د افغانانو مطلق اکثریت په اسلامي اصولو، ملي ارزښتونو او ولسي غوښتنو باور لري. پوهيږي چې کلي په زور نه کيږې او حکومت په ډنډو نه چليږي.
ځينې دوستان د جګړو د ختمولو، سولې ته د رسيدلو او د سولې له تړون څخه وروسته د اوږدې پروسې عملي کولو لپاره د ټولټاکنو تر سره کول او يو منتخب ولسمشر درلودل بنسټيزه اړتیا ګڼي. مونږ يې دريز ته احترام لرو.
په جزئياتو نه غږيږو. باور لرو چې افغانان عموماً که په حکومتي نظام کې دي او که د طالبانو په ليکو کې دي له هيواد سره د دښمنې په نیت په جګړه لاس نه پورې کوي. دا چې د هغوى ترمنځ د جګړو له امله د افغانستان ملي ګټو ته تاوان رسیږي د هغوى د سطحي احساساتي او جزباتي ذهنیت پایله ګڼلاى شو، خو عمدي عمل ورته نه وايو.
پوهيږو چې د زعامت ټاکل پيچلې او مغلقه ستونځه ده. يوازې د ازادو بي پرې، رڼو او سرتاسري ټاکنو له لارې د حل وړ ده، خو د حقائقو په هنداره له کتلو او ژور تحليل څخه وروسته مونږ پوهيږو چې په اوسني وخت کې سوله د افغان ملت د غوښتنو هيلو او توقعاتو په سر کې قرار لري. که جګړه دوام مومي نو د تاکنو ازادي، بي پرديتوب او سرتاسريتوب به يوازې هغه خيال او خوب وي چې د عمل په ډګر کې به تحقق نشي موندلاى.
په ځينو حساسو او ترينګلو وختونو کې د افغانانو تيت او متلاشي دريزونه د پوهې د کچې ترمنځ د توپير له امله ده. زمونږ ټولنیز چلن ډیر وخت په احساساتو او عاطفو ولاړ وي او متأسفانه پايلې يې بوږنونکې وي.
له بده مرغه، سیاسې دریځونه مو هم د همدې ټولنیزې ارواېې ناروغئ تر سیوري لاندې راغلي دي. سیاست ننګونې په فرصتونو باندي بدلولو او له فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کولو ته ویل کیږي نه احساساتي غبرګون ته.
زمونږ ولس باوري ده چې سوله د لمړيتوب په کتګوري کې قرار لري. که ټاکنې د داسې سولې قرباني کړو چې د هيڅ اړخ د تسليمي په مفهوم نه وي د ټولو خواوو عزت او ابرو پکې خوندي وي، د افغان ژوند د ژغورنې په موخه بهتر او غوره انتخاب ده. مګر که سوله دسيسه وي د دښمن مکر او فريب وي د پردې تر شا د پرديو پټې موخې پکي خوندي شوې وي او د پرديو استخباراتي بازي وي، نو ملت حق لري چې په اعتماد کې واخیستل شي. د حکومت لخوا يوازې دومره خبره بسنه نه کوي چې سوله واقعي نه ده، ډير وخت ته اړتیا لري او سوله د ټاکنو له امله پنځه کاله نوره هم د د کوم اړخ د واک قرباني شوي وي.
په هرحال تراوسه پورې نه د ټاکنو او نه هم د سولې راتلونکې نقشه څرګنده ده. که د اوس لپاره دواړو غوراويو ته تيارى ولرو ښه ده، خو د راتلونکي لپاره باید نقشه واضحه او هڅې د يوه استقامت په لوري (ټاکنې/سوله) محوري تمرکز وکړي.
بده خبره ده چې مونږ ټول د امریکا پريکړو ته منتظر پاتې يو. امریکا په خپله د خپلو ګټو په چوکاټ کې په خپل سر پريکړې کوي او مونږ باید د ستونځو حساسيت ته کتو په خپل غولي خپل نوښت او له خپلو وروڼو سره سختې پريکړې وکړو.
په افغانستان کې د امریکا اوږد مهاله یا لنډ مهاله شتون په هیڅ صورت نشي کولای د افغانانو او سیمې د شته ستونځو دپاره د حل لار په ګوته کړي. د نړئ هر غښتلئ او ویاړلئ ملت د خپلو ستونځو د حل دپاره خپله نوښت په لاس کې اخیستی او خپلې ستونځې يې د خپلو ملي ارزښتونو پر بنسټ حل کړي دي. حکومت او طالبان باید يو بل ته سپکو سپورو ويلو د پرديو د لانځکو مزدور غلام او اجير په نوم د خطاب کولو پرځاى پر يو بل باندې د باور کچه لوړه کړي. له خپلو افغانانو څخه نه، بلکه له بهرنیو مغرضو هيوادونو او سپکو ګاونډیانو څخه ویره ولري.