی پخپل کورکی ساتلې دي . خوترڅودکورمالک ورسره شریک نه وي دبهرغله نه سی کولاې په ډیره اساني غلا وکړي . په دي شرط چي دکورمالک دخپل کوررښتنی مالک وي نه دکرایی مزدور دهغه دویري دباندنی غله داجرات نه سی کولاې دچا کورلوټ کړې . یابه دکورمالګ ویده وي ، یاورسره شریک وي . په دواړوحالاتوکی دباندنی غلو ته هرڅه اسان دي . ناري اوروچي غله دې ، هرځوک نارې وهی خومالومه نده چي ځوک دې ؟ اوچیري دي ؟ ایا وزیران غله وه ؟ والیان غله وه ؟ ولسوالان غله وه ؟ وکیلان غله وه ؟ ملت غل دې ؟ خارجیان غله وه ؟ قاضیان غله وه ؟ څارنوالان غله وه ؟ امنیه قوماندان غله وه ؟ که پخپله لوي واکداران غله وه ؟ غله خوسته ځکه داتراسمانه رسیدلې ماڼې نه دتنخواپه پیسوجوړې سوي دی نه دځمکودحاصلاتو. نه دروزانی په مزدورې اونه هم دغه کسان پخوا یااوس ډیرغټ تجاران وه .کله چي یوځوک دشیرپور( شیرچور) کلاته ورسې دغلااندازه ورته ډیره ښه لګیږې . ځکه هلته یوازي وزیرانوبنګلې نه دي جوړی کړي هلته ډیروالیان دي ، هلته ډیرقوماندان دي ،هلته دهري ادارې خلګ ترسترګوکیږي ، چي ستری ماڼې . لوکس اونوي ماډل موټران اوتکړه باډی ګارډان لرې . لوي اوموډرن جنراتوران یی دکورومخ ته پراته دې . خودافغانستان ولسمشرددي دپاره چي نړیوالوته اویا ملت په سترګوکی خاوري وروپاشي تورلاسونه یوازې په یوځووزیرانوپوري پاکوې دکابینی دڅووزیرانو په تغیرکي دغلامخنیوې ښکاره کوی . په داسې حال کي چي داسی والیان ، داسی قوماندان ، ولسوالان ،ربسان اومعینان وه چي تروزیرانویی زیاتی غټی غلاوې کولی چي هم دکابینی غړو ، مشاوروزیرانو هم څارګرواداروته ونډه ورکوله . حتی پخپله ولسمشردیوه ډیرلړلی کس چي دکابل مخکنی ښاروال ؤ سپناوي وکړي ددي نه مالومیږي چي غلاسرترپایه جریان لري نه په یوه اداره کي . اوس . دغلودمیندولودحل لاره څه ده ؟ دغلا دمخنیوي خنګه ممکین دې ؟داهغه پوښتنی دي چي باید ورته دولت جواب ورکړي .ځکه دی مشکل دافغانانوپا ک ضمیر، داسلام سپیڅلی نوم ،افغانی غرور ،اوملی حثیت ته زیان رسولې دی . داهغه مسایل دې چی دوطن سرنویشت یی په وینولړلي دي ، داهغه فاسده اومرداره پدیده ده چي زموږمسلمان ملت یی ونړي والوته په غله اوډاکومعرفی کړیدي . دحل لاره داوه چي په ټوله اداره کی سرترپایه تغیرات راغلی واې دکرزي له مرستیالانونه نیولې ترولسوالانوپوري ټول نوي سوې واي متاسفانه داسی ونه سوه . یوازې دکابنی په تغیر دغلوورکول دخلګوخطاایستل دې که نړیوال غواړې اوکه دولت غواړې تیرغله پیداکړې باید دټولولوړپوړوچارواکو دشتمنی تفتیش اوڅیړنه دهغی ورځی نه کوم چی دکرزی په دولت کی برخه اخیستی ده ترهغی نيټی مخکی اوترنن پورې وکړې نوسړي پوهیږي چي دولت غواړي چي غله پیداکړي اوداداري فساد مخه ونیسی که نه هسی پرلویوتختودادارفساد پرضد شعارونه لیکی داهیس یوه عوام فریبی ده . که نړیواله ټولنه غواړي چي دخپلوورکوپیسو غله پیداکړي دشیرپورکلاته دی ورسي اویوازې دهغوې دبنګلودجوړیدومصرف دی مالوم کړي بیا دی پوښتنه وکړي چی داپیسی دوې له کومه کړیدی ؟دشرم خبره خوداوه چي په کابل کی دامریکا سفیر په ډاګه وویل چی غله ټول په شیرپورکی راټول سویدې .اومخنیوي دپاره هرکله چي مخکنی غله په ګوتوسوه که یی پرخره نه سپروي اومخ یی نه ورتوروي نوهغه دغلاپه لاره لاس ته راغلي شتمني دی ضبط کړي بیا به وګوروچي راتلونکی واکداران غلاکوي اوکه نه همدا دغلوپاچاهی اودادخلګوبدبختی به وي . حاجی مها جر

