د پاکستان په لاس اوحمایې جوړ شوي د طالبانو د اسلامي امارت په ضعیف حکومت کې د استخباراتو په نوم هم یوه ضعیفه اداره موجوده وه چې د هغې د هیڅ یو ولایت کوم آمر او مامور د چانه پټ نه وو او د همدغه استخباراتو په موجودیت کې په کابل کې درې نیم زره پنجابي ږیرورکمانډو پراته وو چې د جنګ مراقبت او اکمال د هغوی په لاس وو او ډېرو ځایونو کې به د شپې لخوا دغه ږیروروکومندویانو پېشرفت وکړ او سهار به یې ځای خپلو بړېڅو افغاني طالب مشرانو ته حواله کړ چې ډېرو بېچاره او ساده طالبانو او افغانانو فکرکاوه چې دا فتوحات د طالب دي او ګویاکه د طالب د استخباراتو په نوم اداره هم د نورې نړۍ په شان داسې ریښتیني استخبارات دي چې فقط د خپل هېواد دپاره کارکوي خو دغه ضعیفه اداره هم پاکستاني استخباراتو ته د منلو وړنه وه.

 کیسه داسې وه چی کله د طالبانو د استخباراتو بېچاره مشر قاري احمدالله پاکستاني استخبارتو د سم کار نه کولو په جرم په داخل د کابل کې ترور کړ نو طالبانو د خپلو استخباراتو مشر د غزني عبدالحق وثیق وټاکه چې زه یې له نږدې څخه پېژنم او نسبتاً په طالبانو کې هوښیار او مخلص سړی وو هغه بیله خبره ده چې د یو ملک د استخباراتو مشر باید څومره تحصیلات ولري او څومره مسلکي روزنې ولري په دې خبرو خو نه طالبانو عقیده لرله او نه یې لري او پاکستان ته په افغانستان کې په هره شعبه کې همداسې غیر مسلکي خلک پکار دي تر څو هغوی دا وطن برباد او په غم لړلی او د لاس لاندې وساتي . په اصل کې پاکستاني استخبارات د امریکا، برطانیې او نورو نړیوالو نه اوامر، مشورې، پروژې او مصارف  اخلي او هغوی بیا غواړي چې افغانستان د نورو دنیا نه قطع او د دوی د لاس لاندې وي. نو ویلی شو چې د  طالبانو استخبارات د نورې نړۍ د استخباراتواستخبارات وو. خبره اوږدیږي راځو دېته چې د طالبانو د دور د استخباراتو آخري مشر عبدالحق وثیق سره څه وشو.

 عبدالحق وثیق چې اوس هم ژوندی دی او په دې وروستیو کې د یو امریکایي په بدل کې د څلورو نورو طالب مشرانو سره د ګوانټانامو د زندان نه راخلاص شو او قطرکې مېشت شو هغه په افغانستان  د امریکايي یلغار په وخت کې د غزني شیعه ګانو ونیوه او په امریکایانو یې خرڅ کړ. خو دلچسپه دا ده چې وثیق صاحب ته د طالبانو د استخباراتو د مشرۍ پرمهال د پاکستاني ملایانو یو وفد کابل ته راغلی وو او وثیق صاحب ته یی د ځانه سره په تحفه کی د پاکستان نه  یوه دلچسپه فتوا راوړې وه او هغه دا چې له هغه څخه یې په کلکه وغوښتل چې باید طالبان خپله د استخباراتو شعبه له منځه یوسي ځکه چې په اسلام کې استخبارات ناروا دي حال دا چې دغه ملایان د پاکستاني استخباراتو بړېڅي وو او هم هغوی رالېږلي وو ترڅو خپل هدف ته د فتوا له لارې ورسیږي. خوکله چې وثیق صاحب دغه ملایانو ته وویل چې سمه ده نو که داسې وي نو اول باید تاسې خپل حکومت ته دا فتوا ورکړئ او خپل استخبارات ختم کړئ نو چونکه تاسې زمونږ استاذان یاست نو مونږ به ستاسې په نقش قدم لاړ شو نو د همدغه مجلس عیني شاهدان وایي چې د دې خبرې سره پاکستاني ملایانو یو بل ته خړخړ وکتل او بې جوابه شو خو کله یې چې خپلو استخباراتو ته خبر ورکړ نو پاکستاني استخباراتو د وثیق صاحب د وژلو فیصله هم وکړه.

د همدغې کیسی په تسلسل کې وثیق صاحب ته څو ورځې وروسته د قاعدې د استخباراتو مسئولین راځي او ورته وايي چې زمونږ استخباراتي معلومات دا دي چې پاکستاني استخباراتو ستا د وژلو د پاره کسان ګمارلي او ته باید احتیاطي تدابیر ونیسې . د قاعدې د استخباراتو مسئولین په تعجب وثیق صاحب ته وایي چې ته عادي سړی نه یې . ته د یوه هېواد د استخباراتو مسئول یې او ته باید همېشه د دغه پګړۍ او افغاني لباس سره ونه ګرځې . ته باید مسلسل لباس او د شپې ځای او ګاډي او د تلو راتلو لارې بدلې کړې او داسې نور... او همدغه د طالب او قاعدې توپیردی اوله همدې آمله امریکا د طالب سره مذاکرات کوي او د قاعدې سره مذاکرات نه کوي. وثیق صاحب وايي چې ما د هغې ورځې خپل تدابیر یو څه بدل کړل او یوه هفته پس پاکستاني استخباراتو زما د همېشني اوسیدو ځای ته بم راورساوه او خوشبختانه زما شپه بل ځای کې وه چې د شپې ملګرو په مخابره خبرراکړ چې ستا د اوسیدو ځای په بم والوت .

وايي چې استخبارات د یوه ملک دماغ او د دغه استخباراتو کارمندان د یوه ملک غوږونه اوسترګې وي او په اسلام کې د مسلمانانو د پاره قوي او غښتلي استخبارات عین مطلوب دي خو د افغانستان دشمنان نه غواړي چې افغانستان دې دماغ ، غوږونه اوسترګې ولري او د هغوی خواهش دا دی چې افغانستان دې ړوند اوکوڼ او لیونی او بالاخره تباه او برباد وي او یا دې هم د افغانستان زړه او دماغ ، غوږونه اوسترګې د دوی په واک کې وي .دغه ټولې خبرې ماته د کابل د موجوده  نظام د ملي امنیت د مشرانو پرضد د وروستیو حملو په تسلسل کې رایادې شوې . د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر امرالله صالح پرضد په کابل کې آخرنۍ حمله او د هغې نه مخکې په مخکني مشر رحمت الله نبیل او بیا د ملي امنیت په مخکني مشر اسدالله خالد او د افغانستان په تاریخ کې د افغاني استخباراتو په مشرانو مسلسل بریدونه او وژنې د دښمن ارادې ظاهروي او د طالبانو په وخت کې د پاکستاني ملایانو په ژبه استخباراتي فتوا دا ښايي چې د افغانستان دښمنانو ته د افغانستان د دل او دماغ او ژوندي احساس نه ډېر تکلیف دی ولو که دا دل او دماغ ډېر ضعیف او کمزوی ولې نه وي . مونږ منو چې د افغانستان مخکني او اوسني استخبار ات ډېر نقایص او نیمګړتیاوی لري او ډیری ځل د خپل ملت پرضد مستعمل شوي خو یوه خبره واضح ده چې د افغانستان پخوانی خاد او اوسنی ملي امنیت د منظورپشتون ، تحریک طالبان پاکستان او ملت پالو آزادۍ غوښتونکو بلوڅو په شان د پنجابي دښمن دپاره یوه قبض کشا نومونه دي .

خو کاش چې زمونږ په منځ کې په دیندارو او بې دینه قواروکې د پردو جاسوسان او پردي پال نه وای . زمونږ د غمیزی حل او د پردیو نه د خلاصون یوازینۍ لاره زمونږ په وحدت کې ده . که مونږ واحد ملت شو نو هیڅوک نه شي کولای چې په مونږ د غرض نه ډکې  بې شرمانه سیاسي ، او استخباراتي فتوې راوتپي او زمونږ ریښتینی دیني او ملي احساسات او قواوې رافلج کړي او یا زمونږ با احساسه قومي ، ملي او دیني مشران ترورکړي او یا هم زمونږ په منځ کې خپل هغه بړیڅي حمایه کړي چی په ډیرې سپین سترګۍ د پردو ایجنډا مخ پروړاندې وړي.
د یوموټي اوقوي مسلمان افغانستان په هیله.

ننګرهار

دوشنبه ۱۴/ اسد/ ۱۳۹۸