غزل
او ګرانه دا نخرې دې نوې زده کړې
ګرېوانه دا نخرې دې نوې زده کړې
په اشارو باندې خبرې کوې
جانانه دا نخرې دې نوې زده کړې
شوې د جګړو د نفرتونو ژباړن
انسانه دا نخرې دې نوې زده کړې
نن دې تش ورانې کړې زما جونګړې
توفانه دا نخرې دې نوې زده کړې
اوس مې مرۍ هم په زنځیر راتړې
زندانه دا نخرې دې نوې زده کړې
ن . الهام
08.05.2010
- نصرت الهام
غزل
ته چې زړه په مهينتوب خلاص کړې له غمه عشق د درد په سپېڅلتوب خلاص کړې له غمه
زر پوښتنې ، بې جوابه راجواب کړې ځان د سترګو په پړسوب خلاص کړې له غمه
واه مجنونه ! جوړ پيران دې زورور ول چې صحرا او لېونتوب خلاص کړې له غمه
غل ، قاضي ماضي او حال دې سره ي...
21.06.2010
- نصرت الهام
غزل
رحم په ما کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم کاته په غلا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم
که شيش محل ورانول غواړې زلزله راوله بس خو خندا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم
قربان ، قربان مه کوه ځار دې شم ، بې زړه به شمهبلا ، بلا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم
د غنم...