د هر مشر مې پرديو ته سر خم دى
زمانې ده ګوته كړې لوى سيتم دى
چې يې حق د پښتنو ته سترګې پټې
خداى دې خوار كړي، كه عرب دى كه عجم دى
له كلو وروسته مې تنده كړه پرې ماته
دا چينه زما د كلي كه زمزم دى
سوله غواړي، جام د وينو يې هم نوش دى
عجيبه ده، دا بيا څه ډول ادم دى
ستا فتواو ته يې باك نشته زاهده
دا سعيد د ملنګانو په دم، دم دى
27.02.2013
- امیل همدرد
ددرېيمې امنيتي حوزې يوې سرچينې چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د کب په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد نن سهار په شاوخوا اوه بجو وشو.
سرچينې زياته کړه چې بريد کوونکى پلى و او د دريمې حوزې اړونده د کارته سه د پخواني ايستګا...
26.04.2013
- سعيد زابلی/saeed zabulai
د شهيدو ارمانونو ميسحا دى
يو سپرلى له لرې لرې په ګډا دى
د ودان افغانستان ترانې بولي
يار د وخت په سرو زخمو كې په خندا دى
تا د كلي د چينو اوبه څښلې؟
هر يو څاڅكى يې مستان لكه صهبا دى
د حالاتو د ميچنې پروا نه كړم
ويره دا ده چې خپل ورور راته بلا دى
زموږ هر مشر له لرې لعل پر ټنډه
له نږدې نه د مر...