غزل
چې بې مينې يې جانان درسره نشته ويره دا ده چې ايمان درسره نشته چې بايللى دې زړګى تراوسه نه دى نو ډاډه ګرځه تاوان درسره نشته چې به يې زړونه كړل له ځان سره په مخه ښكلې اوس هغه توپان درسره نشته چې په خپله خاوره خپل ورور ته بلا يې نو هيڅ فكر د افغان درسره نشته ها د ګړدې سپوږمۍ عمر كې سعيده هاغه نخښه د پېزوان درسره نشته ________ سعيد زابلى
موږ د يو بل زړه ته نه يو رسېدلي
موږ د يو بل زړه ته نه يو رسېدلي د هلمند سيمه، كلي، ګودرونه، چينې، ويالې او ګڼ شنه باغونه د يوه اوږده او تحميل شوي جنګ بې شمېره ترخې خاطرې لري، خو خداى پاك په دې خاوره يوه داسې ملاله ولوروله چې دا خاطرې يې يواځې، د دې تر پلو يا د هلمند تر كليو، ګودرونو، چينو، رڼو ويالو او شنو كروندو پورې
مازيګرى ده ښېرې مه كړه
د ژوند كيسه/ ليكوال سعيد زابلى مازيګرى ده ښېري مه كړه عجيبه نجلۍ وه، والله كه مې ترمرګه هېره شي، خو د دښمنانو دې كور وران شي، زه يې د نشې په فتنه اخته كړم! دا په نشه كې د يوه كس د نوې ځوانۍ د خاطرو خبره ده چې اوس په هغه وخت په سې لاسونه مروړي ، خو وخت هرڅه ترېنه اخيستي دي او يوازې يې په خورايو د روپو راټولولو او بيا هغوى ته د اور وركولو،لوګى كولو پر ډېران درولى دى. په دې ورستيو كې ډېر ځوانان په زوره ورو نش
د ښوونكي ورځ
د ښوونكي ورځ نن د ښوونكي ورځ ده، سهار چې كله له كوره را ووتم د دفتر موټر ته انتظار وم چې دوه ګلالي د 6 كلونو په شاخوا كې زده كوونكي پر لاره روان و، له مصنوعي ګلونو جوړه يو د ګلو ګېډۍ يې په لاس كې بستۍ شاته، ښوونځي ته روان و، دوى خپل استاد ته د ښوونكې د ورځې په وياړ وړه تحفه له ځانه سره لېږدوله،
د كور ګټه د لاهور ګټه
س زابلی او م ياسين د كور ګټه د لاهور ګټه ((هند ته چې تلم مېرمن مې له دوولوڼوسره چې یوه د څلورو اوبله د دریوکلونو وه، پرېښوودلې،اوس چې زه ۴۷ كله وروسته له مساپرۍ راغلی یم، مېرمن خومې لاڅه چې دواړه لوڼې مې سپين سرې شوي دي)) دا د يوه افغان مساپر له درده ډكه كېسه ده، د خلكو په غورو وغولېده اودهند هېواد
د چا له لاسه؟
سعيد زابلى د چا له لاسه؟ د كابل غرونه، د واورو له كبله سپين ګلاب ته ورته دي، په ښار كې يخني په پوره واك واكمنه ده ،له ماښامه د سهار تر ۹ بجو دباندې ګرځېدل، له خولې توښونه(تپونه) باسي او غاښونه په ناڅاپي ډول وړه خرپا كوي. د كابل د دهمزنګ، د بريكوټ سينما چې يو وخت يې مينه والو ته په درز كې عجيب او غريب مصنوعي جوړ شوي فلمونه وړاندې كول، اوس له اوږدې جګړې وروسته، كه دا سينما ړنګه شوې، خو د سينما په مخامخ كوڅه كې، يو ۵ ك
د شمعو شپه
سعيد زابلى د شمو شپه ښكلې پېغله، دنګه ونه، ځرځې اوږدې بڼورې سترګې، سپين باهوګان،شنه زرغونه بنګړي،سورشال،د سپينو لمنداره پايل،ونڅېده، ونڅېده،ونڅېده، دومره ونڅېده چې د ولاړو سرتيرو له لاسونو تورې داسې مړې مړې ولوېدې چې بنګړو او پايلو په شور كې يې چا شرنګ وانه ورېدى، پېغله پر ملا مته شوه راماته شوه، ښكلې لاسونه يې د برېښنا په څېر له ځانه تاو راتاو كړو، سپينو
غزل
دا نجلۍ له ذات د ګله راته ښكاري د وږمو د خم له تله راته ښكاري يم كمرنګه ته وا نور دې ټوله وړى ستوري ټوله اوس بې ځله راته ښكاري ستا د زلفو د خوشبو حس په كې نشته هوا هم اوس لږ بدله راته ښكاري ته چې نه راځې نو مه راځه توكل دى دا قسمت هم له ازله راته ښكاري زه چې پټې كړمه سترګې څه تاثير دى ستا د حسن ډيوه بله راته ښكاري چې سعيد يې ستا په شونډو ګناګار كړ دا شيطان ستا له چارګله راته ښكاري
غزل
چې د سروشونډو بنګاوه دې راكړه ظالمې څه غرقه نشه دې راكړه بلا زړګى لرې بلا جانانه وعده دې هېره شوه وعده دې راكړه اخير د دومره مينې دومره قېمت خولګۍ دې راكړه خو يوه دې راكړه نن چې موسكۍ شوې نن مې ځان وليدو غوړ مې خيالونه كړو، ايينه دې راكړه سعيد واپس زابلي فطرت له ځمه كابله وران مه شې دوكه دې راكړه
راز
راز كه فتوا مو كړئ عاجله لږ به ښه وي ژر مې ځوړند كړئ د ښار په څلور لارې ګنا ګار او كه سپيڅلې تر ايينه يم دا خبرې به د وخت تاريخ ته پرېږدو مګر قام ته يو پيغام هم ضروري دى وخت تېريږي انتظار نور په كار نه دى غواړم دغه پيغام ژر خپور شي په ښار كې چې له داره سره مينه د وطن د سوكالۍ، ازداۍ راز دى
فطرت
فطرت ورځ شوه تېره د مرغانو او سيندونو په سندرو سپوږمۍ هم ليڅې غړلې په تيارو كې په لامبو ده ستوري مينځي په چينو كې خپل مخونه مګر زه كرخت كرخت يم لا تراوسه لكه واوره د لو تېږې و بغل ته ته رانغلې زه دې جز د فطرت نه كړم
نن
نن اې، دا ته څه كړې او څه وايي؟ چې له ځان سره بوڼېږې لكه مچ لاسونه مروړې افسوس كاندې خاطرو ته د ماضي دې پنا وړې انځورونه دې پر ذهن بلا ګرځي د سرو شونډو،شوخو مچو، خندا ګانو دا دكوم زمان په لړو كې پنا يې راشه كښېنه لېونيه! بيا به دا وختونه غواړې هلته وګوره لږ وړاندې هغه پېغله درته څنګه په ناز خاندي
مينا
مينا نن په ښار كې يوه ښكلې شوه زما له څنګه تېره دخيال لاس مې پسې وغځېد ناڅاپه ما وې كوم سخي ساقى دى مينا ګرځوي په لاس كې
غزل
و غم ته لته له خماره سره ستورو ته ناست يم له سيتاره سره دا نو قسمت دى د ګلونو پر ځاى راځي جنګونه له بهاره سره كه غواړې پاتې شې ژوندى تر ډېره بيا نو ياري وكړه له داره سره زما خاموشه زړګى شور پيدا كړي ستا د بنګړو له شرنګهار سره يارانو ولې پسپسى كولو سعيد چې ناست وو له خپل ياره سره
یادونه
په بخښنې سره (ستورو ته ناست یم له سیتاره سره)بلاګ تر کار لاندې دی، ډیر ژر به له نویو شعرونو او لیکنو سره ستاسو پر مخ پرانیستل شي له موږ سره اوسی
غزل
دا نجلۍ له ذات د ګله راته ښكاري د وږمو د خم له تله راته ښكاري يم كمرنګه ته وا نور دې ټوله وړى ستوري ټوله اوس بې ځله راته ښكاري ستا د زلفو د خوشبو حس په كې نشته هوا هم اوس لږ بدله راته ښكاري ته چې نه راځې نو مه راځه توكل دى دا قسمت هم له ازله راته ښكاري زه چې پټې كړمه سترګې څه تاثير دى ستا د حسن ډيوه بله راته ښكاري چې سعيد يې ستا په شونډو ګن
غزل
د شهيدو ارمانونو ميسحا دى يو سپرلى له لرې لرې په ګډا دى د ودان افغانستان ترانې بولي يار د وخت په سرو زخمو كې په خندا دى تا د كلي د چينو اوبه څښلې؟ هر يو څاڅكى يې مستان لكه صهبا دى د حالاتو د ميچنې پروا نه كړم ويره دا ده چې خپل ورور راته بلا دى زموږ هر مشر له لرې لعل پر ټنډه له نږدې نه د مر
غزل
د هر مشر مې پرديو ته سر خم دى زمانې ده ګوته كړې لوى سيتم دى چې يې حق د پښتنو ته سترګې پټې خداى دې خوار كړي، كه عرب دى كه عجم دى له كلو وروسته مې تنده كړه پرې ماته دا چينه زما د كلي كه زمزم دى سوله غواړي، جام د وينو يې هم نوش دى عجيبه ده، دا بيا څه ډول ادم دى ستا فتواو ته يې باك نشته زاهده