که مى بخت کله بيدار شى
او د بخت ملکه وپوښتى له ما نه
وايه څه دى دى آرمان چى يى پوره کړمه بى شانه
تاج په سر دى ناست په تخت کړم
که دى خان کړم د خانانو
چى يى ناست د سرو پالنګ کى
او ساقى درکړى جامونه
×××
نه مى تخت او نه مى تاج د چا په کار دى
نه ساقى سره جامونه بل هوسه
نه کوم خان
نه يى د حرامى ځمکى پوله
نه د بل په اختيار خوب د سرو زرو پالنګ کى
×××
يوه لحظه دمحبت مى زړه کى راوړه
لکه باد د پسرلى ته چى نڅيږى هره ونه
هره پاڼه يى رپيږى
په تعضيم يى هر يو بوټى
سر تر ځمکى پورى ټيټ کړى
له شوخى نه
له مستى نه
کله تم شى
کله شړک يوه څپيړه په مخ ورکړى
کله ورو يى په رخسار گوتى راکاږى
لکه مست د نغمو راگ کى
يو سندرى جوړونکى
چى کوم راگ ترى نه خطا شى
خپل تندى ورو پرى راتريو کړى
کله مست شى له هر تال سره بى دريغه
لاس اوچت کړى تر آسمانه
کله سترگو کى ډنډ اوښکى
لکه پريوزى چى شبنم د گًل په پاڼو
کله تنها لکه غاټول پروت د سحرا سړه سينه کى
کله ناست سر په ځنگون د چا په ياد ک
کله آه د بيلتانه له خولى نه راشى
کله اوښکى د بيلتون په باړخو څاڅى
کله خيال کى يى د وصل شپه صبا شى
او سپيڅلى شکرانه سجدى اداً کړى
کله درد د بيلتانه کى
رب ته دومره ور نږدى شى
چى له سترګو يى بي دريغه اوښکى څاڅى
او د زړه په هره سا کى يى يو رب وى يو جانان وى
يو يى خپل ښکلى آرمان وى
هغه هر څه ټول قربان
د پاکى مينى له دى هر يو انداز نه