د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د صليبي او يهودي تاړاکګرو د وحشت ريکارد مات شو

محمد کريم نور 31.07.2010 17:07

د ويسا وېبپاڼې د رپورت پر بنسټ په هلمند کې طالبانو يو اته کلن ماشوم اعدام کړی دی . راپور د سيمې د اوسېدونکيو له خولې د اعدام لامل په درې ډوله سپړي :

ځينې اوسېدونکي وايي چې طالبانو دغه اته کلن ماشوم انګرېزانو ته د جاوسوسۍ په تور ځړولی دي . ځينې نور وايي چې ګواکي طالبانو د ماشوم له پلار څخه شپږ سوه ډالر عشر غوښت، خو هغه نه درلودل . د هلمند د والي وياند، داود احمدي ادعا کوي چې "طالبانو نوموړى ماشوم د خلکو د ډارولو لپاره وژلى دى، ترڅو له افغان چارواکو او نړيوالو پوځي ځواکونو څخه ځانونه ليرې وساتي ."

د اعدم لامل چې هر څه وي، خو که چېرې طالبانو په ريښتيا هم ماشوم ځړولی وي، نو د صليبي او يهودي تاړاکګرو د وحشت ريکارد يې مات کړ . او لرې به نه وي چې الله ج به همدغه د انسانيت غليمان په ژوند رسوا او د ابولهب په څېر هلاک .

د راپور له مخې، که څه هم چې د کوټې شورا امر کوي چې هېڅ طالب سربولن دا واک نه لري چې ماشومان اعدام کړي، خو د ملا عبدالباري په نامه يو لوړ پوړی طالب وايي چې " د کويټې وضع شوې اصول په هلمند کې د پلي کېدو وړ نه دي ."
دی دليل وايي چې "د هلمند لپاره دا اصول ځکه بدل شول، چې دلته د کافرانو شمېره زياته شوې او طالبان د محاکمو جوړولو لپاره وخت او ځاى نه لري ."

سربيره پر دغه بې عقله دليل څنګه کېدای شي چې يو څوک هم داوه کوي چې د الله ج د لارې مجاهد دی او هممهال په اسلام کې دومره وحشت او ځناورتوب ته ځای ورکړلای شي ؟

راځئ داسې وانګېرو چې دغه ماشوم په ريښتيا هم جاوسوس وو . لمړنۍ څو پوښتنې چې پيدا کېږي دا دي چې آيا اته کلن ماشوم ريښتيا هم په جاوسوسۍ پوهېږي، آيا د دغه مغز دومره پرمختللی او ځواکمن دی چې د طالبانو کړه وړه وڅاري، هغوی وارزوي او بيا يې راپور په ليکلي يا شفاهي توګه انګرېزانو ته ورکړي؟

اسلام حکم کوي چې د جګړې په وخت کې د کافرانو ماشومان، ښځينه او سپين ږيري بايد ونه ربړول شي . نو که دا حکم سم وي، ولې يوه مسلمان جاوسوس ماشوم ته - که څه هم چې دغه ماشوم يوازې تورن وو او د سليم عقل څښتن يې نه شي مجرمولای - د اعدام سزر ورکول کېږي . بيا هم که طالبان په قرآن او حديثو کې څه ليدلي وي ، چې د دغه اته کلن ماشوم د اعدام فتوا ورکولای شي، نو ولس ته يې بايد وروښيي .

د اعدام دويم کيدونی (احتمالي) دليل د عشر لپاره شپږ سوه ډالره دي . عشر هر ګوره له هغو روپيو ورکول کېږي چې سړی يې ولري . له نېستمن څخه به واکمن د څه شي عشر وغواړي . او که څوک د ماشومانو نفقه نه شي پوره کولای، اسلامي دولت يا امارت بايد له هغه سره مرسته وکړي .

نو طالبانو له آره د ماشوم له پلاره عشر نه، بلکې باج غوښت، يا د لنډه غرو (مافيا) او پټکوالو په څېر يې له ده څخه په ظلم او زور روپۍغوښتې . د وخت خنداوړ اېروني ده، د باج اخيستلو او د لنډه غرو يا مافيايي کړو وړو پر ضد خو طالبان راپاڅېدل . طالبان په خپله سورې نارې وهي چې ګواکي د دوی د پيدايښت آر لامل د مافيايي، خونيانو او لنډه غرو ورکول وو . خو نن د دوی دغه غير انساني کړن په خپل دا زبادوي چې طالبان دروغ وايي . دوی د لنډه غرو او خونيانو د له منځه وړلو لپاره نه، بلکې په خپله د لنډه غرۍ، خون، وحشت، ظلم، ناروا، چور او وراني لپاره راپاڅېدلي دي .

د اعدام دريم کېدونی لامل د هلمند د والي داوود احمدي ادعا ده چې ګواکي طالبان خلک ډاروي چې له دولت او بهرنيو ځواکونو سره اړيکې ونه نيسي . د دغې ادعا د ريښتينتيا له چانس څخه يې د دروغ ګڼلو هغه ځلانده او د منښت وړ دی . خو بيا هم، تېرو پېښو ته په پام سره يې سړی بايد له پامه ونه غورځوي . د تېر کال په پسرلي يا دوبي کې د وردکو د سيد آباد په ولسوالۍ کې يا تنګي ته نيږدي طالبانو دوه زده کوونکي ووژل، ځکه چې دوی په ګوډه ماته انګرېزۍ له ناټو سرتيرو سره ستړي مه شوي کړي ول . که د ښاغلي عبدالودود ( يو ليکوال) منطق دلته وکارول چې ګواکي د حزب اسلامي عقيده د سياست طابع ده، نو داسې ښکاري چې د ده د طالبانو عقيده هم د سياست طابع ده . ځکه چې طالبان د الله ج په حکم او وعده دومره باوري نه دي چې کامياب به شي، لکه دومره چې له يوه اته کلن ماشوم ، يوه زده کوونکي او بل کس څخه ډارېږي چې له مجبوريته به يوه دولتي کارمن ته سلام اچوي .

د ويسا راپور د يوه ځايي اوسېدونکي له خولې ليکي چې ماشوم د اعدام په وخت کې مور او پلار ته کريغې وهلې چې ډارېږي . يوه داسې چاته چې د سليم عقل، انساني کرامت او احساس، رحم او سليمې عقيدې څښتن او مؤمن مسلمان وي، دغه زړه بوږوونکی ننداريځ (صحنه) د منښت خو پرېږدی، څنګه يې د ليدو وس لري، څنګه يې سرته رسولای او ان څنګه يې تصورولای شي؟

د دې تبصرې په لوستونکيو کې به ډېر داسې کسان وي چې ماشومان به ولري. دا ځل چې يو ځای ورسره کښېناستئ، نو هر يوه ماشوم ته مو وګورئ چې د وحشت سپه سالار يې پر غاړه کي رسۍ وراچولې ده او اعداموي يې .

څه احساس به وکړئ؟

يادښت : ويسا وېبپاڼې دغه راپور څلور ورځې وړاندې ( 27 د جولای ) خپور کړ، خو طالبانو کوم غبرګون ونه ښووه.