د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څوک په وحشتناک فساد کې؟ علي شاه پکتیاوال که د بېنوا لیکوال!

هلالمومند 16.10.2008 15:21

په بېنوا ټکی کام کې د مجبور جلال په نامه یو چا د برتانوۍ ورځپاڼې فاینانشال ټایمز څخه یو مطلب ژباړلی دی. ژباړه په ټوله مانا د ژورنالېزم د سپېڅلي مسلک او د ژباړې د فن د ارونو څخه سرغړونه ده. فاینانشال ټایمز په افغانستان کې د اداري فساد د مخنیوۍ د هڅو په اړه لیکنه کړې ده. خو ژباړن د لیکنې له اصلي موخې څخه تېر شوی او د خپل توپ خوله یې علي شاه پکتیاوال ته - چې دا مهال د کابل د جنايي څېړنو مشر دی - نېولې ده. ما د مجبور جلال ژباړه وڅېړله او د فاینانشال ټایمز د لیکنې سره مې پرتله کړه. څه ګورم چې د بېنوا لیکوال ژباړه نه ده کړې، لیکنه یې کړې ده.

زه دې نتیجې ته ورسېدم چې د بېنوا لېکوال مجبور جلال پخپله په وحشتناک، فاسد او کنځلماره ژورنالېزم کې ګېر دی. په ژباړل شوي مطلب کې یې ۹ ځایه له خپله ځانه زیاتونه کړې ده او د فاینانشل ټایمز د لیکنې ځینې برخې یې عمدا نه دي ژباړلي.

خپله څېړنه ستاسو درانه حضور ته وړاندې کوم چې په خپله قضاوت وکړﺉ چې ایا د بېنوا دلیکوال ژباړه د ژورنالېزم مسلک او د ژباړې فن ته سپکاوی دی او که نه.

۱. د بېنوا لیکوال ژباړل شوي مطلب ته له ځانه یو سرلیک ورکړی دی. د ژباړل شوې لیکنې سرلیک دی ((کابل د فساد د مخینوي په موخه بهرنۍ مالي مرستې غواړي)). مجبور جلال ورته داسې سرلیک ورکړی دی ((علي شاه پکتیاوال په وحشتناک فساد کې)). د لیکنې د سرلیک څخه معلومېږي چې لیکوال ژباړه د ژباړې نه، بلکه د یو چا د غندلو په موخه کړې ده.

۲. د لیکنې په لومړي پاراګراف کې مجبور صیب لیکي چې ((په دې  ورستیو کې ېې  د دفتر د ميز له جابي څخه يو شمير مهم سندونه غلا شوي دي.)) دا خبره د فاینانشال ټایمز لیکوال جون بون نه ده کړې. دا خبره ژباړن له ځانه کړې ده. یا خو دا چې ژباړن خبر دی چې د پکتیاوال د املاکو سند جعلي نه دی او د پکتیاوال د مېز له جابې څخه داسې چا پټ کړی چې دی یې پېژني او یا له خېټې خبرې کوي او په پکتیاوال د تور د ثابتولو هڅه کوي.

۳. د بېنوا ژباړن لیکي چې د سند ((په ښکتنۍ برخه کې)) د پکتیاوال ((اصلي لاسليک شوی وو)). د ((اصلي)) ټکی دلته بیا د مجبور جلال مهرباني ده. فاینانشال ټایمز دا ټکی نه دی کارولی. فاینانشال ټایمز یواځې د لاسلیک یادونه کړې ده.

۴.  ژباړن له ځانه دا پوښتنه هم کوي چې: ((دا سند ... ښیې چې د پولیسو یو لوړ رتبه افسر څومره په صداقت کار کوي؟!)). دا استفهام فاینانشال ټایمز نه دی کړی، د علي شاه د مېز له جابې څخه خبر ژباړن کړی دی.

۵. ژباړن بیا څو کرښې ژباړي او له ځانه په کې زیاتوي چې: ((د جنرال علي شاه پکتياوال له شعبې څخه تر لاسه شوی سند يو بل څه چې ښيې هغه دا ده چې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت کوم چارواکی صادق او په قانون برابر دی او پر کومو هغو باور وشي؟)). دلته د بېنوا لیکوال ته زه شاباسی ورکوم. ښکاره کړې یې ده چې د ژباړې په پلمه یې دا لیکنه ولې کړې ده! په ښکاره چیغې وهي چې پکتیاوال د کورنیو چارو په وزارت کې مې پرېږدﺉ.

۶. مجبور صیب يو بل څه هم ژباړې ته ورزیات کړي دي. په ډاګه کړې یې ده چې ولې یې پکتیاوال په کورنیو چارو وزارت کې نه خوښېږي. نوموړی په ژباړه کې له ځانه کاږي چې: ((علي شاه پکتياوال چې  په خپلو مرکو کې  تل له يوي  پاليسي  او هغه هم د خپل ځان له صف [فکر کوم دلته د مجبور صیب له ((صف)) څه صفت مطلب دی] څخه کار اخلي)).

۷.  څو کرښې وروسته بیا ژباړن له ځانه لیکلي دي چې ((د علي شاه پکتياوال په  باب لاس ته راغلي اسناد او ورته نوري  دوسيې د  افغانستان په څير يو هیواد کې گرانه ده چې وپلټل شي.)) فاینانشل ټایمز د لیکنې په دې برخه کې د علي شاه پکتیاوال نوم نه دی اخستی او نه یې دوسیه یاده کړې ده. فاینانشال ټایمز د ((دعوې)) ټکی کارولی دی. فاینانشال ټایمز دلته ویلي دي چې ((داسې دعوې او [د هغې] ځوابیه دعوې په افغانستان کې عادي دي، او خورا سخته ده چې پلټنه یې وشي.)) دوسیه او دعوه فرق لري. د دوسیې ټکی ژباړن هغه وخت کارولی شو چې رسمي مقاماتو پکتیاوال ته رسمي تورونه اورولي وای. خو ښکاري چې د بېنوا ژباړن مجبوره دی چې د هرې خبرې سره د علي شاه نوم وټومبي.

۸. د ژباړن زیاتونې دلته پای ته نه رسي. ژباړن د فساد د مخنیوي دپاره د بهرنیانو د مرستو د پلان په اړه د فاینانشال ټایمز خبرې ژباړي او له ځانه ورزیاتوي چې:  ((خو د علي شاه پکتیاوال په اړه وروستي اسناد دا ښيې  چې  دا پلان هم هيڅ  ډول اغیزمنتوب نه لري .اوس دا پوښتنه را پورته کيږي  چې ایا ولسمشر کرزی به وکولای شي چې اوس په حکومتي دستگا کې د مالي فساد مخه ونیسی  که څنګه؟)). دا خبره چورلټه مجبور جلال له خپله ځانه کړې ده. د فاینانشال ټایمز په لیکنه کې یې هيڅ څرک نه لګي.

۹. ژباړن د ژباړې په پای کې د فارسي یو متل لیکلی دی  چې بېنوا ټکی کام د نیوکو څخه وروسته لرې کړی دی. په متل کې یې څه داسې لیکلي و چې د نورو شیانو مزه که لاړه شي په مالګه به جوړه شي، خو چې د مالګې مزه لاړه شي نو په څه شي به جوړه شي. دلته ژباړن نه دي ویلي چې په دې زیاتونو د ژباړې په پلمه د خپلې لیکنې مالګه جوړوي او که په پکتیاوال د تورونو د ثابتولو هڅه کوي!

۱۰. د مجبور صیب د ژباړې موخه ټوله دا ده چې پکتیاوال مجرم ثابت کړي. که نه په لیکنه کې فاینانشال ټایمز د یو بل چارواکي د فساد په اړه هم لیکلي دي. که مجبور صیب د فساد ضد مبارزه او یا د فاینانشال ټایمز د لیکنې ژباړه هدف و نو بیا خو یې باید د دې بل چارواکي په اړه هم د فاینانشل ټایمز معلومات ژباړلي و.

ما نه غوښتل چې داسې څه ولیکم چې په هغې کې د کوم چارواکي (چې هیڅ یې نه پېژنم) دفاع وي او یا داسې وانګېرل شي، خو کله چې د ژورنالېزم د سپيڅلي مسلک او د ژباړې د فن یو ویاند په یوه پاڼه ژباړه کې ۹ ځایه له خپله ځانه زیاتونې وکړي، نو سړی دې ته ((مجبوره)) شي چې د خپل مسلک او فن له ((جلاله)) دفاع وکړي.

یادونه: زه دا لیکنه د بېنوا ویب پاڼې ته هم استوم. هیله مند یم چې که چېرته د مجبور جلال ژباړې + لیکنې ته ځای ورکولای شي، نو د هغه د ژباړې د خامۍ روښانولو ته به هم وخت ورکړي.