کله چې لاګا لاړه نو رزیتا یوه اوږده سا واخیسته او بیا یی وویل:ډير ښکلی زوی لري!کیدای شي چې دا به هم په ځواني کې ډيره ښکلې وه!

او په څو راتلونکو ورځو کې یې دا خبرې څو ځله وکولې!
په لاګا دا زوی ډير ګران وو ځکه چې دا د دې یوازنی زوی وو چې په دې دنیا کې یې درلود زړه یې غوښتل چې دا هم د دې هلک تر ټولو نیژدې څوک و اوسي چې پوري هم ورته په همدې سترګه کتل. د دې لپاره چې د دوی دواړو د کار ځای د دې ځای څخه لرې وو نو دوی دواړو نه شو کولای چې سره یوځای ژوند وکړي نو د اونۍ په ټولو ورځو کې به لاګا د ځان څخه پوښتنه کوله چې لاګا د دې څخه پرته هلته څه کوي او څه کار به ولري په دې دا ډيره سخته تمامیده چې کله یوه ښځه پوري ته په مینه وګوري او تل به ډاریده چې داسې نه چې د پوري په زړه کې د یوې داسې تورسترګې جیلی مینه ځای ونیسي او زما زوی لیونی کړي او د خپلې لارې څخه یې ووباسي.کله چې لاګا د رزیتا خندا ولیدله نو ډيرې غصې یې بدن وسوځاوو نو د لومړي وخت څخه یې د رزیتا د مور څخه کرکه کیده او د دې په وړاندې یې کرکه په زړه  کې وه.ځکه چې دوی ډير نیک بخته وو خو بخت د دوی څخه تښتیدلی وو.هغوی ډير ښه ژوند درلو د سهار څخه تر ماښامه یې خواري کوله د دوی څخه یې ځکه بد راتلل چې دوی د دې په راز نه وو خبر د دې په دې ژوند څوک پوهیدل؟ هیڅوک نه؟
یوه اونۍ وروسته لاګا د خپلې خونې څخه را ووته او د یو دیوال شاته ودریده ټول همسایه ګان ورته متوجې شول رزیتا هم چې د دې مازدیګري انتظار یوست و یې خندل او کرار یې خپلو اطرافیانو ته وویل: پوهیږی چې دا ولې دالته پټه ولاړه ده ؟ ځکه چې نن یې شهزاده زوی د دې لیدو ته راځي او دا میرمن نه غواړي چې دا شهزاده یې څوک وویني.
د ډير ځنډ وروسته پوري راغی او لاګا هم بې د ځنډه خپلې خونې ته بوته رزیتا یو څو شیبې ورته وکتل او بیا یې یوه د مینې څخه ډکه خندا وکړه..... څو ځله یې فکر کړی وو چې دا ځل پوري راشي نو د ده سره به ګف شف پيل کوي او ورسره به د مینې کیسې کوي... مخکې یې دې تصمیم ته یوازې یو څه ویل خو اوس یې دا تصمیم نور په کلک هوډ بدل شوی وو.اوس یې داسې پتیله چې د دې لارې څخه کولای شي دا ښځه وځوروي دې تصمیم دې ته ډير خوند ورکاوو او کله به یې چې د لاګا هغه د تیرې ورځې توره ټنډه یاده شوه نو سپین غاښونه به یې د سرو شونډو څخه د لرې څخه لکه بریښنا څرګند شول!ورو ورو د جونګړې خواته لاړه او هلته په یوه کنج کې ودریده د دې لپاره چې پوري او د ده مور لاګا اړ وو ترڅو د دې لارې څخه تیر شي خو د ښکلي هلک مور چې لا د مخه په دې پوه وه نو د تیریدو په وخت کې یې د خپل زوی کیڼې خواته حرکت وکړ ترڅو د دوی دواړو د هر ډول تماس مانع وګرځي رزیتا چې کله دا ولیدل نو یې اوږې وښورولې او په غصه یې وویل:دا ځل زه دې ښځې ته ښیم چې زه هلک نه یم!

یوه اونۍ وروسته د ماسپښين په لومړیو ساعتونو کې د جونګړې په کنج کې ودریده ترڅو یې زوی راشي خو دا ځل رزیتا د دې په ځای چې دلته ودریږي لاړه او په هغه لاریې تږ پيل کړ په کومه چې پوري د مور لیدو ته راتلو ډير ځنډ نه ووتلی چې پوري راښکاره شو خو رزیتا همداسې په لاره روانه وه او هڅه یې کوله چې سترګې یې په پوري وو نه لږیږي خو پوري چې کله د دې څنګ ته  راورسید و یې ویل:

سلام ښکلې جیلۍ!

رزیتا په ډيرې حیراني ده ته وکتل او ځواب یې ورکړ:

ما داسې پتیله که چیرې زه تاسو سره خبرې وکړم  تاسو به وډارشی.

دې هلک چې تل لکه د نورو همځلو په شان د ډار د کلیمې څخه یې کرکه کوله په ډير غرور وویل:

زه د هیڅ چا څخه نه ډاریږم.

رزیتا وویل: د مور نه دې څنګه.

او جیلې بې د دې چې کوم ځواب واوري او یا داچې د دې ځوان خوا پرې بده شي بې د کوم ځنډه خپل تږ ته دوام ورکړ خو دا په دې پوهیده چې دا ځوان هغه په دې حالت کې یوازې نه شي پریښودای.

پوري ترې پوښتنه وکړه: چیرې ځې؟:

رزیتا وویل:غواړې څه وکړې؟ښه به دا وي چې ډير ژر مو خپلې مور ته ورشی کنه هغه به مو ووهي ځکه چې کله ته دې خپلې مور سره یوځای یې ما ته د کتو جرات هم نه لرې او نه شوې کولای یوازې زما پلو ته را وګورې.

هلک وویل: چې دا څرنګه خبرې کوې.

جیلی وویل.ډير اړین کار لرم اوباید چې لاړه شم.
پوري د دې سره سره چې ډير نارامه وو د کور خواته لاړ او جیلې هم د منېنه ناکې خندا څخه په ډکه خولو وخندل.

کله چې پوري د خپلې مور سره وکتل او غوښتل یې چې خدای پاماني وکړي نو په دې وخت کې رزیتا هم چې لا د مخه یې ځان جونګړې ته رسولی وو ولاړه وه داځل پوري ته هم خپل غیرت اجازه ور نکړه او د رزیتا سره د خدای پاماني لپاره د دې سره تم شو لاګا د غصې څخه په ډک غږ وویل: راځه پوري د څه لپاره ودریدې.
کله چې پوري لاړ نو لاګا څو شیبې د غصې څخه په ډکه څيره د رزیتا مخې ته ودریده او غوښتل یې  رزیتا ته یو څه ووايي خو خپله غصه یې کنټرول کړه او غلې خپلې خونې ته لاړه.

څو ورځې وروسته د سویلا په نوم د یوه جشن را ورسید په هغه شپه هغه خټګر چې په دې ځای کې اوسیده د دوه تنو نورو په مرسته یې د جونګړې د یوې څنډې څخه بلې څنډې ته یو اوږد تناب کش کړ او هغه یې د کاغذي ګلانو څخه ډک کړ ترڅو پرې د سپوږمۍ سپینې وړانګې ولویږي او د دې ځای ښکلا ته یو ځانګړی رنګ ورکړي په دې ځای کې ډيرې میرمنې په دې یخو شپو کې چې د سپرلې لپاره یې انتظاریوست ناستې وې او ډيرې په خبرو بوختې وې او ځينو یې خپلو وړو ماشومانو ته شیدې ورکولې ترڅو د دې موسم څخه په ځانګړې توګه خوند واخلي کله به چې ماشومانو شورماشور جوړکړ دوی به ژر ور پورته  شوې او دوی به یې غلي کړل او بیا به یې په کیسو پيل وکړد شپې سړې هوا چې د سپرلي د راتګ زیری یې د ځان سره درلود ډير خوند کاوو.
هغه څوک چې بازار ته د څه شي د اخیستو لپاره تللي وو د بازار او چې څومره چنې او ډغرې یې د هټی والو سره وهلې وې  د دې کیسې کولې او هغه څه یې چې په بازار کې لیدلي وو په ډيره مبالغه یې د هغه یادونه کوله د دې ودانۍ ټول اوسیدونکي په جونګړه کې وو یوازې لاګا نه وه د لاګا د خونې څخه د شمع ډيره کمه رڼا مالومیده یو کس پوښتنه وکړه :

د دې میرمنې زوی چیرې دی؟

پیلاري ورته وویل:یو ساعت د مخه راغی او اوس د مور سره په کوټه کې دی.

رزیتا په خندا وویل:ډير ښه ساتیری پيدا شو!

یو کس ورته په زوره وویل:

د لاګا څخه لاس په سر شه یو څو شیبې د مونږ لپاره وګډیږه.

ټولو په یوه اواز وویل چې رزیتا باید وګډيږي.

په دې ځای کې په ډيرو سهیلي سیموکې د ډيرو کسانو ګډا خوښه وه.
په دې ځای کې ټولې خورې څوکۍ یوې خواته شوې او رزیتا د څو نورو نجونو سره په ګډا پيل وکړ.

پوري چې د مور په کوټه کې د موسیقي غږ واوریده نو یې غوږ ور ورته ونیو او مور ته یې وویل چې مورې د باندې کسان لکه چې ګډيږي.

د کړکی څخه یې د باندې وکتل هغه څوک چې په جونګړه کې وو ویې لیدل چې د سپوږمی په ښکلې رڼا کې څوک ګډيږي او څوک چکې ورته وهي په ځانګړې توګه هغو دوه نجونو ته ځير شو چې په ډيره مینه ګډيیدې .......  رزیتا د کرسمس د ورځې د اختر کالي اغوستي وو او سور ګل یې په خپلو ویښتانو کې ټومبلی وو چې د ویښتانو توروالي یې د ګل ښکلا نوره هم زیاته کړې وه د دې منظرې په لیدو سره پوري ناارامه شو ځوان هلک په بې اختیاره توګه د خونې د وره خواته روان شو مور یې پرې نارې کړې:

غواړې څه وکړې؟

هلک په ډيره مینه وویل چې غواړم د دوی ګډا وګورم.ته هیڅکله نه غواړې چې زه یو څو شیبې تفریح وکړم.

مور ی په ډيره غصه ناکه لهجه وویل:

ته نه غواړې چې د دوی ګډا وګورې بلکه غواړې لاړشې او رزیتا وګورې.
لاګا غوښتل چې د خپل زوی مخه ونیسي خو پوري د کوټې څخه وتلی وو لاګا هم د  زوی پسې لاړه او په تیارک د دې لپاره ودریده چې په غصه یې څوک پوه نه شي.

رزیتا چې کله پوري ولید نو یې د ګډا په وخت کې د ده خواته ځان را نیږدې کړ او ده ته یې وویل چې ته نه ډاریږې چې ماته ګورې.

رزیتا په خپله هم د لاګا څخه ویریده خو دلته ګډا دې ته دا جرات ورکړ ترڅو د دې ځوان مخې ته ورشي او کله چې د ډول غږ کرار شو نو هغه بله جیلی د ډيرې ستړیا د لاسه په څوکۍ کې پریوته، خو دا د پورې مخې ته ورغله او ده ته یې په ستړې توګه وویل چې ځوانه ګډا دې زده ده او کنه؟

ځوان وویل:ډيره ښه مې زده ده.

جیلی وویل:

ښه نو  بیا راځه!
رزیتا د خندا څخه په ډکه خولو چې د مینې ښکارندويي یې کوله پوري ته کتل خو پوري په دوو کې بند وو ځکه شاته یې مورته کتل چې په تیاره کې ورته ولاړه ده رزیتا په دې خبره پوه شوه او ځوان ته یې وویل چې ډاریږې؟