غزل
اشنا څېرې راته اشنا نه ښکاري
هېڅ یو تصویر راته صفا نه ښکاري
په شب پرستو باندې زېری وکړئ
چرته کې لرې هم رڼا نه ښکاري
د لوټ تالان شکایت چاته وکړو
دلته خو غلا هم چاته غلا نه ښکاري
شونډې هم ستا خوځي او ژبه هم ستا
دا ستا خبرې ماته ستا نه ښکاري
ښکلو په مونږ نظر بندي کړې ده
دي بې وفا، خو بې وفا نه ښکاري
دی خو زما مرۍ ته زور راکوي
دا سړی ماته مسیحا نه ښکاري
اسراره تلل نه کړي زما په خوښه
ما ته دا خپل غزل زما نه ښکاري
ډاکټر اسرار
22.06.2010
- نصرت الهام
غزل-زما ژوندون او زما سا خير دى که ووژلم--زما جانان زما اشنا خير دى که ووژلم--زما په خوله درته ښېرا قدرې هم نشي راتلى--زه دې ژوندون غواړمه تا خير دى که ووژلم--دنيا کې ډېر ښکلي اوسيږي دنيا ورانه مه شه--زه خو ژوندى يمه دنيا خير دى که ووژلم--زما د ينو له رنګونو يې ګلونه جوړ کړل--...
24.06.2010
- نصرت الهام
يواځې شعرونه او خبرونه
د لرو برو پښتنو وېبپاڼې نن سبا نیږدې سلګونو ته رسیږي خو ټولې داسې دي لکه یوه وېبپاڼه یو خو دا چې د یو بل نه په هرڅه کې غلا په خلاص مټ روانه ده او هېڅ باک نه ګڼل کیږي، که مونږ د یو مطلب لپاره په ګوګل کې سرچ کوو نو د څو وېبپاڼو لنکونه به راکړي چې دا مطلب به یې خپور کړی وي.
بله دا چې هره...