د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سب سې پهلې پاکستان!

محمد کريم نور 01.10.2008 11:26

خبریال : سلام علیکم ورور، اختر مو مبارک شه . 
ځ : سلا مالېک، ټیک ټاک . زه هم په خپل وار ټول پاکستان ته ، اسپېشلي (په ځانګړې توګه) پنجاب ته سلامونه وایم .

س : نو تاسې خو افغان یاست، ولې باید لمړی پنجاب ته سلامونه وړاندې کړئ؟
ځ : ته هم عجب "خبرپیار" یې ! سب سې پهلې پاکستان! یاره همدا زموږ شعار دی، پر دې شعار غزا کوو، پر دې به سر ورکوو او پر دې به نور وژنو!

س : تاسې ډېر ژر-ژر  وژل کوئ . که یو څوک تاسې ته ووایي چې احمد یا محمود مسلمان نه دی، نو تاسې بې له دې چې د هغه په باره کې مالومات واخلئ، هغه وژنئ . تاسې دا کار د څه شي له مخې کوئ؟
ځ : جي سېر ، داټیک ده، موږ ډېر ژر  کافرانو ته جزار ورکوو . او دا کار د پیشو د کیسې له مخې کوو. وایې چې چاته یې وویل چې غوږ د پیشو یووړ، نو ده په پیشو پسې منډې وهلې، خپل غوږ یې نه کوت .
 
س : نو آیا داسې منطق ستاسې په اند د منښت وړ دی؟
ځ : ټیک په دې دی چې خپل غوږ خو هر وخت کتلای شو کنه یار!  اېمپورټېنټ (مهمه) دا ده چې لمړی پیشو راونیسو . بس دا رنګې موږ ته دا لازمي وقوفي ده چې پهلې (لمړی) هغه کس چې دی، کوم چې تورن دی، باید  هغه  ووژنو . که بېګنا وو، خو جنت ته به ولاړ شي، که ګناکار وي، نو بیا خو کنه ښه کار شوی مړه .
 
س : نو د انسان تشبیه آیا له پیشو سره کیدای شي؟
ځ : بس نو زموږ ستر مبصر چې دی "مولوي مسافر آخوند" چې همېش وخت په "ټول افغانستان اورپاڼه" کې خپل ډېسکشن کوي، وایي چې که کوم افغان پرېزېډنټ (ولسمشر) ته  د پاکستان په ډېلې نیوزپېپر (ورځپاڼه) کې د مچ خطاب وشي، نو دا به ځکه ټیک نه وي چې دلته کنه د مچ سپکاوی شوی دی . بس همدغه دلیل دی چې ما افغانانو ته د پیشو مثال راووړ . خو زه باوري یم چې د دې افغانانو مرګ اوس پنجاب ته زموږ په لاسونو تر پیشو او مچ هم سپک دی .
 
س : تاسې ولې د افغانانو پر وړاندې جنګېږئ؟
ځ : بس کنه یاره موږ د اولی الامر او امیر متابعت ته غاړه ایښې ده . او جهاد کوو .
 
س : نو تاسې ته خپل امیر وایي چې خلک ووژنئ؟
ځ : موږ یوازې ټول هغه افغانان وژنو چې له ملحدینو سره یو په یوه وطن کې جوند(ژوند) کوي!
 
س : نو آیا افغانان کافر دي؟
ځ : مړه ته داسې اوکړه چې دا پوښتنه زموږ له اعلی شوروا جوړوونکو څخه وکړه چې موږ ته یې د افغانانو د وژن خوند راڅکلی دی .
 
س : ستاسې امیران د کوم ځای دي؟
ځ : بس نو په په اسلام کې بونډري (سرحد) نشته، نو ځکه دلته کې د  ځای خبر جواز نه لري . خو  زموږ امیران په پنجاب کې ژوند کوي . زموږ اعلی هدف مهم دی .

س : نو ستاسې اعلی هدف افغان وژنه ده؟
ځ : نو ته څه وایې چې پنجابیا ووژنو؟ که داسې نه وای، نو اېک دېن (یوه ورځ) خو به مو د پیجابیانو پر ضد اعلان جنګ کړی وای . بس موږ د امریکې اجیر ټول اجیر افغانان وژنو، ښځه وي، که ماشوم .

س : نو په پاکستان کې خو هم امریکا او ځواکونه یې شتون لري . پاکستان د امریکا نږدي ملګری دی نظر افغانستان ته . نو بیا ولې هغه پاکستاني اجیران نه وژنئ؟
ځ : بس مړه هغې کې د تا او زما کار نیشته . خو دومره وایم چې هغه کسان چې دي، له امریکې سره پولېټیک کوي . بل دا پاکستان چې دی اباد ملک دی، افغانستان غوندې خو نه ده . 

س : تاسې که افغان خوار ولس ته په دې اختر کې کوم پیغام لرئ؟  کوم شعر وي یا لنډۍ؟
ځ : مړه خوار چرته دی؟ ټوله امریکه یې اوخوړه . اېک سو (یو سل ) کروړ روپۍ یې څو مینې (میاشتې) کې وخوړې . خو زه وایم چې دغه خوار ولس به نور هم خوار کړو . تر اوسه لا موږ سره هم ټېم (وخت) شته، دوی سره هم . تر څو چې دا افغانان زموږ د امیر په پنجاب کې اطاعت ونه کړي، نور به هم خوار شي . نو ته خو بس له هر چا څخه پوښتنه کړې چې شعر ووایه لنډۍ ووایه . ستا هم شعر زده دی؟

خبریال : هو یوه لنډۍ مې پر زړه راګرځي، هیله من یم چې لږ تنده د پرې ماته شي . 
 
نادانه خدای که خو پېشوا شي
په جهاد بوخت یې، یادوې آی اېس آیونه