غزل
نه توپ نه تيارې شته او نه زغرې په جومات کې
باداره بيا نو څه كوي لښكرې په جومات كې
بازانو ته د غرو به يې كوم زېری وي وړی
نن بيا نه وې په ځالو كې كوترې په جومات كې
دښمن كه دې پكار وي په انګړ كې پيدا كيږي
حلوا چېرته پخيږي هلته لرې په جومات كې
دا كونډې يتيمانې دا زموږ د پښتنو دي
هر چېرته چې قطار وينې سوالګرې په جومات كې
اې خدايه داسې وخت د وروولۍ به كله راشي؟
چې يو ځاى وي (پيكپې) او (رېنجرې) په جومات كې
خو اوس زموږ خواهش په سينما كې پوره كيږي
يو وخت و ورېدې به مرغلرې په جومات كې
چې دا زموږ ولس وي او دا يو تر بل وژل وي
جلاله په خداى وابه ورې سندرې په جومات كې

جلال خپلواک