د محمدالله احمدزی لخوا خپرې شوې لیکنې


بیت

هغه لری ښه کليواله څیره خو زما ښاری خویونه ټول خوښوی

05.04.2010 محمدالله آرین احمدزی

نور د نه يادوم

 دخپلو اوښکو قدر کړمه نور د نه يادوم بس په زړګي به تيږه ږدمه نور د نه يادوم بې وفا مينې د غاټول په شانتی ودا غلم اغزنې لارې به پريږدمه نور د نه يادوم ستا د سپرلي په تمه تمه د خزان په باغ کې ډيوه د مينې مړه کومه نور د نه يادوم زړکی ماشوم مې په ژړا شې کله کله ما تهپه آللویې ویده کومه نور دې نه یادومستا قدمو ته به يې سجده کړه ليونۍ وه زرکه هغه توبې اوس ما تومه نور د نه يادوم

05.04.2010 محمدالله آرین احمدزی

د لوګر ولایت نا سمه ولایتي اداره او د دې ولایت د اوسیدونکو ځينې ستونزې

د لوګر ولایت نا سمه ولایتي اداره او د دې ولایت د اوسیدونکو ځينې ستونزې د محمدالله ارین احمدزي لیکنه وروسته تر دې چې د کرزي اداره په افغانستان کې واکمنه شوه، د ډيرو خلکو په زړونو کې ځينې هیلې را پيدا شوې هرچا به ویل چې ډير ژر به سړکونه پاخه شي، روغتونونه، ښونځي او نور ځایونه به یا نوي جوړ شي او یا به تیر جوړ شوي بیرته ورغول شي.په ځينو هغو ولایتونو کې چې څه ناڅه د ځينې هیوادونو سره یې ګډې پولې لرلې څه ناڅه پرمختګونه وشول چې ښه بیلګه یې کندهار، هرات، مزارشریف او جلال اباد دي. خو

05.04.2010 محمدالله آرین احمدزی

د اولاد نه شتون( لنډه کیسه)

د اولاد  نه شتون( لنډه کیسه) د محمدالله ارین احمدزي لیکنه لا به یې د واده دوه کاله نه وتلي چې مور یې په کلي کې د خپلې نګور غیبتونه پیل کړل ډير ځله به یې ویل چې نګور مې ډيره بد اخلاقه ده د زوی هم نه ده خوښه د مونږ کره به هم چې راغله همدا کیسې به یې کولې او تل به یې د خپلې نګور غیبت کاوو ما به کله ناکله ورسره څه ناڅه ځوابونه ویل خو کومه ګټه یې نه کوله ځکه دې ښځې یوازې خپله خبره منله نه د بل. د دې کیسو څخه به څو ورځې نه وې تیرې چې ځای یې بلې کیسې ونیو او هغه داچې په کلي کې د

05.04.2010 محمدالله آرین احمدزی

د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د ۴۹ دور د فارغانو د غونډې راپور

د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د ۴۹ دور د فرغینو د غونډې راپور وروسته تر دې چې د کابل پوهنتون تاسیس شو او د لومړي ځل لپاره یو داسې عملي نهاد په افغانستان کې جوړ شو د ډيرو پوهنځیو د جوړیدو تر څنګ د ژبو ادبیاتو پوهنځی هم د دې جوړو شویو پوهنتونو څخه یو وو چې جوړ شو.چې د دې پوهنځي په چوکاټ ګې د نورو پوهنځیو تر څنګ د ملي ژبې (پښتو) لپاره هم یو دیپارتمنت پکې جوړ شو چې لومړنۍ مشر یې پوهاند عبدالحی حبیبي وو. په تیرو ۴۸ کلونو کې یې ډير فارغین ټولنې او بیا په تیره د پښتو ژبې د خدمت لپ

05.04.2010 محمدالله آرین احمدزی

خېبرپښتونخوا(د بشر مل ناصر ښکلی غزل)

خېبرپښتونخوا  نن به دښكلا،ښكلا وتاته غزل وړاندي كړم ياره په پښتوبه ودونياته غزل وړاندي كړم نوم مي په نقشه كي دنړۍ وخته څرګندشولى نن به په سروشونډو واشناته غزل وړاندي كړم  وياړم په خېبرپښتونخواڅومره ښكلى نوم لري ماپه كي ستايلې ده ا

05.04.2010 محمدالله آرین احمدزی

په نبوي دوره کې د مدینې اقتصادي وضعه(لومړۍ برخه)

په نبوي دوره کې د مدینې اقتصادي وضعه د عبدالله عبدالعزیز بن ادریس لیکنه ژباړه:محمدالله آرین احمدزی د دې ترڅنګ چې ډيری کسان او په حانګړې توکه کفري نړۍ تل په دې اند ده او خپلو پيروانو او طرفدارانو ته تل دا په خولو کې ورکوي چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) یوازې جګړې کړي او نور یې هیڅ هم نه دي کړي تل یې په نورو بریدونه کړي خو دوی په دې نه پوهیږي چې همدې دین وکولای شول د هرچا ناموسونه په امن کړي،

03.04.2010 محمدالله آرین احمدزی

غزل///صفي الله ستانکزی

ګونګورې دې شرنګيږي رنګونه  يې دي ښکلي د زړه  تل  ته رسيږي غږونه  يې  دي  ښکلي په پښو کې مې ليدلي ، لاس بند کې تا پېيلي چې شرنګ ترينه اوچت شي جنګونه يې دي ښکلي هر يو چې درته ګوري څک څک يې شي غوږونه

03.04.2010 محمدالله آرین احمدزی

دوهم واده( لنډه کیسه)

دوهم واده( لنډه کیسه) د محمدالله ارین احمدزي لیکنه) لا یې د لومړي واده څو کلونه نه ووتلي چې د نوي واده تابیا یې وکوله سپين سرې مور او سپين ږیرې پلار یې ډير عذرونه ور ته وکړل چې بل واده څه کوي خو زوی یې د پلار او مور په خبرې څه سر نه خوږاوه تل په دې پلټنه کې وو چې چیرې

01.04.2010 محمدالله آرین احمدزی

د مور کیسه( ورستۍبرخه)

ښځې بیا ځلې وویل:دروغ وایې.. دروغ وایې.... دا ته یې چې نه یې پریږدې. رزیتا وویل: ماته پوري کوم ارزښت نه لري که ماغوښتلی چې ځان ته میړه وکړم نو زه د ځان لپاره د داسې سړي وژونکې په زوی په سې نه ګرځیدم. لاګا داسې حس کوله چې ټول ځایونه د وینو بوی کوي.ناڅاپه یې لاس پورته شو او رزیتا یې یوه کلکه څيپړه ووهله.... او رزیتا ته یې وویل: که چیرې د زوی څخه مې لاس وانخلې نو بیا د خون په خپله غاړه. رزیتا وویل: داسې انګیرې چې زه ستاسو د تهدیدونو څخه ډاریږم؟ لاګا لکه زمری چې ښکار ترې خطا شوی وي نور یې خپله مخ

31.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

ریښتونې مینه(لنډه کیسه)

ریښتونې مینه(لنډه کیسه) د محمدالله ارین احمدزي لیکنه کله چې د ناروغي له امله په یو روغتون کې بیستر ووم زما کټ ته په مخامخ کټ کې به تل ښځې او میړه  ترمنځ خپل منځي سوله ایزه جګړه روانه وه.ښځې غوښتل چې د روغتون څخه نور لاړه شي خو خاوند یې غوښتل چې همدلته پاتې شي او دې ته یې نه پریښوده چې لاړه شي.د ډاکټر له خبرو دومره  پوه شوم چې ښځه د تومور دانه لري او حالت یې د اندي

29.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

د مور کیسه( دوهمه برخه)

کله چې لاګا لاړه نو رزیتا یوه اوږده سا واخیسته او بیا یی وویل:ډير ښکلی زوی لري!کیدای شي چې دا به هم په ځواني کې ډيره ښکلې وه! او په څو راتلونکو ورځو کې یې دا خبرې څو ځله وکولې! په لاګا دا زوی ډير ګران وو ځکه چې دا د دې یوازنی زوی وو چې په دې دنیا کې یې درلود زړه یې غوښتل چې دا هم د دې هلک تر ټولو نیژدې څوک و اوسي چې پوري هم ورته په همدې سترګه کتل. د دې لپاره چې د دوی دواړو د کار ځای د دې ځای څخه لرې وو نو دوی دواړو نه شو کولای چې سره یوځای ژوند وکړي نو د اونۍ په ټولو ورځو کې

29.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

غزل:محمدالله ارین احمدزی

لا مې د ژوند سره جګړه ده جګړه ختمه نه ده بس نور ما کړې فیصله ده جګړه ختـــمه نه ده په تلوسه کې مې  وو نه موند خدایه چیرې به وي د هجر شپه څومره اوږده ده جګړه ختمه نه ده پاس په اسمان کې چې کوي اشارتونه ستوري سپوږمۍ د وریځې میلمنه ده جګړه ختمه نه ده یو ځل به بیا ګورې جانانه چې غماز کړي ختم له وفا ډکه پښتــــــــــــــ

27.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

څنګه کولای شو یو لنډ داستان ولیکو؟

څنګه کولای شو یو لنډ داستان ولیکو؟ د یوې لنډې کیسې لیکل د دې سره سره چې ډير ستونزمن دي ولې غیر ممکن هم نه دي.د دې په اړه د ځينو عناصرو او اصولو په پوهیدنې سره کولای شی یوه کیسه ولیکی.خو یو شی مو په یاد وي تاسې اړ نه یاست څه ولیکی،که څه لیکی هغه د دې لپاره لیکی چې غواړی یو څه ولیکی،همدا اوس کولای شی دا کار پیل کړی! څنګه کولای شو یو لنډ داستان ولیکو؟ ټول په دې پوهیږي چې د لنډې کیسې لیکل دومره ساده کار نه دی.لنډه کیسه هک لکه نمایشنامه او

27.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

د مور کیسه(لومړۍ برخه)

د مور کیسه د ایف سیټفمن  لیکنه د محمدالله ارین احمدزي ژباړه دوه درې کړکی ډيرې ژر خلاصې شوې او څو تنو د هغو کړکیو څخه خپل سرونه را وویستل او هغو چیغو ته چې په ناڅاپي توګه د کور په منځ کې پورته شوې غوږ ونیو.....د دوی د ډلې څخه یوه یې چې میانساله میرمن وه وویل: نوی کوم کس  ده..... او دهغه جوالي سره چې د ده بار یې راوړی چنې وهي! دغه کور یوه دوه پوړیز کور وو چې په ښار کې په یو ډير مردار ځای کې جوړ شوی وو د دې کور ډيرې خونې د فابریکو کارک

27.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

ګونګورې

ګونګورې داسې غږ خو به مې تر اوسه پورې له نږدې هيڅکله نه وو اوريدلی په والله چې ډېر مې خوښ شو غوږونه مې ډېر ليواله شول آن مې زړه هم تلوسه پيدا کړه ، سترګې مې لارې ته ونيولې کله  چې ستا ښکلی مخ له ليرې راڅرګند شو نو د دغۀ ښکلي غږ  خوند لا نور هم دوه برابره شو داسې ښکاريدۀ چې دغۀ غږ ستا په زړه هم خپلې اغيزې کړې وې ،  د خپلې ښکلا ريښې يې په زړه در کرلې وې ، ته ي

27.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

ارمان

زندان دې پرديسۍ کې مې د کور ارمان کولو دې مړو اوښکو باران وو ما د مور ارمان کولو اميل د بې کسۍ زماپه غاړه ځنګيدلو دې چوپو تيارو شپو کې ما د شور ارمان کولو

24.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

بربنډ کنسرتونه او په افغاني ټولنه یې بدې اغیزې!!!!!!!

بربنډ کنسرتونه او په افغاني ټولنه یې بدې اغیزې!!!!!!!   د محمدالله ارین احمدزي لیکنه   په افغانستان کې د دې سره سره چې ډيره خواري ده او د خپلې ګیډې د مړولو لپاره هم څوک څه نه لري خو په کنسرتونو او دې ته ورته نا سمو مجالیسو کې بیا داسې پیسې بادیږي چې مه یې کوه پوښتنه. د ۱۳۹۸ کال د پيل څخه څو شپې وړاندې لا په ټلویزونونو باندې ډيرې نیمې لوڅې ښځې ښودل کیدې چې اعلانونه یې کول چې دوی به په نوي کال کې افغانستان ته راځي او دلته به د دې مظلوم اولس جیبونه د کنس

24.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

مطيع الله اباسين سره دميدان ځوانانوخواخوږۍ

مطيع الله اباسين سره دميدان ځوانانوخواخوږۍ داپه يـــاددمـــحـبـت درســره واخـــله دژوندون شمعه به مړه وي موږبه نـه يو په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې د افغان ژورنالېست، ليکوال، لرغونپېژندوی او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت دپخواني سلاکار ښاغلي مطيع الله اباسين او ليكوال او شاعر خالد نجيم مور بي بي په حق رسېدلې ده. انالله و انا اليه راجعون دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه په دغه سترويركې

24.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

د مېرمن بهير د ١٣٨٨ کال وروستۍ غونډه

 د مېرمن بهير د ١٣٨٨ کال وروستۍ غونډه توبا ندا ساپۍ  د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير د ١٣٨٨ کال وروستۍ غونډه د کال په وروستۍ ورځ  د پوهنې وزارت په کلوپ کې د ګڼو خويندو په ګډون جوړه شوه.غونډه چې نظيفې نيازۍ چلوله ريسه يې ګلالۍ عمرخېل او منشي يې عزيزه افغاني وه . د غونډې په پيل کې پر کاري مسايلو خبرې وشوې او په دغه ترڅ کې طوبی ندا وويل : په دې وروستيو کې ځينې په ظاهر بينا

24.03.2010 محمدالله آرین احمدزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more