د فیس بوک له (پښتو ټوکې ټکالې) نه څو په زړه پورې ټوکې

په لاره يوه هلک يوه افغانۍ له ستونې تېره کړه، مور يې ډېره پرېشانه وه، که هر څه کوښښ يې وکړ، خو هيڅ يې هم ونشواى کړاى.په دې کې يو سړى په لاره تېرېده، هغه دا هلک سرښکته زوړند کړ، او له ستونې يې هغه روپۍ راوويسته.ښځې ترې مننه

يوه هلک له شربت پلورونکي څخه يو ګيلاس شربت وغوښت، کله يې چې هغه وڅښلو، شربت پلورونکي ته يې وويل: يو بل ګيلاس هم راکړه چې جنګ مې دى، کله يې چې هغه وڅښلو، نو بيا يې ورته وويل: يو بل ګيلاس هم راکړ ه چې جنګ مې دى، تر دې چې څلورم ګيلاس يې هم وڅښلو، اخر ترې دوګاندار پوښتنه وکړه: دا خو راته ووايه چې له چا سره دې جنګ دى؟هلک: له تاسره ځکه چې له ما سره د شربت پيسې نشته

 یوه سړی نه چا پوښتنه وکړه چې ډېر زورور حیوان کوم دئ ؟ ده ځواب ورکړ چې میږئ . دا نو بیا څنګه ؟ هغه ویل چې یوه ورځ میږئ د ساکټ مینځ کې ننوتی وه نو غوښتل مې چې را ویی باسم ، داسې یوه لغته یی راکړه چې په ټول عمرکې مې نه وه خوړلې

یو وزیر لیونتون ته تللی وو یوه لیوني ترې وپوښتل ته څوک یې--وزیر ځواب ورکړ زه وزیر یم--لیوني ورته وخندل او ویل یې دې لیوني ته ګوره زه درۍ کاله وشول چغې وهم چې زه رییس یم خو څوک یې نه مني دی په اوله ورځ وایي زه وزیر یم

 یوه سړي د لمړي ځل لپاره روژه نیولې وه نو یوه چا ورته ویلي وو چې په روژه ماتي کې چې هره دعا وکړې نو خدای یې قبلوي---کله چې ماښام شوی نو خدای ته یې دعا کړې چې یا خدایه سباته اختر کړې

 يو سړی خپلي کوچني لور ته د لوبو شيان راوړل اولور يی ډيره خوشحاله شوه څوشيبی وروسته يی لور په چرتونو کی ډوبه شوه پلار يی ورڅخه پوښتنه وکړه رڼا جانی څه چرتونه وهی؟ په دی چرت کی شوم چي کاشکي لس پلرونه می درلوداي


یوه سړی یو توتی چې خبرې ېې هم کولې په جګه بیه رانیو ، څو ورځې وروسته چې سړئ بیا د دکاندار سره مخامخ شو نو دکاندار ځنې ټپوس وکړ : توتی څنګه دی ؟ سړی په خواشینۍ سره ځواب ورکړ : توتی مړ شو ، زما ښځې د خبرو موقع ورنکړه ځکه ېې زړه وچاودېد


وایي د لیونیانو په روغتون کي ټول لیونیان په ګډا وه. ډاکټر صيب چي اوکتل يو پکی خاموشه ناست دي. د ډاکټر دا خيال شو لکه چې دا روغ شوی دی . ډاکټر صيب ټپوس ترې وکړ: " ته ولې غلئ ناست ېې؟" لیونی : "چپ ، زه ناوې يم