ددرېيمې امنيتي حوزې يوې سرچينې چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د کب په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد نن سهار په شاوخوا اوه بجو وشو.

سرچينې زياته کړه چې بريد کوونکى پلى و او د دريمې حوزې اړونده د کارته سه د پخواني ايستګاه په ساحه کې د ملي اردو د مامورينو پر يوه موټر يې بريد وکړ.

دغې امنيتي سرچينې وويل چې په دې پېښه کې دياد موټر اوه تنه سپرلۍ ټپيان شوي چې پکې د ملي اردو سرتېري او عادي مامورين شامل دي.

خو په سيمه کې ددرېيمې حوزې امر فيض الله پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې شپږ تنه ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه ، د ځانمرګي بريدګر دبدن ټوټې په سيمه کې پرتې او د بررسۍ ډله خپلې پلټنې پيل کړې دي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي پژواک اژانس ته وويل چې د ملي اردو د مامورينو پر بس موټر شوي بريد کې شپږ سرتېري او څلور عام وګړي ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي ، خو دهغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د حکمت الله په نامه د پېښې يوه عيني شاهد هم پژواک اژانس ته ياده چاودنه تاييد کړه او ويې ويل چې د ملي اردو موټر ويجاړ شوى دى.

وسلوالو طالبانو ددې ځانمرګي بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې بريد کې د ملي اردو ١٧ سرتېري او افسران مړه او ټپيان شوي دي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.