د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پيښور په مال منډيي کې ځانمرګی بريد تر سره شو

څارونکی 08.11.2009 10:36

دا بريد د پيښور د متنو علاقه اديزيي کې رامنځته شو چې د اديزيي د ناظم عبدالمالک په شمول يې ١٢ تنه ووژل او ٣٦  نور يې تپيان کړل. ټپيان يې د ليډي ريډنګ روغتون ته رسولي دي. د روغتون انتظاميه وايي چې د ٧ تنو ټپيانو حالت د تشويش وړ دی.
د يادونې وړ ده چې د اديزيي ناظم عبدالمالک چې د دې بريد ښکار شوی دی، د شرخوښو پر ضد يې د يوه لښکر مشري هم کوله. ويل کيږي چې ځايي طالبانو څو وارې مخکې هم هڅه کړې وه چې نوموړی ناظم له منځه يوسي.
په دې پيښه کې ٧ موټرې هم تباه شوي دي.