غزل ، جلال امرخېل

  غزل ، جلال امرخېل ناصح دې ووايي په څه ؟ چې ملامته يمه کفر خو نه دی تشه خوله ، چې ملامته يمه ته داسې سره شوې لکه ته چې هېڅ ګناه نه لرې زه داسې چوپ شوم لکه زه ، چې ملامته يمه بس ګرانې خير دی نور په دې خبره تيږه کېږده درته مې وويل کنه ، چې ملامته يمه اوس د محفل د رمز ساتل زړګيه ستا په غاړه ما ښکته کړي دي باڼه ، چې ملام

19.04.2009 ajmal

څلورېزه

اتل افغان زما خاموشه زندګي به دومره شور پيدا کړيبهر به واورې وي په زړونو کې به اور پيدا کړيد سرمايې ټيکدرانو په زړه نه ځايېږيغريب سړى چې په ټول عمر کې يو کور پيدا کړي    

19.04.2009 ajmal

څلوریزه

زما په خپلې سايې هم دومره باور نشته دىرڼا به لاړه شي او دا به مې تيارې ته پرېږدي دا د ځوانۍ ورځې دي پريږده دم په دم يې وڅکمپدې پوهيږمه زړښت به مې توبې ته پرېږدي

19.04.2009 ajmal

غزل ، جان محمد زرګر

  په سر عذاب چې د ماښام اخلمد ژوند په لاره نوى ګام اخلم چې مې مزار کښې شنې جنډې رپېږيځان له يو داسې لويې مقام اخلم نن به د عمر تـنده ماته کړمهپه بسم الله باندې يو جام اخلم زه د خپل ځان سره په شر اخته يمزه د خپل ځان نه انتقام اخلم چې پرې ښايسته شي د غزل بيتونهدا ستا د سترګو نه الهام اخلم زړه کښې مې اوسې جان محمد زرګرهپه ډير احتياط دې هر پيغام اخلم  

19.04.2009 ajmal

غزل ، شيرالرحمان بېتاب

ټکور مو نه کړل په ژوندون کې چرته خپل زحمونهمونږه مدام ياره ګنډلي دي د بل زحمونه په چپه خوله يې خوشبويې شهادتونه کولکه پټول رانه هر څو سېنه کې ګل زحمونه مونږه هغوئ ته لاس د مېنې او تړون ورکړىچا چې مدام مونږ ته سېنې باندې کېښول زخمونه زما په خيال به د ځوانۍ رنګېنۍ څنګه راشيتل چې تازه وي  د بګرام او د کابل زحمونه هلته به ژبې هم بېتابه کار د تورې کاوههلته به سترګو هم په لارو کې کرل زحمونه

19.04.2009 ajmal

له فرهنګیانو یوه هېله

دا د یو فرهنګي ملګري غوښتنه ده، موږ ته په زړه پورې ښکاره شوه نو ځکه یې دلته خپروو . که امکان ولري مرسته ورسره وکړئ .   ټو لو درنو شاعرانو، لېکوالو او فرهنګیانو ،زه غواړم په افغانستان کې د نشه يي موادو  د تولید ، کارونې او دودیدنې په اړه یوه څېړنه ترسره کړم . په دې برخه کې یو شمیر داسې لنډیو ،شعرونو او متلونو  ته اړتیا لرم چې د نشه يي موادو په اړه وي. مهمه نه ده چې ستاینه یې

29.06.2008 ajmal

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more