په سر عذاب چې د ماښام اخلم
د ژوند په لاره نوى ګام اخلم

چې مې مزار کښې شنې جنډې رپېږي
ځان له يو داسې لويې مقام اخلم

نن به د عمر تـنده ماته کړمه
په بسم الله باندې يو جام اخلم

زه د خپل ځان سره په شر اخته يم
زه د خپل ځان نه انتقام اخلم

چې پرې ښايسته شي د غزل بيتونه
دا ستا د سترګو نه الهام اخلم

زړه کښې مې اوسې جان محمد زرګره
په ډير احتياط دې هر پيغام اخلم