غزل
رحم په ما کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم
کاته په غلا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم
که شيش محل ورانول غواړې زلزله راوله
بس خو خندا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم
قربان ، قربان مه کوه ځار دې شم ، بې زړه به شمه
بلا ، بلا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم
د غنمنرنګو چم ته ځم چې رانه پرې نه وځي
راته دعا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم
له خوشالۍ نه به پړک وچوي چې اقرار و نه کړې
سبا بېګا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم
جلال امرخېل
21.06.2010
- نصرت الهام
غزل
او ګرانه دا نخرې دې نوې زده کړې
ګرېوانه دا نخرې دې نوې زده کړې
په اشارو باندې خبرې کوې
جانانه دا نخرې دې نوې زده کړې...
22.06.2010
- نصرت الهام
غزل-زما ژوندون او زما سا خير دى که ووژلم--زما جانان زما اشنا خير دى که ووژلم--زما په خوله درته ښېرا قدرې هم نشي راتلى--زه دې ژوندون غواړمه تا خير دى که ووژلم--دنيا کې ډېر ښکلي اوسيږي دنيا ورانه مه شه--زه خو ژوندى يمه دنيا خير دى که ووژلم--زما د ينو له رنګونو يې ګلونه جوړ کړل--...