غزل-
زما ژوندون او زما سا خير دى که ووژلم--
زما جانان زما اشنا خير دى که ووژلم--
زما په خوله درته ښېرا قدرې هم نشي راتلى--
زه دې ژوندون غواړمه تا خير دى که ووژلم--
دنيا کې ډېر ښکلي اوسيږي دنيا ورانه مه شه--
زه خو ژوندى يمه دنيا خير دى که ووژلم--
زما د ينو له رنګونو يې ګلونه جوړ کړل--
زما يارانو په رښتيا خير دى که ووژلم--
زما پښتو هله ژوندۍ شوه چې زندۍ شوه کله--
منصور، منصور شومه ملا خيردى که ووژلم

نصرت الهام