زما په خپلې سايې هم دومره باور نشته دى
رڼا به لاړه شي او دا به مې تيارې ته پرېږدي

دا د ځوانۍ ورځې دي پريږده دم په دم يې وڅکم
پدې پوهيږمه زړښت به مې توبې ته پرېږدي