ټکور مو نه کړل په ژوندون کې چرته خپل زحمونه
مونږه مدام ياره ګنډلي دي د بل زحمونه
په چپه خوله يې خوشبويې شهادتونه کول
که پټول رانه هر څو سېنه کې ګل زحمونه
مونږه هغوئ ته لاس د مېنې او تړون ورکړى
چا چې مدام مونږ ته سېنې باندې کېښول زخمونه
زما په خيال به د ځوانۍ رنګېنۍ څنګه راشي
تل چې تازه وي د بګرام او د کابل زحمونه
هلته به ژبې هم بېتابه کار د تورې کاوه
هلته به سترګو هم په لارو کې کرل زحمونه
29.06.2008
- ajmal
دا د یو فرهنګي ملګري غوښتنه ده، موږ ته په زړه پورې ښکاره شوه نو ځکه یې دلته خپروو . که امکان ولري مرسته ورسره وکړئ .
ټو لو درنو شاعرانو، لېکوالو او فرهنګیانو ،زه غواړم په افغانستان کې د نشه يي موادو د تولید ، کارونې او دودیدنې په اړه یوه څېړنه ترسره کړم . په دې برخه کې یو شمیر داسې لنډیو ،شعرونو او متلونو ته اړتیا لرم چې د نشه يي موادو په اړه وي. مهمه نه ده چې ستاینه یې...
19.04.2009
- ajmal
په سر عذاب چې د ماښام اخلمد ژوند په لاره نوى ګام اخلم
چې مې مزار کښې شنې جنډې رپېږيځان له يو داسې لويې مقام اخلم
نن به د عمر تـنده ماته کړمهپه بسم الله باندې يو جام اخلم
زه د خپل ځان سره په شر اخته يمزه د خپل ځان نه انتقام اخلم
چې پرې ښايسته شي د غزل بيتونهدا ستا د سترګو نه الهام اخلم
زړه کښې مې اوسې جان محمد زرګرهپه ډير احتياط دې هر پيغام اخلم
...