د شهيدو ارمانونو ميسحا دى

يو سپرلى له لرې لرې په ګډا دى

 

د ودان افغانستان ترانې بولي

يار د وخت په سرو زخمو كې په خندا دى

 

تا د كلي د چينو اوبه څښلې؟

هر يو څاڅكى يې مستان لكه  صهبا دى

 

د حالاتو د ميچنې پروا نه كړم

ويره دا ده چې خپل ورور راته بلا دى

 

زموږ هر مشر له لرې لعل پر ټنډه

له نږدې نه د مرګونو اژدها دى

 

د وخت لوبې ته حيران يمه سعيده

څوك مې ورور، څوك مې دښمن، څوك مې اشنا دى