د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان دولت د اجمل خټک جنازې ته يو پلاوی ليږي

څارونکی 08.02.2010 09:04

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوی مبارز، شاعر او ليکوال جنازي ته يو پلاوی ليږي. په دې پلاوي کې ځينې فرهنګي شخصيتونه لکه د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزير عبدالکريم خرم ،  د ښار جوړولو پخوانی وزير يوسف پښتون، سباوون مومند، استاد نجيب منلی، مطیع الله اباسين، د علومو اکاډمۍ رييس عبدالباري راشد، مشاور وزير ارسلا جمال، علم ګل سحر، وزيري صاحب او .... شامل دي.

دا پلاوی به درنګ ساعت له  د کابل د هوايي ډګر څخه حرکت کوي او تمه ده چې جنازې ته به په وخت سره ورسيږي. د يادونې وړ ده چې د خټک بابا جنازه نن ماسپين درې بجې په اکوړه خټک کې ادا کيږي.