غزل

ته چې زړه په مهينتوب خلاص کړې له غمه
عشق د درد په سپېڅلتوب خلاص کړې له غمه

زر پوښتنې ،  بې جوابه راجواب کړې
ځان د سترګو په پړسوب خلاص کړې له غمه

واه مجنونه ! جوړ پيران دې زورور ول
چې صحرا او لېونتوب خلاص کړې له غمه

غل ، قاضي ماضي او حال دې سره يو کړل
پاچا ! خپل مداريتوب خلاص کړې له غمه

د ژوند پېټی تر زړښته وړلی نه شم
خدايه ما په زلميتوب خلاص کړې له غمه

دا ، ته جوړ له کومې خټې يې جلاله !
چې نه بنګو او نه خوب خلاص کړې له غمه

جلال امرخېل