مقالې
قوماندان!؟
صفت منفور «قوماندان» یا به اصطلاح خر-آسانی ها «فرمانده»، در آخرین بروز اجتماعی از درز فاعلی بیرون شد که در مجلس بچه بازی، مصروف تعهد بود. رقابت های مذموم که اعتنایی به اخلاق ندارند، پشتوانه ی رقبایی شده اند که در چهارگوشه ی جغرافیای مورد منازعه ی افغانستان، یکی پی دیگر مسابقه می دهند. ق
د دوکتور فاروق اعظم د سولې وړانديز په اړه زما ياداشتونه
د ۲۰۰۸م کال اوړی و چې ښاغلی دوکتور غلام فاروق اعظم دوبۍ ته راغی. اصلا دوکتور اعظم کابل ته په لاره و او د يو ملګري له لارې خبر شوی و چې زه یې په اماراتو کې مېشتو افغانانو سره ملاقاتونه برابرولی شم. د دوکتور اعظم له نوم سره له پخوا موږ ځکه اشنا و چې په پښتونخوا کې د کډوالۍ پرمهال د اسلامي محاذ د ګوند د مشر پير سيد احمد ګيلاني مرستيال او وروسته بيا په د مجاهدينو په عبوري حکومت کې د ښوونې اوروزنې وزير و. زما کورنۍ هم د اسلامي محاذ د بيرغ لاندې جهاد کاوه او د مجاهدينو د عبوري حکومت په دوره کې
د میانمار پوځ مالیزیا ته تلونکې د روهنګیايی کډوالو کښتۍ درولې
د میانمار پوځ د سه شنبې په ورځ په یو خبر کې ویلي، یوه کښتۍ یې نیولي چې ۹۳ روهنګیايي کډوال یې د دغه هیواد د راخین ایالت د بیځایه شوو وګړو له کمپونو څخه د مالیزیا په لور انتقالول. د میانمار د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې له تیرې میاشتې راهیسې د (مانسون) باراني موسم له ختمیدو وروسته دا د روهنګیايي کډوالو دریمه کښتۍ ده چې دوی یې نیسي. په جنوبي میانمار کې د حکومت د دفتر مشر وايي، نوې نیول شوې کښتۍ د ځايي کب نیوونکو لخوا کشف او په هکله یې چارواکو ته خبر ورکړل شوې وه. د میانمار
په استرالیا کې د کډوالو والدینو لپاره نوی ویزه اعلان شوه
د استرالیا فیدرالي حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمايي کې به استرالیا کې د میشتو او قبول شوو کډوالو د والدینو لپاره د نوې ویزې غوښتنلیکونه پرانیزي. د یادې ویزې مسوده او قانوني مراحل تیره اوونۍ د استرالیا د پارلمان او مشرانو جرګې لخوا تصویب شول، چې ورسره سمدستي حکومت هم دا اعلان وکړ چې د ویزې صادرول به راتلونکي میاشت کې پیلوي. د استرالیا حکومت وايي، د کډوالو د والدینو لپاره دغه نوی ویزه یې د کډوالو په غوښتنه رامنځته کړې ترڅو هغوی وکولای شي خپل والدین د ټاکلي وخت لپاره
د فیسبوک ترانه
طنز محمود نظري د فیسبوک ترانه پارلمان کې دغلو اکثریت د خلکو بد ذهنیت ښیي وطنفروشي بیا دهر وکیل مغزي ظرفیت ښيي ایران او پاکستان او روس خرو ته پټي ګوتې ورکوي ځکه بوشه خره ډیرژر د افغان له کلمي سره ضدیت ښیي واوره وروره د فیسبوک یوه طبي ترانه هره ورځ یوشی کړې راته داکسیروخزانه یو لیکي د شوګر لپاره ښه ده دخره اینه سهار ماښام خوره ورسره ډوډۍ اوربوښینه بل لیکي هر ورځ خوره یوه ترخه کړېړه بل لیکي خ
د سميع الحق وژل ورته عبرت شول، مولانا فضل الرحمن حقيقت ویل پيل کړي
وروسته له هغې چې عمران خان له هند سره د دولتونو او ولسونو په کچه د اړیکو د غوړولو او د لارو د پرانیستلو لپاره اقدام وکړ او څو ورځې وړاندې يې له هند سره د کرتارپور پوله پرانيستله؛ د وسله والو طالبانو دویم معنوي پلار او د افغانستان د جنګ جهاد بلونکی مولانا فضل الرحمن له هندوستان د پاکستان پر دوستۍ او له افغانستان پر دښمنۍ نيوکه کړې. فضل الرحمان تېره پنجشنبې د قبایلو د حقونو په نوم یوې غونډې ته ويلي، له افغانستان سره لارې بندې دي او مرکزي حکومت نه غواړي چې له افغانستان سره ترانزیتي او مواصلاتي ل
د زړه ماتول او د هغه درملنه!
د زړه ماتول او د هغه درملنه! عبدالله وردک انګلستان - دسمبر- ۲۰۱۸ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو، السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! د زړه ماتول، یوه ډېره پېچلې موضوع ده، چې هغه ښې هر اړخیزې، څېړنې ته اړتیا لري. کنه، کېدای شي چې د زړه ماتول، د نورو شیانو سره غلط، او اشتباه شي. غواړم، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، هغه څه ولیکم، چې د زما په نیمګړي ذهن کې راګرځي. زه له ټولو لوستونکو، او په
د کوچنیانو لپاره یوه لنډه کیسه
کدو ډیر دروند دی عمران د مکتب له همصنفیانو سره له ښوونځی بهر یو لنډ سفر درلود. په لاره کی ورته ښوونکي ووییل چی موږ او تاسو به نن د کدوانو یو پټی ووینو. زده کوونکي ډیر خوشحاله شول او په لاره کی چی کله ښوونکي ورته ووییل چی دوی کولای شی له ځانه سره یو یو کدو کورته هم راوړي، نور هم خوشحاله شول. عمران او رسول چی ډیر نږدي ملګري وول له ځانه سره هود وکړ چی دوی به یو غټ کدو له ځانه سره کورته یوسي چی ټول خوشحاله کړي. وروسته له نیم ساعته دوی پټیو ته ورسیدل او عمران منډه
د پنجابي پوځ الحاد ولې پښتانه تباه کړل
زه غواړم تا ووژنم. ته مړ شوې. زما او ستا د کورنۍ يا قوم دښمني شوه. هغوی ما وژني يا مې نېږدې د کورنۍ غړی. زه نه غواړم زه يا مې عزيز ووژل شي نو تا نه وژنم. زه غواړم ستا په ناموس تېری وکړم; مال درنه واخلم . . بيا هم پورته کيسه! دا ځل زه پوليس يم; عسکر يم . . . ستا د وژلو حکم را سره دی. که تا ووژنم نو زما کورنۍ او ماته مسوليت ندی راجع. هو که ما حکم جعلي جوړ کړی وي بيا به حکومت سپيناوی وکړي. تاته او حکومت ته مجرم يم. دا هم ونشوه ! دا ځل تا وژنم. مال او هر څه د
د وطن د ټولو لانجو دايمي د حل طرحه
څه کول پکار دي چې مسوليت ولس ته راجع او په په پرېکړو کې دخيل شي . - ولايتونه, والي او د ولايت اړوندې ادارې دې لغوه شي. - ولسوال او د ولسوالۍ ښاروال دې د رايو له لارې وټاکل شي. د ټاکلو معيارونه دې ورته مرکزي حکومت وټاکي. - د ولسواليو شمېر دې 249 وي چې د ولسي جرګې د وکيلانو له شمېر سره سم وي. - هره ولسوالي به لکه يو فدرالي ايالت داخلي خود مختاري لري. - د تجزيې وېرې نشته ځکه يوه ولسوالي ځان په بېل هېواد نشي بدلولی. د مرکزي حکومت زور پرې بر وي. - پدې
د افغانستان اوبه او د پاکستان زهر
له څه مودې راهیسې پاکستانۍ رسنۍ په افغانستان کې د اوبو د مهارولو هڅې (لکه د شاه توت پروژه چې هند یې د ۲۳۶ ملیونه ډالرو په ارزښت د کابل په سیمه کې د ۱۴۶ ملیونه مکعب متره اوبو د ذخیره کولو په موخه د پلي کولو نیت لري) د افغانستان او پاکستان په روابطو کې د هند د لاس وهنې د یوې بېلګې په توګه عامه اذهانو ته وروپېژني. د پاکستاني رسنیو دغه په اصطلاح اندېښنې په یو شمېر معتبرو نړۍوالو رسنیو کې هم انعکاس مومي او په افغانستان کې یې هم د جنجالي خبرونو تږي ژورنالستان او رسنۍ په غبرګولو کې ناغېړي نه کوي (دي
مؤقت حکومت، د کرزیانو او د نظاریانو دسرچوک اوازه
د موئقت حکومت پیشنهاد د لمړي وار لپاره ابوالفساد حامد کرزی هغه وخت مطرح کړ چی د داکتر اشرف غنی او عبدهللا تر مابین دوړونکي او بایلونکي ناندري روانې وې او غوښتل یی یو وار بیا د خپلې شرمیدلې سیطره لپاره یو مجوز پیدا کړي خو جان کري خپل ماډل حکومت چی په هیڅ ملک کی چا نه ولیدلي افغانانو ته جوړ کړ او منفي تاثیرات یی افغانان په پوست او هډکیو تر نن پوري لمس کوی ، بیا وروسته کله چی اشرف غني مفتخواره ، مفسد ، ناکاره شمالي لومپنان له ارګ څخه وشړل هر یوه یی د مؤقت حکومت غوښت
دزورواکانو اوغیرمسؤلو وسلوالومهارول
دقدرت دمنحوصو جزیرواودپردیپالو ترحمایت لاندې دپالل شوګوډاګیان دمهارولو په پار دولس مشردتصمیم اوپلان ملاټړ باید وشي خاصتأ ولسونه باید د زورواکو پردیپالو،متعصبینو، او قانون ماتونکو پر وړاندې د نظام ملاتړ وکړي: د افغانانو قاتلین، زورواکان ،دځمکو اوعامه شتمنیوغاصبین، جاسوسان، مافیاکړۍ، اداری فسادکونکې ، دعامه شتمنیو لوټماران او د ملي حاکمیت ننګونکي په هیڅ قوم، ژبې او لوري پورې اړه نه لري. قانون باید پر ټولو یوشان پلی شی څوک چې قانون ماتوي او ملي حاکمیت ننګوي باید مجازات شي او د قا
د استرالیا د کډوالو په سمندري ساتنځایونو کې د ځانوژنې او ځانځورونې پیښې زیاتې شوي
د بخښنې نړیوال سازمان او د استرالیا د پناه غوښتونکو شورا په یو ګډ راپور کې ویلي چې د استرالیا د کډوالو په سمندري توقیف ځایونو کې د دوامداره ناوړه وضعیت له امله کډوال او پناه غوښتونکي مخ په زیاتیدونکې توګه ځان وژنې او ځان ځورونې ته لاس اچوي. دغه راپور په ځانګړي ډول په مانوس ټاپو کې د استرالیا په توقیف خونه کې د مشورتي او صحي خدمتونو پر کموالي نیوکه کوي او وايي چې دغه ځای کې د شته ۶۰۰ پناه غوښتونکو لپاره په کافي اندازه روغتیايي خدمتونه او لازمې اسانتیاوې شتون نلري. یاد راپور واي
استرالیا کې یو افغان قاچاقبر په ۹ کلونو بند محکوم شو
افغان قاچاقبر احمد ضیا علیزاده چې د ۲۰۱۰ کال کې یې له اندونیزیا څخه استرالیا ته د کډوالو په قاچاق کې لوی لاس درلوده د پنجشنبې په ورځ د استرالیا په (پېرت) ښار کې د یوې محکمې لخوا په ۹ کلونو بند محکوم کړل شو. علیزاده د ۲۰۱۰م میلادي کال د فیبروري او مۍ میاشتو ترمنځ درې ځله په کښتیو کې سلګونه ناقانونه کډوال استرالیا ته انتقال کړي وه. یادې درې کښتۍ چې د استرالیا د کریسمس او اشمور ټاپوګانو ته رارسیدلې وې، پکې سلګونه ناقانونه کډوال سپاره ول. په محکمه کې څارنوال (کای مارینوس)
د افغان ملت ګوند لنډه تاریخچه
کله چې په کال ١٩٦٤ کې اساسي قانون سياسي احزابو ته د فعاليت اجازه ورکړه په پایله کې يې درې ډوله سياسي تحريکونه رامنځته شول لکه اخواني، کمونستي او ناسيونالست. افغان ملت ګوند د ارواښاد انجينرغلام محمد فرهاد لخوا په کال ۱۹۶۵ کې تاسيس شو. فرهاد صاحب د ولسي جرګې وکيل او د کابل ښاروال پاتې شوی وو. ډير لوړاو پاک شخصيت يې درلود او د خدمتونو نه يې حتی مفکوروي مخاليفين هم انکار نشي کولی. افغان ملت ګوند د ولس له مینځه زیږیدلی ګوند وو او د ولس د فکر ترجماني یې ک
په مناسب وخت کې اقدام کول!
په مناسب وخت کې اقدام کول! عبدالله وردک انګلستان - نومبر - ۲۰۱۸ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! په مناسب وخت او مناسب ځای کې، مناسب اقدام، ډېرې دنیوي ستونځې په ښه توګه حل کولای شي. نو لدې کبله، مناسب اقدام، په مناسب وخت، او مناسب ځای کې، باید حتمي او ضروري، په لازمه توګه تر سره شي. غواړم، د پورتني عنوان د تاىٔید او تصدیق له پاره دغه لاندې مثالو
امريکا کې ميشت ځينې کډوال غواړي بيرته نایرو ټاپو ته ستانه شي
په ۲۰۱۶ کال کې د استرالیا پخواني لومړي وزیر مالکم ټرنبل د امریکا له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره د کډوالو د تبادلې یو تړون لاسلیک کړ ترڅو له استرالیا څخه د باندې د مانوس او نایرو ساتنځایونو کډوال په امریکا کې ځای پر ځای کړي. د بیا میشتیدنې د پروګرام له مخې د امریکا حکومت هوکړه وکړه چې د مانوس او نایرو ۱۲۵۰ کډوال به د نوي ژوند لپاره امریکا ته بیايي خو په بدل کې به استرالیا د امریکا په خوښه یوشمیر کډوالو ته په استرالیا کې د میشتیدنې حق ورکوي. د تړون له لاسلیک څخه شاوخوا یو کال
د طلوع نیوز خبریال هم د مايک په زور په غصب شو ځمکه کې نمره واخسته
د طلوع نیوز خبریال هم د مايک په زور په غصب شو ځمکه کې نمره واخسته خبریالي يو پاکه او مقدسه دنده ده ، خو بدبختانه په دې وروستیو کې ځينو خلکو په ځينو خرابو کړنو دغه مسلک سخت وشرماوه . د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ اړوند د زنګوی په نامه سیمه چې د يو شمیر زورواکانو له لوري غصب شوي ده ، اوس تازه د یوه زورواکي سره چې د طلوع نیوز خبریال ډیل کړي او ورته يې ویلي چې زه خپله او هم د نورو خبریالانو درته ضیمه واري کوم چې په دغه غصب به سترګي پټوي او راپورونه به پر نه چمتوو کوي ، خو په دې شرط چې م
امريکا ولې سوله غواړي؟
که د تاريخ او جغرافيې پاڼې وپلټو، نو افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د خپل غوره ستراتيژيک موقعيت ( پريوت) له امله، په بېلا بېلو نومونو لکه:د اسيا زړه، د هند دروازه، د تمدنونو څلور لارې، د وريښمو لویه لار، د نړۍ بام او په داسې نورو نومونو ياد شوی دی. په همدې اساس د يونانيانو نيولي تر مغلو، انګريزانو، روسانو او امريکايانو پوري د وخت هر زبرځواکه قدرت هڅه کړي چې د خپلو استعماري موخو د لاس ته راوړلو او ساتلو لپاره دا مهم سوق الجیشی موقعيت ترخپل کنټرول او والکې لاندې راؤلي. دا چې د شلمې پيړۍ په