سعدی او د هغه دطنزیه توکو ځانګړتیا
26.05.2009 19:03ابومحمد مُصلِح بن عَبدُالله مشهور په سعدی شیرازی د (۶۰۶-۶۷۱)یا ۶۹۱ ه ق )یو نامتو شاعر او لیکونکی دی، چې د پوهانو- لخوا ورته د خبرو د استادستاینوم ورکړشوی دی دهغه نامتو آثرونه دا دي:
۱-بوستان ( سعدی نامه ) چې د دري ژبې یو شاهکار دی ،چې څلور زره بیته غزلونه لري او لس برخې : عدل، احسان، عشق، تواضع، رضا، ذکر، تربیت، شکر، توبه، مناجات او دکتاب ختم لري هغه دا کتاب د اتابک ابوبکر بن سعد په نامه کړی دی
۲- گلستان، چې د دري نثر یو شاهکار دی
۳- عربي بوللې، چې غنایي ، ورم او وراشه او مرثیه بوللې دي
۴- فارسي بوللې، چې تصوفي ، مدحي او پندونه دي
۵- مراثی بوللې ، چې د مستعصم بالله په مړینه يې ،چې د هلاکو په فرمان مړ شو ویلي دی .
۶- ملمعات ، مثلثات او ترجیعات:
۷- غزلونه، چې څلور برخې لري طیبات، بدایع، خواتیم او پخوانی غزلونه
۸- پینځګوني مجلسونه ، چې د سعدی ویناوی دي
۹- نصیحة الملوک، چې پندی و اخلاقی توکي لري
۱۰- صاحبیه چې د وزیر شمس الدین په مدح کې یې ویلې ده
۱۱- خبیثات، چې هزلی شعرونه دی
دسعدي په اثرونو کې طنز اوظرافت ډیر لیدل کیږي په دري ادبیاتو کې د هغه سبک خپل ځانګړی ځای لري دهغه طنز د ژوند د اروا او رازه ډک دی هغه په طنز او ظرافت سره دخپل کلام وچ والی لیري کوي اوهغو ته خوځښت او حرمت وروبښي او خپل کلام اغیزمند وي. د هغه طنز هم خندا لري هم زهر او هم مرهم.
با محتسب شهر بگویید که زنهار
در مجلس ما سنگ مینداز که جام است
د ښار محتسب ته ووایاست چې پام
زموږ بنډار ته ډبره مه اچوه چی جام دی
جام( مقدس ځای)
یا
کسان عتاب کنندم که ترک عشق بگوی
به نقد اگر نکُشد عشقم، این سخن بکشد
خلک مې رټي چې له عشقه شه تیر
که مې عشق اوس مړ نه کړی دا خبره مې مړ کوی
له "بوستان" څخه یو طنزی غزل:
سگی پای صحرانشینی گزید
به خشمی که زهرش ز دندان چکید
شب از درد بیچاره خوابش نبرد
به خیل اندرش دختری بود خورد
پدر را جفا کرد و تندی نمود
که آخر تو را نیز دندان نبود؟
پس از گریه مرد پراگنده روز
بخندید کای مامک دلفروز
مرا گر چه هم سلطنت بود بیش
دریغ آمدم کام و دندان خویش
محالست اگر تیغ بر سر خورم
که دندان به پای سگ اندربرم
توان کرد با ناکسان بدرگی
ولیکن نباید ز مردم سگی
سپي دیوسارا يي پښه وداړله
چې له خښمه يي زهر له غاښه توېدله
د شپې له درده خوار نشو ویده
په کېږدۍ کې يې وه یوه جنۍ وړه
پلار ته يي ویله په غوسه اوتوندي
چې اخیر تا نه لرلې داړي؟
له ژړا وروسته هغه خوار سړي
ویي خندل چې ای لورکی دل افروزي
ما هم کولی شول چې په غاښ کړم هغه
افسوس مې راغی په کام او غاښو خپله
ممکنه نه ده که ان تیغ وخورم پر سر
د سپي پښې ته ټیټ کړم سر
د ناکسانو سره کولی شئ بدرګي
خو نه باید د خلکو سره وکړې سګی
دهغه یو طنزي حکایت داسې دی.
یو پاچا له یودینپاله ( پارسا )څخه وپوښتل:« کله ما هم یادوي؟»
ویل يي: هو!هغه وخت چې خدای هیروم.
یو ظالېم پاچا له یودینپاله( پارسا) څخه وپوښتل: کوم عبادت تر ټولو فاضل دی؟
ویل يي : تا ته د ورځي خوب .
چې په هغه یو ګړۍ خلک ستا له ظلمه وسا وي
یو بل طنز:
وايي د یو واکمن په کلمو کې باد تاو راتاو کیدی ، هغه و نه شوای کولی د هغه د وتلو خنډ شي نو بې اختیاره ووت
ویل یې : ای دوستانو! دا کار اختیار ي نه وو ما په خپل کرم وبښئ!
یکی
شکم زندان باد است ای خردمند
ندارد هیچ عاقل باد در بند
چو باد اندر شکم پیچید فروهل
که باد اندر شکم بارست بر دل
ما
ای پوه سړیه نس دی د باد زندان
هیڅ عاقل نه بندوی باددننه په زندان
چې باد په نس کې تاو راتاوشی ووځی هل
په نس کې باد بار دی پر دل
دسعدی یو طنزی حکایت داسې دی:
هغه د یو سماع بزم ته ولاړ د بنډار موزون ساز ،ښه سرود او زړه راکښونکي نغمې پر هغه اغیزه وکړه او کرار کرار مست شو او ویل يي:
قاضی ار با ما نشيند بر فشاند دست را
محتسب گر می خورد معذور دارد مست را
کازي که زموږ سره کښینی پورته به کړی دست
محتسب که می وخوری نه دی ملاتوی مست
وايي بله شپه يې په بزم کې بې سوره ساز وارید او ويي ویل :
گويی رگ جان میگسلد زخمهی ناسازش
ناخوشتر از آوازهی مرگ پدر آوازش!
ته چې وايي د بدن رګونه پرېکوی دا نا موزونه ساز
بدتره د پلار د مړینې له اوازی يي دی اواز
چې شپه تیره شوه په سبا يي بیا دا بې هنرې ب داسې و غندله :
نبيند کسی در سماعات خوشی
مگر وقت رفتن که دم در کشی
مطربی دور از اين خجسته سرای
کس دو بارش نديده در يک جای
راست چون بانگاش از دهن بر خاست
خلق را موی بر بدن بر خاست
مرغ ايوان ز هول او بپريد
مغز ما برد و حلق خود بدريد
په سماع کې دی څوک نه ویني خوښي
مګر د تلو په مهال دی نفس باسي
داسی مطرب بل ځای له دې ځایه
چا دوه واره نه دی لیدلی بل ځایه
رښتیا چې ږغ يي له ستوني راوځي
د خلکو په بدن وېښتان نیغ شي
د هوله يې شوه په هوا د اسمان مارغه
زموږ ماغزه یي خراب او خپل ستونی کی پاره
په اخیر کې بیا وایي:
آواز خوش از کام و دهان و لب شيرين
گر نغمه کند ور نکند دل بفريبد
ور پردهی عشاق و خراسان و حجاز است
از حنجرهی مطرب مکروه نزيبد
ښه ږغ له خوږی خولې، ستونی او شونډې
که نغمه وکړی یا ونه کړی زړه وړی
که پرده د عاشقانو خراسان ده او حجاز
د بد ږغی مطرب د خولې خوند نه لري
هغه د بد ږغه خطیب په هکله وایي:
به تيشه کس نتراشد ز روی خارا گل
چنان که بانگ درشت تو میتراشد دل!»
په تیشه څوک نه توږی خټې د ډبرې له مخه
داسې لکه ستا ځیږ ږغ چې توږی زړه!
نور بیا