د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمیر احمدشاه رضواني طنزیه لیکنې

پوهنمل محمود نظری 27.02.2012 19:29

(۱۲۷۹-۱۳۵۳ق)
میر احمدشاه رضواني د قاضي میرصاحب  زوی او میرعبداله لمسی دی ، چې په پیښاور کې د احمدشا بابا قاضی و. میر احمدشاه رضواني په  کال (۱۲۷۹ ه ق)  کښې په اکبر پوره  کې  زېږېدلی دی ، هغه  یو پیاوړی  تاریخپوه ، نومیالی ظریف لیکوال او شاعر و چې ګڼې لیکنې  یې موږ  ته په میراث پرې ایښې دي ، هغه ته  د شمس العلما  لقب ورکړ سوی  دی 

(۱۲۷۹-۱۳۵۳ق)

میر احمدشاه رضواني د قاضي میرصاحب  زوی او میرعبداله لمسی دی ، چې په پیښاور کې د احمدشا بابا قاضی و. میر احمدشاه رضواني په  کال (۱۲۷۹ ه ق)  کښې په اکبر پوره  کې  زېږېدلی دی ، هغه  یو پیاوړی  تاریخپوه ، نومیالی ظریف لیکوال او شاعر و چې ګڼې لیکنې  یې موږ  ته په میراث پرې ایښې دي ، هغه ته  د شمس العلما  لقب ورکړ سوی  دی د هغه دوه مشهوره کتابونه یو شکر ستان افغاني او بهارستان افغاني(طنز ډوله نکلونو) دی چې دمدرسی کتابونه وه . له شکرستان څخه یوه کیسه داسې ده :

یوه بوډۍ د څه کار دپاره چرته بهر وتې وه . کور کې په یوه توره کټوۍ کې د اوړو بوس پراته و. چرته د چا خوشې غوا ورننوتې ده لوښي یې بویول ، کټوۍ کې یې د بوسو د پاره سر منډلی دی ښکر یې په کې نښتی دی . کټوۍ یې په سر اوچته کړې ده مخ سترګې یې پکې هم پټې شوي دي شمکوره شوه لار یې نه مونده . دې خوا هغه خوا کروکور ګرځېده . بوډۍ چې راغله څه ګوري چې کوټه کې یو څیز اوتر لګیا دی ګرزي چې نوره جوسه یې د غوا ده او سر یې د تورې کټوۍ په شان دی . پخوا یې چېرې داسې شکل لیدلی نه و. ګومان پرې د څه پیري یا د بلا و شو . چغې یې کړې . اوقی له راغله چې راشه وګوره دا څه اپت را ننوتی دی . اوقی راغلو ورته یې ووې خپه کېږه مه خیر به شي دا بلا نه ده . غوا ده ښکر یې په کټوۍ کې نښتي دي . لاړ چاړه یې راوړه. غوا یې حلاله کړه چې کټوۍ وباسي ، کټوۍ ونه وته . نښتې وه بیا یې د غوا سر راکښه چې کټوۍ ترې را ووځي . کټوۍ هم ماته شوه . اوقی اول وژړل ، بیا یې وخندل . هزاره ووې چې ولې دې وژړل ؟ او په څه دې وخندل ؟ وې وې ځکه مې وژړل که چېرې زه تاسوکې نه وم نو بیا به څه کوۍ او ومې ځکه خندل چې زه هم پوه نشوم چې دا څه وشو هم غوا رانه مرداره شوه هم کټوۍ ماته شوه .؛ (شکرستان افغاني)
بهارستان افغاني یوه طنزیه کیسه داسې ده.

يوه ورځ زمونږ د پښتو امتحان وۀ او افسر دغه سبق اورولو. زمونږ يو ملګری وۀ چې د خُلې نه دومره چالاک وۀ چې تا به وئيل ټول کتاب ورته ياد دی ولې په کتاب کښې ئې يوه کرښه نۀ شوه لوستې. چې د دۀ وار راغی نو د افسر دۀ ته لا خيال شوی هم نۀ وۀ چې دې په يوه ساه شروع شو د خوېشکو نسوار، د رځړو ورېژې، د يوسفزيو مېنچې، د پبو اوبۀ، د مانکي شېخان، د تنګي خانان، د اکبر پورې ناظمان، د باړې پنبه، د پېښور لونګۍ، د کوهاټ څپلۍ، د نوتهيې کباب، د دلدار ګړۍ رانجۀ مشهور دي. چې تر دې راورسېدو نو افسر ورته حېران شو افسر هم څوک خوندناک سړی وۀ، د دۀ دې چالاکۍ ورته خوند ورکړو او دۀ ته ئې ووې مخکښې وايه. دې اوس مخکښې څۀ ووائي؟ ولې حوصله ئې بائې نۀ له، بيا په يوه ساه شروع شو. د خوېشکو نسوار، د اچيني لېوني، د پېښور قصه خانه، د کلي بټ، د تحصيل خر، د شاه خېل چاړۀ، د استاذ لښته، د هلکانو شرارت، د سپي لکۍ، د واورو ساړۀ، د هاړ ګرمي، د امتحان رعب، د سحر پراټې، د غرمې خوب، د ماښام لنډه مارې، د استاذ د نسوارو ډبی او د هېډ ماسټر دفتر مشهور دي. افسر مخکښې هم پوه وۀ ولې اوس ښۀ پوه شو چې هلک خُلۀ ور او ټوقمار دی، نالائقت په چالاکۍ پټوي.
د هغه یو طنزی شعر داسې دی
د رضواني د شعر بيلگه
كه معنى هيڅ در کښې نه وى په خپل خان
په نيكه په ترنيكه به نه شى خان
په دى تشو كږو بريتو هيڅ نه كيږى
كه نوسى شى فى المثل د چنگيز خان
اصالت په اهليت په لياقت دى
نه په دى چه فلانكى خان د أنكنرى* خان
په تش نوم داسى غره ئى څوك به وائى
چه په توره دى وهلى دَى اّسمان
دا سُكړك او دا رنړى شملى به ښه وى
چه په دُوى به دومره تاو كاندِی افغان
يو په تاسو کښې څوك داسي پيدا نه شُو
چه دَى قتل كاندِي خپل نفس شيطان
نه به ورك شى دا عنوان له دغه قومَ
نه به دُوئ شى اّسوده اَرٌمان اَرٌمان
*انکنری( پلانی)
میر احمدشاه رضواني په کال (۱۳۵۳ هجري قمری) کې مړ شوی دی،