له خپل بدمرغه پیدایښت څخه نارې وهي چې موږ خپلواکي ګټو، خو له همغه وخت څخه نیولې تر نن پورې یې خپل ناموس، خویندې، میندې او په خپله دوی له پنجاب سره یرغمل دي۔ له خپل پیدایښت څخه نیولې تر نن پورې نارې وهي چې له یهودو او نصاراوو سره ملګرتیا کفر ده، خو په خپله لکه وږي سپي چې د تودې ډوډۍ په بوی پسې ځغلي، د کفارو سره د دوستۍ په لټه کې ول او دي۔ موده وړاندې چې مسکو سترګګ ور ته ووهه او اړیکه یې ورسره ټینګه کړه، له هغې ورځې راهیسي یې نه دي ویلي چې له کفارو، یهودو او نصاراوو سره دوستي نارواه ده۔ د طالبانو سره کابل مېشتي نیکتایي او لونګۍ واله خواخوږي خو پرېږدئ، ان د طالبانو د رهبرۍ شورا دلیل وایي چې داسې نه کېږي چې له امریکا سره دې ملګرتیا روا وي، خو له روس سره ناروا!

ښه شول چې د کفر ټاپې یې وار له وړاندې خپل ځان ته جوړې کړې وې۔ دا دي نن طالبان له مسکو، امریکا، بې مذهبه ایران او مرتد پنجاب سره اړیکې ساتي۔ نو د شریعت له اړخه خو دوی تر ټولو ستر ملحدین دي۔ طالبان چې له مسکو او بل هر بې دین سره د خپلو اړیکو لپاره کوم دلیلونه پیدا او په هر ډول یې توجیه کوي، همدغه دلیلونه افغان دولت له اتلسو کلونو څخه ورته زمزمه کول، خو طالب ملحدینو به په آیت او حدیث ور ننګول۔ خو نن په دومره غټه سپین سترګۍ د خلکو په سترګو ننوځي، له کفارو سره ملګرتیا د وخت اړتیا ګڼي۔

نن چې طالبان له کافر سره دوستي کوي، کوم دلیل په آیت شریف او حدیث سره لري؟ په خپله له اسلام څخه وتلي دي که اسلام بدل شوی؟ طالبان اوس په آیت شریف او حدیث پوه شول که نه اوس یې داسې ارزوي لکه څنګه یې زړه وي؟ ډارېږم چې طالبان د وحې داوه و نه کړي چې له مسکو سره د اړیکو، له امریکا سره د خبرو او د افغانانو د وژلو وحې ور ته وشوه۔

اوونۍ وړاندې طالبانو په قطر کې د افغان ولس له استازو سره په کلکه په لیکلې بڼه ژمنه یا تعهد وکړ چې نور به ټولګټي بنسټونه نه نړوي، ښوونځي، پوهنتونونه، انستیتوتونه، کلینیکونه، لارې، سړکونه، پلونه، د ابو بندونه او ۔۔۔ به نه نړوي، بې ګنا ولسي وګړي به نه وژني، په داسې ځایونو کې به چاودنې نه کوي چې د ولسي وګړو ګڼه ګوڼه وي او یا یې د وژن ګواښ وي۔ تېره اوونۍ د ګندهار یرغل چې موخه یې یوازې او یوازې ګمرګ وو او په سلګونو میلیونه ډآلره تاوان یې ولسي سوداګرو ته واړوه۔ د کابل د پوهنتون د دروازې په خوله کې چاودنه چې یوازې او یوازې یې ملکي کسان ووژل۔ په ګردېز کې د پوهنتون او روغتون تر منځ چاودنه چې سرزیان یې یوازې ملکي کسانو ته واوښت۔

آیا په اسلام کې تعهد همداسې وي؟ آیا داسې یو مسلمان چې ځانته د موسی ع لقب ورکوي، له بل مسلمان سره خپل تعهد د یوه ملحد او کافر په توګه ماتوي؟؟

که طالبان مسلمانان وي او د اسلام په دفاع راوتلې وي، نو تر ټولو لومړی خو د بې ګنا ولسي وګړو وژن په اسلام کې لوی ترین جنایت دی۔ بله دا چې د ټولګټو بنسټونو نړول یو ستر جرم دی۔ بله دا چې دوه اونۍ وړاندې یې په قطر کې په لیکلې بڼه ژمنه وکړه چې بیا به داسې جرم او جنایت ته لاس نه اچوي۔ خو دا دي په تېرو څو ورځو کې یې په خپلو ټولو ژمنو پښې کېښوولې او د اسلام په نامه یې د اسلام په ضد هر ډول جرم او جنایت سرته ورسوه۔ اوس دې طالبان مهرباني وکړي د لاندې آیت ضد آیت دې راوړي چې په هغه کې مسلمان ته اجازه ورکړل شوې وي چې له بل مسلمان سره خپل تعهد د کافر په توګه مات کړي۔

یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ (اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړئ دئ، په خپلو وعدو وفا وکړئ)

که د طالبانو هر کړن چار په شرعي قوانینو وڅېړل او وارزول شي، زباد به شي چې دوی په ټوله مانا او په خپله ټوله مجموعه کې د اسلام ضد، د شریعت ضد او د هر مذهبي او مدني قانون پر بنسټ ترهګر، د پردیو غلامان او کرایي قاتلان دي۔ دوی به هېڅ وخت او هېڅکله هم د افغان ولس د ښېرازۍ لامل نه شي ۔

دا جګړه پردۍ او مردوده ده، دې جګړې ته د امریکا او طالبانو شتون هرو مرو دی، لازم او ملزوم دی۔ نه د قطر طالب واک لري، نه د سنګر طالب۔ په قطر کې د سولې خبرې د امریکا او پنجاب د ګټو د ساتلو لپاره روانې دي۔ د دې بدمرغې جګرې سرزیان یوازې مظلومو، سپین زړو کلیوالو، ساده او نېستمنو افغانانو ته رسېږي۔ د ملا خواهر اخند (عبس ستانکزي) لور په دوبۍ کې په امریکایي پوهنتون کې له کفارو سره یو ځاي کافرې او عصري زده کړې کوي، همداسې د شورا نور غړي درواخلئ چې لورانې یې د پنجاب په کالجونو کې زده کړې کوي۔ د طالبانو د شورا غړي او ماشومان یې له امریکایي بمباریو او افغاني چاپو څخه په امن دي۔ دا کرغېړنې څېرې د دین، مذهب، ولس او مظلومو افغانانو پروا نه لري۔ دوی خپل د غلامۍ مآموریت سرته رسوي۔ همدا غلامي د دوی مذهب او د ژوند موخه ده۔ تاسې کومه ورځ د دوی زامن په سنګر کې لیدلي دي؟ تاسې کومه ورځ د دوې لورانې لیدلي دي چې د سنګر طالب ته یې ډوډۍ پخ کړې وي؟؟ له جهاد څخه طالبانو فتنه جوړه کړه۔ دا فتنه د افغانانو د وینو په تویولو ځان ته د جهاد لقب نه شي اخیستلای۔ د سنګر او ټوپک طالب نه د ځان په اهمیت پوهېږي، نه د بل افغان او نه هم په ټولنه کې د نظم په ارزښت۔ د سنګر طالب نه د جهاد او فقې په اصولو پوهېږي او نه هم د سیاست په شیطاني چلونو۔ دا طالبي جهاد دومره ستره بدمرغي ده چې جبران به یې سلګونه کلونه او د راتلونکیو نسلونو وینې به وغواړي۔ په خپله د یوه طالب مرګ نه یوازې دا چې خپلې کورنۍ ته یې یو ستر غم دی، بلکې همدې ټولنې ته چې طالب یې په ضد ټوپک پورته کړی دی، یوه لویه بدمرغي او ستره ضایع ده۔