په علي شاه پکتیاوال تورونو ژېړ ژورنالیزم ته وده ورکړه
09.02.2009 08:06موده کېږي چې ځینې برتانوي او افغاني رسنۍ او په ځانګړې توګه فاینانشال ټایمز او بېنوا ټکی کام د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایي څېړنو د پخواني مشر علي شاه پکتیاوال پسې راخیستې ده. په یو او بل تور یې د بدنامولو کوښښونه وکړل او اخر تر دې چې د بېنوا ټکي کام یو چلونکي (جلالزي) په یوه لیکنه کې د پکتیاوال په ګوښه کېدو د خوښۍ ډزې وکړې. زه پکتیاوال همدومره پېژنم لکه څومره چې جلالزی پېژنم. تر اوسه مې د جلالزي سره نه لیدلي دي او نه مې هم خبرې ورسره کړي دي. او نه دلته د یو دپاره په بل خفه کېږم. خو په خپله پاکه دنده ژورنالیزم ډېر خفه کېږم. زما په باور د بېنوا ټکي کام بې اساسه رپوټونو او درواغو دربو په افغانستان کې ژیړ ژورنالیزم ته لا وده ورکړه او زموږ د پاکې دندې حیثیت ته یې زیات زیان ورساوه. که نور هیڅ نه وي، خلک به اوس د ژیړ ژورنالیزم د نمونې په توګه د بېنوا رپوټونو ته اشاره کوي.
کله چې د روان کال دتلې په میاشت کې فاینانشال ټایمز په پکتیاوال پسې داسې رپوټ خپور کړ چې یاد شوي تورونه په کې بې اساسه ښکارېدل، ټول افغان پرې څېړنه وکړه او دې نتیجې ته ورسېد چې د فاینانشال ټایمز تورونه بې اساسه ښکاري.
وروسته بېنوا ټکي کام هم د ژیړ ژورنالیزم ډګر ته ودانګل. په دې پلمه چې د فاینانشال ټایمز رپوټ یې ژباړلی، په پکتیاوال یې نور تورونه له ځانه ورزیات کړل. ما په یوه لیکنه کې د ژورنالیزم د پاک مسلک څخه د دفاع په موخه هغه مهال دا روښانه کړه چې د بېنوا ژباړن د ژباړې له ارونو سرغړونه کړې او تورونه یې لګولي دي. د محمد کریم نور په نامه یو بل لیکوال هم هغه مهال د دې سرغړونو په روښانتیا تاکید وکړ.
د بېنوا ټکي کام لیکوال جلالزي په تازه لیکنه کې، چې د روان کال د دلوې په ۱۹ نېټه یې خپره کړې ده، د پکتیاوال په ګوښه کېدو خوښي کړې ده او د پخوانۍ ژورنالیستیکو تېروتنو د تکرار ترڅنګ یې داسې څرګندونې کړي دي چې د ژورنالیزم د ارونو سره ټکر خوري. دا سرغړونې د فضلي په نامه یو لیکوال په یوه لیکنه کې روښانه کړي دي. خو ماته ډېره جالبه دا ده چې جلالزی په دې لیکنه کې د فاینانشال ټایمز سپیناوی کوي او لیکنه تر ډېره داسې ښکاري لکه د همدې موخې دپاره له بلې ژبې ژباړل شوي وي.
یو ژورنالیست نه شي کولای د یوې بهرنۍ ورځپاڼې، چې هیڅ ډول اړیکې ورسره نه لري، د سم سلوک ژمنه وکړي. جلالزی په دې باور دی چې فاینانشال ټایمز "د بریټانیې خاصو قوانینو ته په کتو سره ... هیڅ کله هم نه شي کولای چې خپل اعتبار د یوه معمولي پکتیاوال د مسلې پر سر خام کړي، دا ځکه چې د دې ورځپاڼي میاشتنی عاید تر لس ملیونه انګلیسي پونډو هم لوړ دی ." که څوک جلالزي ته په جېب کې لس ملیونه انګلیسي پونډونه کېږدي، ایا دا نو دا مانا لري چې جلالزی به نور ښه ژورنالیست شي؟ نورې مبتذلې ژیړې لیکنې به نه کوي؟ د ژورنالیزم د ارونو او قوانینو احترام به کوي؟ دا تضمین څوک هم نشي ورکولای.
د یوې رسنۍ معتبروالی دا مانا نه لري چې تېروتنه به نه کوي. جلالزی دا نه مني او وایي چې "د فایننشل ټایمز په څيره یوه معتبره او منل شوي ورځپاڼه د [فکر کوم مطلب یې "دې" دی] د یوه کس او هغه هم په افغانستان کې په اړه دومره مغرضانه او خاینانه عمل وکړي." زه به جلالزي ته د معتبرې رسنۍ د تېروتنو یو ښه مثال ورکړم. بېنوا ټکی کام ډېره متعبره افغاني رسنۍ وه، په یو څو لیکنو به یې د مخدوم رهین غوندي متعصب وزیر له دندې ګوښه کاوه، خو اوس یې دا حال دی چې د ژیړ ژورنالیزم په لومو کې ګېره ده او نیوکې پرې کېږي.
ایا یو ژورنالیست کولای شي د یو چارواکي د ګوښه کېدو سبب دا وښایي چې نوموړی ګناه ګار وو؟ جلالزی په دې باور دی چې د پکتیاوال ګوښه کېدل دا مانا لري چې د انګرېزۍ ورځپاڼې تورونه سم ول، او " د پکتیاوال په اړه د خپلې ادعا لا ښه ثبوت اوس له اتمر څخه تر لاسه کولای شي." رښتیا! دا خو دا مانا لري چې جلالزی خبر دی چې اتمر د پکتیاوال د جرم ثبوت لري او دا ثبوت یې ورسره لیدلای دی.
د دې لیکنې موخه په افغاني ټولنه کې د فاینانشل ټایمز د بایللې حیثیت بېرته په ځای کول ښکاري. که نه څه مانا چې جلالزی د فاینانشال ټايمز د دفاع چارې په غاړه اخلي او ژمنه کوي چې "معتبره" ده، "د معمولي پکتیاوال دپاره خاینانه او مغرضانه عمل نه کوي"، "ثبوت په لاس ورغی"، او برڅېره پر دې لا تاکید کوي چې د فایننشل ټایمز "رپوټونه د میاشتو میاشتو لپاره د دې ورځپاڼي د روزل شوي څيړندوي ډلي له خوا څیړل کیږي او بیا د حقیقت تر موندلو وروسته خپریږي." د فاینانشل ټایمز د رپوټ "د میاشتو میاشتو" د څېړنې حقیقت خو موږ ولیده چې د ټول افغان ټکی کام د څو ساعتونو سمې څېړنې وروسته بربنډ شو.
داسې ښکاري لکه د جلالزي لیکنه چې له بلې ژبې ژباړل شوي وي. که داسې نه وي نو ایا افغان لوستونکي دې اړتیا لري چې پوه شي چې "د پکتیا په ولایت کې ... زیږیدلي پکتیاوال"، ځکه په افغانستان کې هر سړی پوهېږي چې پکتیاوال هغه چا ته وایي چې د پکتیا د ولایت سره تړاو لري. دا د بهرنیو لیکوالانو سبک دی تر څو خپلو لوستونکو ته روښانه کړي چې دا سړی د پکتیا په ولایت کې زېږېدلی دی.
کېدای شي دا لیکنه هم د فاینانشال ټایمز کاري ډلې د "میاشتې میاشتې" څېړنې څخه وروسته د بېنوا د لیکوال په مرسته لیکلې وي. خو باید ووایم چې بې خلتې فیر یې کړی دی. د پکتیاوال پر ځای یې ژورنالیزم په تندي ویشتی دی او په افغاني ټولنه کې یې د ژیړ ژورنالیزم په وده کې مرسته کړې ده.
په دې اړه لاندې نور مطالب لوستلای شﺉ:
علیشاه پکتیاوال دبريتانیاوي فاینانشیل ټایمز په منګولو کې
علي شاه پکتیاوال له مافیا سره د مبارزې هوډ تازه کړ.
جنرال علی شاه پکتیاوال غواړي فاینانشال ټایمز محکمې ته راکاږي
دعليشاه پکتياوال په اړه دبرتانوي ورځپاڼې اسناد جعلي ښکاري
څوک په وحشتناک فساد کې؟ علي شاه پکتیاوال که د بېنوا لیکوال!
د ښاغلي مجبور ژباړه او د ښاغلي مومند د ویاړ ځواب
ولې پر خپله سپينه جامه تور داغ لګوئ؟
عليشاه پکتياوال يو ډاکو که اتل پولیس افسر؟
د ژېړ ژورنالیزم په اړه لاندې مطالب لوستلای شﺉ:

