د محمدالله احمدزی لخوا خپرې شوې لیکنې


ازاد شعر

ستا هغه ورځ ده په یاد چی ما خپل زړه در کړلو چی ته به مینه ورکړه خو تا د هنداری په پشان زما زړګي را مات کړ را ته ،ټوټی ، ټوټی دی پر ځمکه و غورزاوه اوس دا جوړیګی کله اوس دا جوړیګی کله

06.03.2010 – محمدالله آرین احمدزی

غزل

بیا هم یادونه:را لیږل شوی غزل بیا هم زما د ښکلي یار دی هیله ده چې د لوستلو څخه یې خوند واخلی او خوښ مو شي. په ادبي مینه ارین احمدزی غزل

06.03.2010 – محمدالله آرین احمدزی

مینه او پیسې(ریښتینې کیسه)

  مینه او پیسې(ریښتینې کیسه) لیکوال:محمدالله ار

04.03.2010 – محمدالله آرین احمدزی

غزل

یادونه:   لاندې غزل زما د یو ملګري لخوا چې یار یې مستعار نوم دی را لیږل شوی دی هیله ده په لوستلو یې خوښ شی او خپلې تبصرې پرې ولیکی. د زړګي درد مې خير دی زيات اوسه خو ، ګوره ياد دې دا لمحات اوسه د غره لمن وي په کرکڼو ښايسته د چا باڼه مې په زړه مات اوسه ما د يقين په پړي و نه تړې

03.03.2010 – محمدالله آرین احمدزی

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ

  دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ   ټولو   ته سلامونه او نیکې هیلې ! دبهیر ټولو غړو او افغان میرمنو ته دمیرمن بهیردیوې تکړه او فعالې غړې لیکوالې خور ځوانیمرګې سویتا میرزاده دناڅاپي وفات له امله دخواخوږۍ او خپلې اودبهیر دغړو دژورې خواشینۍ مراتب وړاندې کوم.     دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دلغمان ولایت له یوه کلي څخه دافغان شاعرې

02.03.2010 – محمدالله آرین احمدزی

يوه لحظه د مين

 که مى بخت کله بيدار شى او د بخت ملکه وپوښتى له ما نه وايه څه دى دى آرمان چى يى پوره کړمه بى شانه تاج په سر دى ناست په تخت کړم که دى خان کړم د خانانو چى يى ناست د سرو پالنګ کى او ساقى درکړى جامونه ××× نه مى تخت او نه مى تاج د چا په کار دى نه ساقى سره جامونه بل هوسه نه کوم خان نه يى د حرامى ځمکى پوله نه د بل په اختيار خوب د سرو زرو پالنګ کى &tim

02.03.2010 – محمدالله آرین احمدزی

په ټولنه کې د ځوانانو مسوولیتونه او دندې

یادوونه: لاندې لیکنه د یو تن ملګري لخوا را لیږل شوې چې نوم یې نه ده لیکلی خو زه د ده څخه یو  نړۍ مننه کوم هیله ده چې دې ته ورته ګټورې لیکنې بیا بیا د خپریدو لپاره را واستوي او خپل نوم هیر نکړي.بیا هم مننه په ټولنه کې د ځوانانو مسوولیتونه او دندې      ځوانان او مسووليتونه يې دځوانانو عمده او لومړني مُُُُسووليتونه څه دي ؟ د ځوانانو عمده مسٌووليتونه په لاندي

01.03.2010 – محمدالله آرین احمدزی

په ټولنه کې د ځوانانو مسوولیتونه او دندې

ددې لپاره چې په ټولنه کې د ځوانانو د مسولیتونو او ونډوپه اړه وپوهیږو، لومړی باید په دی پوه شوو چې ټولنه څه ته واېي. د انساني ژوند د ښوو چارود سمبالښت سیمه ده، چې بیلابیل انسانان پکې ژوند کوي او دغو وګړو ته د ټولنی وګړی وایي چی د وګړو له جمع کولو څخه ټولنه  را منځته کيږي. په یوه ټولنه کې که هغه ډیره عادي هم وي یا ډیره پرمخ تللې وي درې  ډوله انسانان ژوند کوي چې  یوه برخه یې ماشومان دویمه برخه ېې  ځوانان او دریمه برخه ېې مشران دي.  مونږ په داسې یوه ټولنه خبرې کوو

01.03.2010 – محمدالله آرین احمدزی

سور نغری حیات شو لا یې کرکه د زړه نــــــــه وزي سم لښکریې مات سو لایې کرکه د زړه نـــــــــه وزي

سور نغری حیات شو لا یې کرکه د زړه نــــــــه وزي سم لښکریې مات سو لایې کرکه د زړه نـــــــــه وزي ولاړ به شمه کلی د جانان به یوځل ښکـــــــــــل کړمه کور کلی میراث شو لایې کرکه د زوه نــــــــــه وزي لایې د وختونو ارمانونه زړه کې پاتــــــــــــــــــې دي ګل ورته کلات سو لایې کرکه د زړه نـــــــــــــه وزي پاڼې د قرآن یې په سکروټو کې ایــــــ

01.03.2010 – محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل  ژبورې ، جنګيرکې ، جنګيرکې ! زړه مې څه له خورې ؟ شيشکې ،جنګيرکې !  بس کړه ، بس کړه له ناندرو نه دې لوګی شم رقيبان وهي چکچکې ، جنګيرکې !  ژاړه مه ، راشه ، خوړلې خو مې نه يې درواپس به کړم مچکې ، جنګيرکې !

27.02.2010 – محمدالله آرین احمدزی

د کلي واده

  د کلي واده  په ګڼ شمېر پښتني سيمو او خاص بيا زمونږ د اوسېدو په کلي کې چې کله هم کومه پېغله ودېږي او د واده شپه يې وي نو د کلي نجونې او د پېغلې ټولې ملګرې د ودېدونکې پېغلې کور ته راځي له هغې پېغلې سره چې سبا يې واده کېږي شپه ويښه تېروي او د پيغلې سره د پاتې کېدو د وخت زياته ‎برخه د پېغلې په سينګار تېروي .  د کلي پېغلې نجونې د ناوې سي

27.02.2010 – محمدالله آرین احمدزی

عبدالمجید بابی د مرګ لایق نه وو!!!!!!!!!

عبدالمجید بابی د مرګ لایق نه وو!!!!!!!!! جګړه داسې یو نوم دی چې هرڅوک نن صبا ترې کرکه کوي ځکه چې د دې په پيل سره د ژوند ډيرې برخې پای ته رسیږي،که چیرې ځير شو د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې چې جګړي شوې دي او یا کیږي نو دوی په ډيرو ځایونو کې ډير څه له لاسه ورکړي دي.چې د جګړې له امله زمونږ ګران هیواد هم داده په کنډواله بدل شوی او لا د دې خاورې دښمنان هڅه کوي چې ګران افغانستان نور هم په دې لمبو کې لو لپه کړي.ډيرې څيرې او د دې هیواد ریښتوني او پالونکي بچیان د شومو اهدافو تر بریدونو لاندې راغلل

25.02.2010 – محمدالله آرین احمدزی

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس د مړینې له امله د خواشیني پيغام!

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس د مړینې له امله د خواشیني پيغام! په کندهار په ښاغلي عبدالمجید بابي باندې د مامعلومو وسله والو لخوا شوی برید چې په پایله کې د هیواد دا ستر فرهنګي ستر شخصیت په شهادت ورسول شو، دا د ټولو هیواد والو لپاره په ځانګړې توګه د ټولو فرهنګیانو لخوا د غندلو وړ دی او دا شوی دا ځوانمردانه برید په کلکه غندي.د پام ټولنې او پام مجلې ټول غړي د ده مړینه د هیواد او بیا په ځانګړې توګه د پښتو ژبې او فرهنګ لپاره لویه ضایعه بولي او په مړینه یې کلک خواشیني دي. خدای بخښلي با

24.02.2010 – محمدالله آرین احمدزی

د اور لمبې(لنډه کیسه)

د اور لمبې(لنډه کیسه) د محمدالله ارین احمدزي لیکنه د ډيرې مودې وروسته کله چې مې زدکړې پای ته ورسولې نو مې داسې د ځان سره وو پتیله چې د ځان لپاره د هیواد په کوم ولایت کې وظیفه پيداکړم همداسې مې وکول وروسته تر دې چې وظیفه مې و موندله نو د دفتر لخوا راته وویل شو چې ته باید په سرکې د څه مودې  لپاره د هلمند ولایت ته لاړ شې نو مې همداسې وکړل نیژدې څو میاشتې مې په هلمند کې تیرې کړې خو په هلمند کې د امنیتي وضعې د خرابتیا له امله زمونږدفتر و تړل شو د دفتر کارکونکو ته وویل شول چې د

23.02.2010 – محمدالله آرین احمدزی

دتخار ولایت دمیرمن کلتوري بهیر د دویمې غونډې رپوټ

نن شنبه د 1388 هـ لمريز کال د کب د مياشتې لومړۍ نيټه چې د (2010) ميلادی کال د فبروری له 20 نيټې سره سمون لری دتخار ولایت دميرمنو ټولنيز کلتوری بهير د تخار په مرکز تالقان ښکلی ښار کې غونډه وکړه. په دې ادبي غونډه کې تقريباً 30 تنو ځوانو پيغلو او ميرمنو گډون کړی ؤ. ددې غونډې رئيسه د تخاردمیرمن بهیر مسؤوله اغلې عزيزه (ناصري) او ددې غونډې منشی اغلې مرغلره منگل وه. په دې غونډې کې په تخار ولایت کې دمیرمنو له خوا د فرهنګي فعالیتونو په پیاوړتیا ټینګار وشو او دپښتو ژبې داثارو د

23.02.2010 – محمدالله آرین احمدزی

ز ما تکیه په هغه خدا ی ده چه بې ستني د ر ولى دى اسمان

ز ما تکیه په هغه خدا ی ده چه بې ستني د ر ولى دى اسمان هم يې ځمکه د  اوبو په بحر ایښې

23.02.2010 – محمدالله آرین احمدزی

غبرګې جنازې

سهاروختي له كوره راووتم ، لمونځ مې دكلي دځوانانو اوځوان طبيته سپين ږيرو دناستې په ځاى كې چې دكلى دخلكو په منځ كې په چوترې مشهور دى اداكړ ! ريايې مه كړى هماغه دلمانځه په ځاى كې مخ په قبله ناست وم او دمهربان خداى (ج) له درباره مې دخپلو ګناهونودمغفرت هيله كوله ، سهرباد دچوترى ترڅنګ ولاړې دصبرونې په غيږه كې يوې خوا او بلې خواته اړولې را اړولې ، شيبې تيريدې ، دسپيده داغ تيارې خپله واكمني ورو ورو سپين سهار ته سپارله ، ښه شيبه تيره شوه ، په كلي خوره چوپتيا ورو ورو دالوتونكومرغيوپه چغهاركې ډو

22.02.2010 – محمدالله آرین احمدزی

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر خبرتیا

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر خبرتیا

22.02.2010 – محمدالله آرین احمدزی

بلينډه بدرۍ ، څه دروغ څه رښتيا ؟؟

ننګرهاری بلينډه بدرۍ ، څه دروغ څه رښتيا ؟؟ د دې ليکنې په اوږدو کې به تر ډېره کوښښ وکړم ،چې د چا پر شخصي حريم تېری و نه کړم او دا ،چې په مستعار نوم ليکنه کوم په دې معنا نه ،چې ګويا زه سبا د خپلې خبرې مسوليت نه شم اخيستی ؛بلکې په دې خاطر ،چې نه غواړم د ځنو احساساتي ملګرو زړه رانه تور شي . د اغلې / ښاغلي بلينډه بدرۍ د هويت په اړه شايد تر ګردو کره معلومات د افغان

20.02.2010 – محمدالله آرین احمدزی

آهونه

 آهونه (په هلمند کې د مشترک په نوم پيل شویو عملیاتو ته لیکل شوی دی)  دا د څه شي سوې آه ده ځوروي مې کړوي مې دا چې هرې خواته ګورم هرې خوات

18.02.2010 – محمدالله آرین احمدزی

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more