د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۶ نیټه د سهار په ۸ بجو او ۱۶ دقیقو جاپانیان د سهار له خوبه را ‏پاځیدلي وو، ماشومانو ښوونځيو ته د تلو تیاري نیوله، کورني د سهار د چايو په څښلو ‏بوختي وي او په سلګونو زرو خلکو یوه نوي او له امیده ډکه ورځ پیل کړي وه چي د ‏امریکا ‌‌‌‏B-29 ‎‏ الوتکي ددي هیواد د ایروشیما په ښار لمړني اټومي بمب وغورځاوه او ‏دري ورځي وروسته یوبل اټومي بمب ددي هیواد د ناګاساکي په ښار وغورځاوه. دا کاريي ‏د برتانيي په مشهوره او د دي هیواد د ملکي په تاید وکړ. ‏
‏ داچه په حقیقت کي په دي حملو کي څومره کسان ووژل شول دا خبره به تر قیامته پټه ‏پاتي شي خو ځیني تخمینونه وايي چه لمړني بمب ۱۲۹۰۰۰ او دوهم بمب ۲۲۶۰۰۰ کسان ‏ووژل. ‏‎ ‎د جاپانیانو دا نوي پیل کړي ورځ نیمه خوا شوه، ماشومان له ښوونځیو سره او ‏کورونه له کورنیو سره داسي لولپه شول لکه په دي دنیا چي دوزخ ته تللي وي. ‏
https://www.youtube.com/watch?v=3wxWNAM8Cso
جاپانیان له موږ څخه زورور، زړور، هوښیا او کاریګر خلک دي. دا هیواد دومره زورور ‏وو چه امریکا ورڅخه بیریده او اخر يي مجبوره کړه چه په اټوم بمب يي وولي. دا چي ‏امریکا به افغانستان په اټوم وولي احتمال يي ډیر کم دي. خو که فرضآ امریکا دا کار ‏وکړي او خداي ناکرده زموږ په میلیونونو وګړي ووژني او کله چي سهار شي هیڅوک له ‏خوبه را ویښ نه شي، نو څه فکر کوي چي چین، روسیه او یا کوم اټومي قدرت به له ‏امریکا سره د افغانستان په سر جګړه وکړي؟ هیڅلکه نه ځکه د هغوي جګړه بیا د ټولي ‏نړي تباهي ده او هیڅوک نه غواړي چه د یوه تباه ملک (افغانستان ) په خاطر ټوله نړي ‏تباه کړي. ‏
د عربستان سعودي نني پاچاهي هم د انګریزانو له خوا را منځته شوي ده اونني شاهان هم د ‏انګریزانو په واسطه قدرت ته رسیدلي دي. موږ ټول پوهیږو چه که امریکا د سعودي ‏عربستان ساتنه ونه کړي فکر نه کوم چه په اوسني وخت کي به بیا ابابیل را پیدا شي چه ‏ددي هیواد ساتنه وکړي.‏
‏ زموږ احساست، غندني، ښکنځل او ښیراوي زموږ د ملت درد نه دوا کوي. ټرمپ د ‏پاکستان په اړه داسي خبري نه شي کولاي ځکه موږ د خپلي بي عقلي له وجهي پاکستان د ‏اټوم بمب څښتن کړ. اوس د همدي اتیا کلن پاکستان د صدراعظم په مخکي ترمپ وايي چه ‏زه افغانستان په څو دقیقو کي له منځه وړم. همدا اتیا کلن له څلویښتو کلنو راهیسي زموږ ‏پنځه زره کلن ملک داسي وهي، داسي يي ژړوي داسي يي ځوروي لکه کوم ظالم ته چي ‏کومه کونډه ښځه په لاس ورشي او غواړي په زور يي ځانته نکاح کړي. جهاد افغانستان ‏دفاع پاکستان خبره رښتیا شوه خو موږ تر ننه هم په خپل جهاد ویاړو او هم په پاکستان ‏ریشخند وهو دا چه په پاکستان ریشخند وهو که په ځان ریشخند وهو دا به تاسو راته ‏ووایاست. ‏
محمد اکبر پیمان ‏
د جولاي ۲۳ کال ۲۰۱۹ ‏‎ ‎