چې د سروشونډو بنګاوه دې راكړه
ظالمې څه غرقه نشه دې راكړه
بلا زړګى لرې بلا جانانه
وعده دې هېره شوه وعده دې راكړه
اخير د دومره مينې دومره قېمت
خولګۍ دې راكړه خو يوه دې راكړه
نن چې موسكۍ شوې نن مې ځان وليدو
غوړ مې خيالونه كړو، ايينه دې راكړه
سعيد واپس زابلي فطرت له ځمه
كابله وران مه شې دوكه دې راكړه
30.05.2013
- سعيد زابلی/saeed zabulai
راز
كه فتوا مو كړئ عاجله لږ به ښه وي
ژر مې ځوړند كړئ د ښار په څلور لارې
ګنا ګار او كه سپيڅلې تر ايينه يم
دا خبرې به د وخت تاريخ ته پرېږدو
مګر قام ته يو پيغام هم ضروري دى
وخت تېريږي انتظار نور په كار نه دى
غواړم دغه پيغام ژر خپور شي په ښار كې
چې له داره سره مينه
د وطن د سوكالۍ، ازداۍ راز دى...
30.05.2013
- سعيد زابلی/saeed zabulai
دا نجلۍ له ذات د ګله راته ښكاري
د وږمو د خم له تله راته ښكاري
يم كمرنګه ته وا نور دې ټوله وړى
ستوري ټوله اوس بې ځله راته ښكاري
ستا د زلفو د خوشبو حس په كې نشته
هوا هم اوس لږ بدله راته ښكاري
ته چې نه راځې نو مه راځه توكل دى
دا قسمت هم له ازله راته ښكاري
زه چې پټې كړمه سترګې څه تاثير دى
ستا د حسن ډيوه بله راته ښكاري
چې سعيد يې ستا په شونډو ګناګار كړ
دا شيطان ستا له چارګله راته ښكاري...